Close

د حافظانو کلی ـ منظوم نکل

يو سړي تېر کړل په خارج کي زيات وختونه
ښه پراخ يې رزق ؤ او نيکمرغه يې بختونه
خو دې سړي غوښتل چي تېر پاته خپل ژوند کړي
په مسلمان هيواد کي چيري ښه په خوند کړي
همدا ؤ ويې موند په ليري يو هيواد کي
په مسلمان وطن يو ښکلي خداداد کي
داسـي يو کلی ساکنان چي حافظان ول
دوی عالمان ول د اسلام محافظان ول
سړي هم پرېښود کاروبار او خپل ټول ژوند نور
کډه يې يوړه مسلم کلي ته په خوند نور
خو په لومړۍ شپه لا څرګند سو ورته راز ژر
دی په رشتيا چي سو خبر نو سو ناساز ژر
هلته نڅاوي، زنګولې وې، ډک خومان ول
فِسق و فساد ؤ، ډمامې وې او ډمان ول
د ورځي ټول ژوند ډېر نورمال ؤ او عادي ؤ
هر څوک د کلي مسلمان ښه په ښادي ؤ

خو چي د شپې ډېوې به کله سوې رابلې
د ګناه هله به اوارې سوې کمبلې
ډېر حافظان د سپين قرآن به بې ضمير سول
هم عالِمان او ملايان به ډير تغير سول
سړي چي وليد دغه حال نو ډېر حيران سو
تبي پر راغلې، دی ناجوړه ژوند يې ګران سو
په ناروغۍ کي بيا هم ولاړ و جماعت ته
ټول مقتديان سول ډير حيران د ده حالت ته
همدا ؤ وپوښتې امام يو څو پوښتنې
يو څو يې وکړې له سړي داسي غوښتنې:
ولي زهير يې ګرانه وروره ولي رېږدې؟
خوشال به يم که مي سوال ته جواب کښېږدې
سړي ويل: ما خو غوښتل چي زه ساکن سم
په مسلمان کلي کي ميشت زه خوار مسکين سم
خو وينم دلته چي قرآن که يې په ياد دی
بيا هم عمل د زياتو خلکو ډېر برباد دی
چي حافظان وي او يا هم څوک عالمان وي
باور مي دا ؤ، پېرويان به د قرآن وي


خو دلته وينم چي بدلاري پکښي ډير دي
ټول د اسلام مُبين اصول ورڅخه هير دي
ملا ويل: واوره اې وروره دا بيان اوس
تاته خو سوي دي دا خلک ټول عيان اوس
که څوک حافظ او که عالم دی ګرانه وروره
دا د نبيؐ پاته وارث دی ته وګوره
خو ياد کسان صـرف بايد هله معتبر وي
چي پر سُنت د محمدؐ دوی برابر وي
فيض څوک نه ويني صـرف په حفظ له قرآنه
نه هم له علمه پلي نه چي سـي پر ځانه
د بقرې سورة کي پاک الله ويلي
دايي په هکله خپل کتاب کي فرمايلي(۱):
صـرف هغه چا ته به لار ښيي پاک قرآن تل
څوک متقي چي پرهېزګار وي په هر آن تل

د ۲۰۱۷ کال د جون ۱۶مه نېټه، بون

۱ ـ هُدًى لِلْمُتَّقِينَ

 

د ماشومانو د منظوم او منثور نکلونو وېبپاڼه
www.kochnai.com

د کوچنی ټکی کام د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2ppNEpJ

د احمدولي اڅکزي د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc

د ماشومانو له پاره د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2tfIG1u

د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO

د تکراري سوالونو جوابونه
FAQ http://bit.ly/1IZm3uV

د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v۲۴

وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw

د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U

«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

Loading...
Loading...