Close

د کوږک ننګيالي (لومړۍ برخه) ـ غازي عبدالله خان اڅکزی

 غازي عبدالله خان اڅکزی د کوټي او چمن تر منځ د کوږک غره د لمني په «کله» نومي کلي کي د حاجي سربلند خان په کور کي وزېږېد. د احمد شاه بابا د غزاوو پر وخت د عبدالله خان له ټبر او مشرانو څخه ګڼ شمېر نومياليو ګډون کړی وو. په دغو کي يو هم د احمدشاه بابا لومړی وزير عرض خان بېګ مشهور په عرض بېګ وو. هغه د حاجي سربلند خان نيکه او د غازي عبدالله خان اڅکزي ورنيکه وو. د عرض بېګ ټبر چي اوس په اڅکزۍ قبيله کي د عرض بيګي يا عرض بيګيانو په نوم شهرت لري، د نني افغانستان او پښتونخوا د نورو سيمو تر څنګ د ګلستان په ګلستان کاريز کي د قاسم باغ په سيمه کي آباد دی. په سويلي پښتونخوا کي د دغه ټبر مشري د ګلستان د نامتو قبايلي مشر حاجي قاسم خان اڅکزي (عرض بېګي) په غاړه ده.

د غازي عبدالله خان په هکله تاريخپوهانو ليکلي چي هغه له کوچنيوالي څخه لا ډېر لايق او ځيرک ؤ. په دې تړاو يو روايت ډېر مشهور دی چي ويل کيږي د عبدالله خان په کوچنيوالي د هغوی يو قريب چي سيد برت خان نومېدی له کندهار څخه و کوږک ته راغلي. د سيد برت خان په تړاو دا خبره مشهوره وه چي هغه کوچنيان نه خوښول او ځان ته يې نژدې نه پرېښودل. خو کله چي هغه کوږک ته راغلی او ماشوم عبدالله خان يې ولېد نو هغه يې د ځان سره نژدې کښېنوی. ويل کيږي چي حاضرينو له سيد برت خان څخه وپوښتل چي ستا خو ماشومان نه دي خوښ نو دغه ماشوم دي څنګه تر څنګ کښېناوه. سيد برت خان د خلکو د پوښتني په جواب کي وويل: ځکه چي د دغه ماشوم سترګي د غازي دي.

انګرېزانو د ۱۸۳۸ عيسوي کال به اکتوبر مياشته کي پر افغانستان يرغل وکړ او دوست محمد خان يې له واک څخه ليري کړ. فرنګيانو يو ځل بيا د کابل پر تخت خپل ګوډاګی شاه شجاع کښېناوه. انګرېزانو تقريبا دوې مياشتي وروسته د آرمي آف انډس خپل ځواکونه چي پکښي بريتانوي او هندي بريتانوي نظامي ټولۍ شاملي وې، و افغانستان ته ولېږل.

په افغانستان کي پر ولس ظلمونو، د ماليو زياتېدنې، په بازارونو کي د نرخونو جګېدنې او د افغان ولس په زړونو کي د انګرېزانو او شاه شجاع په وړاندي کرکې ډېر ژر و ولسي پاڅون ته لاره هواره کړه. په دغه ملي پاڅون کي د افغانانو ډلو لکه غلجيو، خوږيانيو، زرمتو، کوهستانيانو، کوهدامنيانو او نورو لاسونه يو بل ته ورکړل.

د کابل په نواب باغ نومې کوڅه کي د عبدالله خان اڅکزي کور وو او د يادو قومونو استازو په همدغه کور کي غونډه وکړه او يوه دولس کسيزه شورا يې جوړه کړه. تاريخپوهان دغې غونډي د بېړنۍ لويي جرګې خطاب هم کوي. په دغه جرګه کي فيصله وسوه چي د جوړي سوي شورا رياست به د نواب زمان خان او د مرستيالۍ وظيفه به يې د امین الله خان لوګري په غاړه وي.

د يادي جرګې مشرانو پر قرآن قسم سره وکړ چي افغانانو ته به د انګرېزانو له ظلمونو نجات ورکوي او د هغوی پر ضد به تر هغه وخته جهاد کوي تر څو چي يې هغوی له افغانستان څخه نه وي ايستلي. د غازي عبدالله خان په کور کي د شورا د قيام زياتي ورځي نه وې تيري سوي چي د انګرېزانو پر ضد د قيام د پلان د عملي کېدلو ورځ راورسېده. دا د ۱۲۲۰ هجري کال د لړم ۱۱مه نېټه وه چي د ۱۸۴۱ عيسوي کال د نوامبر مياشتي د دويمې نېټې سره سمون خوري. په دغه ورځ چي د رمضان المبارک مياشتي ۱۷مه روژه وه، افغان مباريزين په کابل کي د انګرېزانو د پوليتيکل ايجنټ اليکزاندر برنس د کور مخي ته راټول سول او بيا يې پر دغه کور حمله وکړه. اليکزاندر برنس چي په حمام کي د درو ښځو سره يو ځای وو د افغانانو له خوا ونيول سو او د هغه د جسد په ټوټه ټوټه کولو سره ووژل سو.

که څه چي په بالاحصار او بي بي مهرو کي د انګرېزانو عسکري چوڼيو ته دا خبر تر مخه لا رسېدلی وو چي د برنس پر کور افغانانو بريد کړی، خو هغوی فيصله وکړه چي د برنس مرستي ته به نه راځي.

تقريبا لس زره افغان مبارزينو د غازي عبدالله خان اڅکزي او امین الله خان لوګري په مشرۍ د انګرېزانو و چوڼيو ته مخه وکړه او بالاحصار او بي بي مهرو سيمه يې محاصره کړ. د هغه وخت د انګرېزانو سفير ويليم هې مېکناټن چي د دوست محمد خان پر ځای د شاه شجاع د پاچا کولو يو لوی پلوي وو په بالاحصار کي وو. نوموړی انګرېز د اکبر خان له لوري د يادو پيښو په تسلسل کي ووژل سو.

د افغانانو او انګرېزانو تر منځ په دغه جګړه کي له ۱۶۵۰۰ انګرېزانو څخه صرف يو کس چي ډاکټر برايدن نومېدی، په نيم ژوندي حالت کي جلال آباد ته ورسېد او نور ټول يا خو ووژل سول او يا هم افغانانو ژوندي ونيول.

د غازي عبدالله خان اڅکزي له خوا د افغان انګرېز په دغه جګړه کي له مړانې او شجاعت څخه د ډکي مبارزې او ملګرو ته حوصله بخښونکې سرښندنې داستانونه ډېر مشهور دي. په دغه جګړه کي د يو شمېر نورو افغانانو تر څنګ پخپله د غازي عبدالله خان دوه زامن او يو وراره هم په شهادت ورسېدل.

پخپله غازي عبدالله خان هم په دغه جګړه کي سخت ژوبل سو خو له نورو مجاهدينو څخه يې خپل زخم پټ کړی وو تر څو د هغوی حوصلې ټيټي نه سي. هغه به په زخمي حالت کي د مجاهدينو ټوليو ته ورتلی او د هغوی حوصلې به يې جګولې. غازي عبدالله خان د خپل زخم باوجوده پخپله هم په مړانه په جګړه کي برخه واخيسته. هغه وروسته د غزا د همدغه زخم له کبله په شهادت ورسېد. نوموړی غازي وروسته د ريشخور په سره کلا کي و خاورو ته وسپارل سو.

غازي عبدالله خان د اڅکزو د حميدزو له ښاخه وو چي پکښي د هغه وروسته هم ګڼ شمېر د تورې او قلم څښتن ملي نوميالي تېر سوي دي. په دغو کي د ميوند د غزا له غازياينو څخه غازي مېداد خان اڅکزی (حميد زی، محک زی، ترهټ زی، ګل محمد زی)، له سقاويانو څخه و کندهار ته له نجات ورکوونکو څخه يو مهم مشر انور خان اڅکزی (حميد زی، عرض بېګی)، مرزا محمد ايوب خان اڅکزی (د غازي مېداد خان اڅکزي زوی)، د پښتونستان لوی مبارزين خان صمد خان شهيد (حميد زی، برخوردار)، محمد ايوب خان اڅکزی (حميدزی، عرض بېګی) او يو شمېر نور شامل دي.

ليکوال: احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۸ مېلادي کال د جولای لومړۍ نېټه، بون

ماخذونه:
ـ د نظامي تاريخ تر ټولو ستري ماتي ـ له تويتو بورګر والد څخه تر دېزرت ستورم پوري، ساول داوديد ليکوال، هاين مطبعه مونشن آلمان، ۲۰۰۳ عيسوي کال (آلماني ژبه)
ـ کندهار مجله، د کندهار دولتي مطبعه، د ۱۳۴۷ لمريز کال د وږي مياشت يا د ۱۹۹۸ عيسوي کال سپتمبر مياشته، پرله پسې ۹۲مه ګڼه
ـ پښتني قبيلې، ډاکټر لطيف ياد، بېنوا وېبپاڼه

 

د ماشومانو د منظوم او منثور نکلونو وېبپاڼه
www.kochnai.com

د کوچنی ټکی کام د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2ppNEpJ

د احمدولي اڅکزي د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc

د ماشومانو له پاره د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2tfIG1u

د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO

د تکراري سوالونو جوابونه
FAQ http://bit.ly/1IZm3uV

د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v۲۴

وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw

د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U

«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

Loading...
Loading...