Close

بهترين تجارت ـ منظوم نکل

source of image: http://bit.ly/2qUE3rZ

 

يو وخت راغلې پر يو ښار لو خوشکسالي وه
جاري څو کاله دا شديده وچکالي وه
وږي ول خلک د دې ښار، خوراک يې کم ؤ
مځکي وې شاړي نه باران نه بل کوم نم ؤ
په داسـي وخت کي له شام راغلل زر اوښان لوی
په خوراکي اجناسو بار دا حيوانان لوی
د ښار تجار هر يو دا غوښتل اوښان واخلي
ورباندي بار خوراکي توکي سامان واخلي
د دې اوښانو مالک وويل: اې ورونو
منافع زياته راکوئ څوک عزتمنو؟
هر يو تجار دلته کوښښ کاوه په سخته
ځان ته چي واخلي ټول اوښان دغه خوشبخته
تر ټولو زياته ګټه چا چي کړله وړاندي
پنځه فيصده وه اصلي سـرمايه باندي
دغه تجار ويل مالک ته: تر دې زياته
ګټه به څوک درکړي پر مال باندي وتاته؟


مالک ويل: يو څوک حاضـر دی چي ادا کړي
د يو درهم ګټه اوه سوه عطا کړي
څښتن د مال او د اوښانو بيا ګويان سو
حضـرت عثمان بن عفانؓ په دې بيان سو:
څښتن تعالی دي فرمايلي بقره (۱) کي
دوه سوه يو شپېتم شمېره ښکلي آية کي
چي خرڅوي د خداي په لاره کي مالونه
په لاس به ورسي ورته داسـي ثوابونه
لکه يوه دانه چي شنه کړي اوه وږي
سل سل په شمېر وکړي اوه واړه بيا وږي
نو واورئ زه مـصـرفوم د خدای په لار کي
خپل دا مالونه مسکينانو ته په ښار کي

واوره کيسه چي سوه بيان درته زما وروره
زده تجارت کړه، ګټه زياته کړه لا نوره
مال صـرف حلال او صـرف حلال ګټه و ځان ته
بيا په مصـرف يې ځان غني کړه بل جهان ته

د ۲۰۱۷ کال د می ۱۸مه نېټه، بون


منبع: د حضـرت عمر فاروق رض د خلافت د وخت دغه نکل د شـيخ عبد الله ناصح علوان د کتاب «تربية الأولاد في الإسلام» څخه اخيستل سوی او په پښتو ژبه منظوم کړل سوی دی.

۱ ـ د سورة بقره ۲۶۱ آيت: مَثَلُ الَّذِينَ يُنْفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ كَمَثَلِ حَبَّةٍ أَنْبَتَتْ سَبْعَ سَنَابِلَ فِي كُلِّ سُنْبُلَةٍ مِائَةُ حَبَّةٍ ۗ وَاللَّهُ يُضَاعِفُ لِمَنْ يَشَاءُ ۗ وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ
ترجمه (کابلی تفسـير): هغه کسان چې خپل مالونه د الله په لاره کې لګوي دثواب مثال يې هغې دانې ته ورته دى چې اووه وږي زرغون کړي اوپه هر وږي کې سل دانې وي اودلله چې چاته خوښه شـي تردې هم زيات ثواب ورکوي او الله دزياتې لورينې اوعلم خاوند دى.



 

د ماشومانو د منظوم او منثور نکلونو وېبپاڼه
www.kochnai.com

د کوچنی ټکی کام د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2ppNEpJ

د احمدولي اڅکزي د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc

د ماشومانو له پاره د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2tfIG1u

د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO

د تکراري سوالونو جوابونه
FAQ http://bit.ly/1IZm3uV

د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v۲۴

وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw

د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U

«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

Loading...
Loading...