Close

کب که کب نيونه ـ منظوم نکل

source of image: http://bit.ly/2rijrYh

 يو ماهيګير ؤ کب نيونکی په يو ښار کي
دی ؤ ماهر تر بل هر چا په دغه کار کي
يوه ورځ راغلی يو هلک ورته ناداره
ويل يتيم يم زه بې موره او بې پلاره
راته پرې ايښي مرحوم پلار څو يتيمان دي
ټوله واړه دي مظلومان دي صغيران دي
نه جائيداد لرو نه مشر نه خپلوان
وږي په نس يو پر مړۍ خپلي حيران
زړه يې پر وسو پر هلک د دې سړي
بيا و ټوکرۍ ته د کبانو سو رهي
ماهيګير ورکړل دې هلک ته څو کبان
کبان تازه ول په وزن کي هم لويان
هلک کبان يووړل چي ځان ورباندي موړ کړي
د لوږي اور د يتيمانو هم په سوړ کړي
هلک دا بله ورځ بيا راغلی ماهيګير ته
د دې يتيم مرسته کوونکي دستګير ته
بيا څو کبان يې ورته ورکړل دا سړي
بعضي درانه بعضي يې سپک او هم نري
هلک بيا يووړل و خپل کور ته دا کبان
چي په ماړه کړي د بابا خپل يتيمان
تېر سول کالونه خو لړۍ وه دا روانه
هلک راتلی کبان به يې وړل ښه ډېر پرېمانه
يوه ورځ راغلی چي هلک ورته ګويان سو
له دې يتيمه ماهيګر بيا په پُرسان سو
د خپل اولاد په څېر دي بولم ځکه هله
زه په کبانو پسي ځمه څو څو ځله
چي دومره ونيسم چي ستا برخه پوره سي
د دې ترڅنګ چي بيا زما هم ګوزاره سي
کلونه کيږي پر دې لوري چي راځې ته
کبان چي درکړم بيا پر خپله لاره ځې ته
مننه هيڅ کله تا ونه ويل ما ته
کبان چي واخلې نور نو نه ګورې و شاته
هلک ويل بيشکه زه له تا مشکور يم
زه دعاګو درته د رب پر ستر حضور يم
په خوله که نه وايم مننه زما محسنه
په زړه دعا درته کوم ښايسته حسينه
خو دا چي ما بولې په شان د خپل اولاد
هله منلي به وای ما او ټول بلاد
چي د خيرات پر ځای دي ماته وای ښودلی
چل د کبانو د نيولو رازده کړی
خلاص به وای هله په رشتيا زه له احتياجه
زما کورنۍ به نه وای تل درته محتاجه
ماهيګير واورېده وينا او په ګريان سو
اوښکي يې پاکي کړې هلک ته په بيان سو
ويل زما سترګي دي را خلاصي کړې محسنه
عقل دي پوخ په عمر يې که ته کمسنه
روزي رسان رشتيا هغه دی چي مالک دی
د کائناتو مځکی لمر چي څوک خالق دی
که رشتيا غواړي چي رازق له ځان خوشال کړي
بابرکته خپل اولاد او ځان و مال کړي
بايد څوک مرسته داسي وکړي د نادار
چي خود کفا سي پاته نه سي نور لاچار
که چاته ورکړې يوه ورځ ماهی او کب
هغه به بس سي د يو ورځي او يا شب
خو که ته زدکړې و يوچا ته کب نېونه
موړ به په کب وي هره ورځ په دې ښوونه

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۷ کال د می ۳۱مه نېټه، بون

 

 

د ماشومانو د منظوم او منثور نکلونو وېبپاڼه
www.kochnai.com

د کوچنی ټکی کام د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2ppNEpJ

د احمدولي اڅکزي د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc

د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO

د تکراري سوالونو جوابونه
FAQ http://bit.ly/1IZm3uV

د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v۲۴

وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw

د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U

«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

خپله تبصره لاندي ثبتولای سئ

0
ستاسو تبصره به د مسؤلو کسانو د کنټرول وروسته خپره کړله سي.
  • پر دغه مطلب ته اوسه کومه تبصره نده سوې.
Loading...
Loading...