Close

د باغ خاوندان ـ منظوم نکل

source of image: http://bit.ly/2r0r7zU

دغه داستان چي ته يې لولې ګرانه وروره
دا بيان کړی دی قرآن ته يې وګوره
ښايسته سورة د القلم اته شپېتمه
بيانوي دغه کيسه زې يادومه
يو ؤ سړی چي تقوادار هم ډېر سخي ؤ
د ميوو باغ يې لوی درلود دی په غني ؤ
ميوې د باغ کله هر کال چي به پخې سوې
د لمر له تَوښه چي به ستري او خوږې سوې
نو د باغ مخ ته به غريب راغلل حاضـر سول
د خپلي برخې رسېدو ته به ناظر سول
سړي به هم له ميوو هر کال بېلوله
برخه يوه به يې مسکينو ته ساتله
خو د دې باغ حاصل به بيا هم داسـي ډېر ؤ
چي تر حسابه تر ميزانه به لا تېر ؤ
د دې سړي له مرګه وروسته وارثان سول
زامن د ده و باغ ته نوي مالکان سول


هغوی ويل چي زموږ حاصل په دې کميږي
برخه يوه چي پر مسکينو ويشل کيږي
وروسته له دې به موږ پيدا کړو ورته حل يو
ميوه چي ورنکړو مسکين ته داسـي چل يو
يو ورور ويل: څه به کوو موږ مالکان بيا؟
کله چي راسـي د باغ مخ ته مسکينان بيا؟
نورو ويل: ورته به وکړو داسي چاره
چي پيغور جوړ نه سـي و موږ ته له دې کاره
دوی ويل کله چي ميوه دا وار پخه سوه
ونه د باغ هره چي کله ښه درنه سوه
پټ به وختي ورسو موږ باغ ته په سهار کي
نه خبرؤ به موږ يو څوک په دغه کار کي
موږ به راوشکوو له ونو چي پخه وي
هره خوږه او لويه سوې چي ميوه وي
مخ ته د باغ چي بيا راغونډ ټول ناداران سي
له خالي ونو به په تګ رواداران سي
بې انشالله ويلو ټول دوی په ګُفتار ول
دوی د خپل حِرص په جال کي داسي ګرفتار ول


دوی چي بيده ول کله ټول په دغه شپه کي
راغله دې باغ لو بلا يوه څپه کي
سهار وختي چي کله ولاړل دوی تر باغه
ځای هغه نه ؤ بېله تک توره يو داغه
مخکي که دوی پر خپله لاره پس پسی کړ
پسله ليدو د تک تور باغ يې بيا وی وی کړ
دوی ويل موږ به غلط سوي يو پر لاره
باغ خو زموږ نه دی چي يې وينو نن سهاره
له دوی بهتر ورور بيا پيل وکړ په سوالونو:
ايا ما نه ويل تسبيح کوئ زما ورونو؟
هغوی بيا وويل: بيشک چي ګناه ګار يو
ملامت خپله يو اخته چي په دې چار يو
هغوی ويل: افسوس افسوس دا زموږ پر حال ؤ
په سـرکښۍ کي له خپل خدای چي مو مجال ؤ
فقرأ موږ چي منع کړي له کوم ماله
هغه مال ولاړی اوس کړيږو له بد حاله
صـرف هغه څوک به په جنت باندي غني وي
د خدای په لاره کي صارف چي مُستغني وي


د ۲۰۱۷ کال د می ۲۸مه نېټه، بون

 

د ماشومانو د منظوم او منثور نکلونو وېبپاڼه
www.kochnai.com

د کوچنی ټکی کام د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2ppNEpJ

د احمدولي اڅکزي د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc

د ماشومانو له پاره د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2tfIG1u

د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO

د تکراري سوالونو جوابونه
FAQ http://bit.ly/1IZm3uV

د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v۲۴

وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw

د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U

«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

Loading...
Loading...