Close

پښتو کي د منظوم سيرت نبي اړتيا

 د بعضو اټکلونو له مخي په نړۍ کي تر ۴۵ مليونو څخه زيات پښتانه ژوند کوي چي تقريبا ټول د اسلام د دين پېرويان دي. خو له بده مرغه چي د دومره لوی شمېر باوجوده په پښتو کي د اسلامي کتابونو په ډګر کي هومره کار نه دی سوی، لکه د پښتو په ګاونډيو ژبو کي چي سوی دی.

د عربي پښتو او پښتو عربي قاموسونه، د اسلام په هکله پښتو انسايکلوپېډيا يا پوهنغونډ او نور مهم کتابونو لا بايد په پښتو ژبه وليکل سي. د يادو کتابونو تر څنګ زما په فکر د حضرت محمد ص د مبارک ژوند د واقعاتو تفصيلي معلومات يا سيرت نبي ص بايد په منظومه توګه په پښتو ژبه وليکل سي.

په پښتو کي ښايي تر نورو ګاونډيو ژبو د شاعرانو شمېر کم نه وي. هيله ده چي په دغو شاعرانو کي داسي کس يا کسان پيدا سي چي يا خو په يوازي سر او يا په ګډه منظوم سيرت نبي ص وليکلي. د منظوم سيرت نبي ص له پاره ښايي د شعر هغه تر ټولو غوره چوکاټ د مثنوي وي.

په منثوره توګه تر مخه لا د سيرت نبي ص يو ډېر ښه کتاب د بېلګي په توګه د مولوي عنايت الله اخندازه کندهاري له لوري په روانه پښتو ليکل سوی او په درو جلدو کي چاپ سوی دی. که کوم شاعر غواړي چي منظوم سيرت نبي ص په پښتو ژبه وليکي، نو د مولوي عنايت الله صاحب له ياد کتاب څخه هم ښه ګټه اخيستلای سي.

که زه شاعر وای نو انشالله خامخا به مي دغه کار ته په خپله اراده کړې وای. خو دا چي زه شاعر نه يم نو په دې هيله دغه لنډه ليکنه خپروم چي کوم پوخ شاعر دغه کار ته ملا وتړي او د خپل ځان تر څنګ پښتو ژبه په منظوم سيرت نبي مشرفه کړي.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۷ کال د اکتوبر ۱۰مه نېټه

 

د ماشومانو د منظوم او منثور نکلونو وېبپاڼه
www.kochnai.com

د کوچنی ټکی کام د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2ppNEpJ

د احمدولي اڅکزي د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc

د ماشومانو له پاره د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2tfIG1u

د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO

د تکراري سوالونو جوابونه
FAQ http://bit.ly/1IZm3uV

د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v۲۴

وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw

د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U

«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

Loading...
Loading...