Close

پښتون پلوه معياري رسنيو ته اړتيا سته

source of image:https://bit.ly/2GNQOsP

 په پښتو ژبه هيڅ داسي رسنۍ نسته چي معيار او کيفيت يې نړيوال خو تګلاره يې پښتون پلوه وي. پښتانه بايد ځان ته داسي باکفايته او باکېفيته رسنۍ جوړې کړي چي د هيوادونو، حکومتونو، ګوندونو او ادارو د ګټو يا پاليسيو تابع، اړوند او محتاج نه وي. که څه چي په اوسنۍ نيستي کي ټولنيزي رسنۍ لکه فيسبوک او داسي نور لوی غنيمت دي خو دوی د معياري او د باور وړ ژورناليزم ځای نه سي نيولای.

يو شمېر هغه «خپلواکه» نړيواله رسنۍ چي د نورو ژبو تر څنګ په پښتو ژبه هم خپرونې لرې، هغوی د اړونده هيوادونو د لېوالتياؤ سره تړلې پاليسي لري او هغه څه نه خپروي چي له دغو لېوالتياؤ سره په ټکر کي وي. د دې تر څنګ د دغو رسنيو «خپلواکي» هم ښايي جلا بحث ته اړتيا ولري.

زيات شمېر هغه خبري انټرنټپاڼي او په همدې شان تلويزيونونه يا راډيوګانې چي د پښتنو له خوا چلول کيږي، پکښي له بده مرغه کېفيت او معيار ته ډېره کمه پاملرنه کيږي. ښايي د دې لاملونه د مالي او مسلکي منابعو نشته والی او ورته څيزونه وي. د يو شخص يا وړې ځانګړې نظرياتي ډلې د اړتياؤ پوره کولو له پاره ښايي دا ډول رسنۍ کفايت وکړي خو د لسهاؤ مليونو پښتنو معلوماتي اړتياوي نه سي پوره کولای.

که په لنډه توګه وويل سي پښتو او پښتانه داسي خبري منابعو او رسنيو ته اړتيا لري چي پښتون ولس د پردي رسنيو له احتياج څخه خلاص کړي. د باوري سرچينې او معلوماتو خپرولو په ترڅ کي پښتانه بايد خودکفا او خپلواک سي. د پښتون پلوي رسنۍ يوه وظيفه به په خپله د پښتنو له پاره په پښتو ژبه د بااعتماده او باکېفيته معلوماتو وړاندي کول وي. دا رسنۍ بايد د هغو لس ډالري احساساتي او غېر مسلکي وېبپاڼو سره په معيار او کېفيت کي ښکاره توپير ولري چي انټرنټ په ډک دی. دويمه وظيفه به يې دا وي چي د نړۍ نورو رسنيو ته د بااعتماده او د باور وړ منبع په توګه د پښتنو او د هغوی د سيمو سره تړلي دقيق او پر اصولو برابر معلومات ورکړي. د پښتنو دغه رسنۍ بايد دومره بااعتماده او د باور وړ وي چي نړيواله ادارې او نړيواله رسنۍ يې معلومات په ښه زړه نقل قول کړلای سي. د پښتو او پښتون له پاره لابي کوونکي دا ډول رسنۍ حتمي نه ده چي يوازي په پښتو ژبه خپرونې ولري بلکه کېدای سي چي په نورو ژبو هم خپرونې ولري تر څو نړيوالو ته يې له منابعو کار اخيستل آسان وي.

څه کول په کار دي؟

زه فکر کوم چي د وړانديز سوي پښتون پلوه رسنۍ مرکز يا دفتر بايد د نړۍ په داسي سيمه يا سيمو کي وي چي د پښتون ضد قوتونو تر اغېز لاندي نه وي او نه ورته د دغو قوتونو د اغېز رسېدلو ګواښ وي. لومړی ګام دا کېدلای سي چي د پښتو ژبي هغه ژورنالستان چي په نړيواله توګه پېژندل سوي او مسلکي دي، هغوی د انټرنټ يا نورو لارو سلا مشورې سره وکړي او د کارپوهانو په مرسته تګلاره جوړه کړي. د تګلاري جوړولو وروسته هغوی کولای سي چي په يوه داسي معياري وېبپاڼه جوړولو او چلولو لاس پوري کړي چي د نړۍ د نامتو رسنيو له وېبپاڼو څخه په مسلکي او معياري توګه کمه نه وي. وروسته بيا پر راډيو، تلويزيون او نورو فورمونو هم فکر او کار کېدلای سي.

هيله ده چي زما دغه وړانديز د هغو بااحساسه او مسلکي کسانو تر غوږو ورسيږي چي د دغه وړانديز د عملي کولو له پاره اړينه پوهه او انرژي لري. دا چي زه نه اړينه مسلکي پوهه لرم او نه هم د خپلو روانو پروژو لکه قاموسونه ټکی کام او نورو له کبله وخت لرم، نو پخپله د خپل دغه وړانديز په عملي کولو کي مرسته نه سم کولای.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۸ کال د اپريل ۹مه نېټه

www.Qamosona.com
www.Kochnai.com
www.AhmadWali.Achakzai.com

 

د ماشومانو د منظوم او منثور نکلونو وېبپاڼه
www.kochnai.com

د کوچنی ټکی کام د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2ppNEpJ

د احمدولي اڅکزي د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc

د ماشومانو له پاره د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2tfIG1u

د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO

د تکراري سوالونو جوابونه
FAQ http://bit.ly/1IZm3uV

د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v۲۴

وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw

د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U

«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

Loading...
Loading...