Close

شراب حلال او که حرام ـ منظوم نکل

source of image: http://bit.ly/2pr0XVY


يو سړی راغلی و قاضـي(۱) ته په سلام سو
پسله سلام څخه قاضـي ته په کلام سو
ويل: شـراب راته حلال او که حرام دي
کتاب څه وايي، پر راغلي کوم احکام دي؟
قاضـي ويل: شـراب حرام دي په څرګنده
زيات دنياوي تاوان لري، زهر بد خونده
سړي ويل: اوبه حلالي دي که نه دي؟
انګور حلال، دانې حلالي دي که نه دي؟
قاضـي ويل: اوبه حلالي دي چښه يې
انګور حلال دي او حلال هره دانه يې
سړي ويل: شـراب خو جوړ له دوو څيزونو
يو يې اوبه دي بل واښکي د انګورونو
حرام شـراب دي ولي؟ کله چي حلال دي
دواړه اجزا د دې مـشـروب چي سـر وکال دي؟
قاضـي ويل: که يو موټ خاوره دي په سـر کړم
يا درته کـش لپي اوبه زه ستا پر سر کړم


ايا ته خوَږ به سې په خاورو په آبونو؟
غوږ مي نيولی دی اوس ستا پر جوابونو
سړي ويل: اوبه پستې هم پسته خاوره
ما به خوَږ نه کړي زما جواب دی ته يې واوره
قاضي ويل: که د دې خاک په اوبېدو زه
خټه بيا جوړه کړم د دوی په ګډېدو زه
بيا خټه وچه کړم او خښته ترې کړم جوړه
خوَږ به تا نه کړي که دي وَوَلَم په زوره؟
سړي ويل: ډېر به مي خوَږ يا به مي مړ کړې
که دا کار وکړې زما په قتل به ځان پړ کړې
قاضـي ويل: خاوره چي ده او که اوبه دي
تا ويل څوک نه خوَږوي دواړه بې څه دي
ګډ کړي که څوک خو سَـرَه دواړه دا څيزونه
ترې نه جوړيږي کلکه خښته، لوی ګواښونه
همداسـي وبوله اوبه او انګورونه
جوړ چي سـي کله ترې حرام دا شـرابونه

د ۲۰۱۷ کال د می ۲يمه نېټه، بون


۱ ـ إياس بن معاوية المزني د هجـرت په دويمه پېړۍ کي په

بصـره (نننی عراق) کي د صحابه کرامو رض له تابعينو څخه يو داسـي قاضـي ؤ چي د خپل ذکاوت او هوښيارۍ له کبله ډېر مشهوره ؤ. دغه نظم د نوموړي په تړاو د زياتو عربي فولکلوريکو کيسو څخه پر يوه کيسه ليکل سوی دی.

 

د ماشومانو د منظوم او منثور نکلونو وېبپاڼه
www.kochnai.com

د کوچنی ټکی کام د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2ppNEpJ

د احمدولي اڅکزي د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc

د ماشومانو له پاره د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2tfIG1u

د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO

د تکراري سوالونو جوابونه
FAQ http://bit.ly/1IZm3uV

د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v۲۴

وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw

د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U

«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

Loading...
Loading...