Close

مقدمه ـ نظم

 یا الله ستا پناه غواړم له شیطانه
شړل سوي رټل سوي بې ایمانه
ستا په نوم کوم آغاز چي ته رحمن يې
ته رحيم او په رشتيا چي مهربان يې
صرف و تا لره دي واړه صفتونه
ښه حمدونه، ښې ستاينې، ښه نومونه
ستا بخښنه او ستا عفوه مې پکار ده
ګناه کړې مي په شپه او که سهار ده
زه خو غواړمه پناه ستا تل تر تله
د خپل نفس له شرارت، له بد عمله
که لارښود ته د يو چا سې يا مالکه
تل پر ښه لار به روان وي يا خالقه
خو ګمراه که ستا له لوري کوم بنده وي
لارښود نه لري بل څوک تل شرمنده وي
نو يا ربه هدايت مي په نصيب کړه
ستا پر لاره صداقت مي په نصيب کړه
ګرانه ربه شاهدي ادا کومه
هم په زړه هم زباني ادا کومه
شريک نه لرې بس دا چي ته يکتا يې
ته واحد په هر صفت کي بې همتا يې
بل ايمان لرم او دغه يې اصول دی
ستا بنده چي محمد هم ستا رسول دی
بيا پر وايمه درودونه سلامونه
پر هغه آل او اصحابو په لکونه

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۷ کال د اکتوبر ۱۰مه نېټه، بون

مأخذ:

أَنِ الْحَمْدُ لِلَّهِ نَحْمَدُهُ ، وَنَسْتَعِينُهُ ، وَنَسْتَغْفِرُهُ ، وَنَعُوذُ بِاللَّهِ مِنْ شُرُورِ أَنْفُسِنَا ، وَمِنْ سَيِّئَاتِ أَعْمَالِنَا ، مَنْ يَهْدِهِ اللَّهُ فَلَا مُضِلَّ لَهُ ، وَمَنْ يُضْلِلْ فَلَا هَادِيَ لَهُ ، وَأَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ ، وَأَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ 

 

د ماشومانو د منظوم او منثور نکلونو وېبپاڼه
www.kochnai.com

د کوچنی ټکی کام د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2ppNEpJ

د احمدولي اڅکزي د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc

د ماشومانو له پاره د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2tfIG1u

د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO

د تکراري سوالونو جوابونه
FAQ http://bit.ly/1IZm3uV

د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v۲۴

وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw

د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U

«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

Loading...
Loading...