Close

د واکمن ملاقات ـ منظوم نکل

source of image: http://bit.ly/2qHLlzN

 يو پلار ويل و خپل فرزند ته اې زويکه
که غواړم ووينم ښاروال زما لايقه
بايد څه وکړم وخت چي دی و ما ته راکړي
زما و سوالونو ته جواب چي ګوندي راکړي
زوی ويل ته بايد رجوع کړې ښاروالۍ ته
په عريضه د ملاقات ولسوالۍ ته
په عريضه کي به بيان ډېر وجوهات کړې
چي د ښاروال سره ته ولي ملاقات کړې
که يو وکيل ورته پيدا کړې دا به ښه وي
څوک پېژندونکی د ښاروال دا به لا ښه وي
ښايي چي وغواړي دفتر بيا تصديقونه
چي نه لرې منفي ماضي يا کوم جرمونه
که ټولې چاري په ښه توګه ته ادا کړې
ښايي بيا چانس يې د ليدو ته هم پيدا کړې
خو دا چي ډېر مصروف سړی دی زموږ ښاروال
کارونه يې زيات دي او لا ډير دي تر کوټوال
ښايي مجبور سې چي ته وکړې انتظار
اونۍ يا مياشتي ښايي ونيسي دا کار
د ملاقات کله چي ورځ بيا ورسيږي
انتظار ځای کي به بيا وخت ډير ولګيږي
تېرو آلو چاقو وسلو پسي دستي کړي
ښايي چارواکي ستا په جيب کي تلاښي کړي
کله چي وسي بيا پر تا باندي ږغونه
تا به نيولي وي ښه ځير ورته غوږونه
ښاروال چي ناست وي په چوکۍ کي ته يې مخته
خپل د مقصد خبره وکړه لنډه زښته
ته بايد پوه يې چي ډېر وخت به نه لري
ښايي دی ستړی حوصله به نه لري
که دي غوښتنه وه پر ځای او منطقي وه
د ده د واک په دايره کي حقيقي وه
ښايي بيا امر وکړي دی د پلټنې
ستا د غوښتني بيا له سره ارزونې
پلار ويل زويه که زه وغواړم ليدنه
د يو وزير يا کوم پاچا سره کتنه
دا معامله خو به وي نوره لا مغلقه
د ځغاستو پاستو دا پروسه حتی مهکله
نو واوره اوس زه درته ښيم چل آسان
داسي يو چل چي ټيټ ارزښت نه کړې د ځان
له اول سره هيله مه کړه ملاقات ته
د کوم چارواکي منصبدار و کوم خيرات ته
په مستقيمه توګه ووايه حالونه
بې انتظاره وکړه ته ټول خپل سوالونه
له داسي چا نه چي رشتيا لوی زورور دی
هم باجلال هم په رشتيا لوی طاقتور دی
بې سکرتره بې وعدې چي ملاقات کړي
بې سفارشه چي پوره ټوله حاجات کړي
داسي يو چا ته چي پرانيستې يې ورونه
و پرهېزګار او ګنهګار ته په لکونه
داسي يو څوک چي خزانې لري بې شمېره
داسي يو څوک چي نه ستړيا لري نه هېره
داسي يو څوک چي په عطا يې نه کميږي
نه شتمنۍ يې په مصرف کله ختميږي
داسي يو څوک چي مهربان تر مور او پلار دی
ستا ملاقات ته چي حاضر شپه او سهار دی
داسي يو څوک چي د ورتګ لار يې آسانه
ستا تر شهرګ چي در نژدی دی زما ګرانه
نو واوره واوره اې عاقله ځان ښه پوه کړه
ته بېله ځنډه همدا اوس خدای ته رجوع کړه

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۷ کال د جون ۲يمه نېټه، بون

 

د ماشومانو د منظوم او منثور نکلونو وېبپاڼه
www.kochnai.com

د کوچنی ټکی کام د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2ppNEpJ

د احمدولي اڅکزي د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc

د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO

د تکراري سوالونو جوابونه
FAQ http://bit.ly/1IZm3uV

د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v۲۴

وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw

د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U

«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

خپله تبصره لاندي ثبتولای سئ

0
ستاسو تبصره به د مسؤلو کسانو د کنټرول وروسته خپره کړله سي.
  • پر دغه مطلب ته اوسه کومه تبصره نده سوې.
Loading...
Loading...