Close

په سوېډن کي د علمي کنفرانس خبرتيا

درنو هيوادوالو، علمي او مسلکي شخصيتونو، فرهنگيانواوفرهنگپالو!
تاسو ته خبر درکول کيږي چې په سويډن کي د دوستۍ فرهنگي ټولنه غواړي چي د سويډن د مالمو ښار د نورو فرهنگي ټولنو لکه د افغانانو علمي او فرهنگي ټولنې، د افغاني کلتوري ټولنې او د اريانا کلتوري ټولنې په مرسته او فعال گډون د روان ز کال د جون د مياشتي پر ۲۳ د سويډن د مالمو په ښارکي ((د مورنی ژبې رول د ماشوم په شخصيت جوړونه کښي)) ترنامه لاندي علمی کنفرانس جوړ کړي.
پدې کنفرانس کښي د گډون لپاره تاسو وياړلو پوهانو، د غښتلي قلم او پوهې خاوندانو د ډله ايزو رسنيو او فرهنگي ټولنو استازو ته د گډون بلنه درکوو.
په سويډن کې د دوستۍ فرهنگي ټولني مشرتابه په بهر کي د مېشتو افغانانو د ټولنيز ژوند حالت او د مېشتېدنې د هيوادونو کلتوري تاثيراتو ته په کتو سره پدې باور ده چې که غواړو خپله ژبه اوکلتور ژوندی وساتو او د ماشوم شخصيت مو نېمگړی نه وي، د ماشومانو په روزنه کي د مورنۍ ژبې زده کړي ته جدي پاملرنه پکار ده.
د دې لپاره چې محترم والدين مو د دوی د ماشوم په شخصيت جوړونه کي د مورنۍ ژبې رول او ارزښت ته متوجه کړي وي پريکړه مو وکړه چې ستاسو په علمي مرسته او گډون داسي يو علمی کنفرانس جوړ کړو.
موږ پدې باور يو چې د دې کنفرانس تاثيرات به ډير گټور او په بهر کي به زموږ د هيوادوالو د هڅونې لامل وگرځي.
د دې ملي او فرهنگی کار او زيار د سمون ملي او معقول لوري پيدا کېدو لاري چارې به ستاسو د علمي ليکنو او ويناو په مټ د همدې علمي کنفرانس له لاري تر خپلو هيوادوالو ورسوئ.
پدې کنفرانس کي د گډون لپاره مو اغلې نجيبه ليمې د بي بي سي ژورنالسته، ښاغلی احمدولي اڅکزی د المان ږغ ژورناليست او زموږ دهيواد تکړه ليکوال علم گل سحر صاحب ته بلنه ورکړې چې د ماشومانو لپاره یې د مورنۍ ژبي دزده کړي په هکله د ليکلي او ږغيز داستانو چې د انترنت په مټ یې ماشومان دا قيصې او داستانونه اورېدای شي بلنه ورکړې، ترڅوهغوی پدې لار کي خپلې تجربې د کنفرانس دگډونوالو سره شريکي کړي.
د دې ترڅنگ مو يو شمېر نورو درنو عالمانو او پوهانو ته هم بلنه ورکړې چې زموږ سره د دې کنفرانس په علمي اومسلکي غنا کي په خپل فعال گډون مرسته وکړي.
موږ به ډير زيات خوښ سو که تاسو زموږ سره خپله او يا د خپلې ليکنې او پېغام په وسيله پدې درنه علمي غونډه کي برخه واخلئ.
هيله مند يو تاسو په خپل فعال گډون او يا د ليکنواوپېغامونو په رالېږلو دا کنفرانس نورهم علمي او ښکلی کړئ.
تر کومه چې دا پر يوه ملي مسله علمي کنفرانس دی د ټولو فرهنگي ټولنو د مشرتابه،علمي او فرهنگي شخصيتونو، په افغانستان کي له اړونده ادارو، د افغانستان د علومو اکاډمي، سياسي گوندونو اوټولنيزو سازمانو د مشرتابه نه په درنښت هيله کوو چې د کنفرانس د موضوع د ملی ارزښت او اړتيا په هکله خپل پيغامونه د کنفرانس په ادرس راولېږي .
يادونه : دکنفرانس په اړوند ټولې ويناوي، ليکنې اوپېغامو په همدې کال کښي د يوې ټولگې په بڼه چاپېږي.
ارامي اوسوکالی موغواړم.
که چيري راتگ مو ناشونی وي هيله مند يم چي د دې کنفرانس په ادرس خپلې تحليلي ليکنې، نظريات او پيغام زموږ په لاندي برېښنا پته راولېږی.
له هغه دوستانو څخه چې زموږ بلنې ته لبيک وايي اوتشريف راوړي هيله لرو چې موږ ته پر خپل وخت احوال راکړي تر څو د کنفرانس په اجندا کي ورته وخت په نظر کي ونيسو.
د کنفرانس په اړوند نور معلوماتو نه به پر خپل وخت په دوامداره توگه د ډله ايزو رسنيو او يا ستاسو د فيسبوکي پتو له لاري ستاسو سره شريک سي.
داړېکو پته : This email address is being protected from spambots. You need JavaScript enabled to view it.
داړتيا په صورت کي دتليفون شمېره : 0046736511569
حبيب الله غمخور

 

د ماشومانو د منظوم او منثور نکلونو وېبپاڼه
www.kochnai.com

د کوچنی ټکی کام د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2ppNEpJ

د احمدولي اڅکزي د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc

د ماشومانو له پاره د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2tfIG1u

د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO

د تکراري سوالونو جوابونه
FAQ http://bit.ly/1IZm3uV

د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v۲۴

وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw

د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U

«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

Loading...
Loading...