Close

ملايکي جنان او ابليس ـ منظوم نکل

منظوم قصص الانبياء ـ دويمه برخه
ملايکي جنان او ابليس
ليکونکی: احمدولي اڅکزی

د آدم له خلقت مخکي لا موجود ول
ژوند لرونکي خلقتونه د ودود ول
رب جوړ کړی ؤ مخلوق د ملايکو
جوړ له نوره تابعدار يو له لايقو
نه څښتنې د بې شمېرو ارمانونو
نه جاګير نه سيم و زر او سامانونو
ذات يې پاک له ګناهونو د ملکو
ثنا خوان او حمد ويونکو مبارکو
د دوی علم تر يوې ساحې محدود تل
شمېر د دندو يې معلوم او هم معدود تل
د هرې ډلې يې په غاړه وظيفه
خاصه ځانګړې دوامداره عفيفه
له آدم مخکي بل جوړ سوي ول جنان
له اوره جوړ دوی نارينه او هم زنان
هم يې ځوانان هم يې زاړه او ماشومان
هم ظالمان هم حاکمان هم مظلومان
بېل بېل نسلونه يې پر مځکه ول حاکم
دوی فساديان ول قاتلان او هم ظالم
په نوم ابليس د دوی سردار ؤ ډېر عابد
دی ډېر عالم ثنا ويونکی ؤ حامد
خالق دی پورته کړ مقام ته ډېر نعيم
تل به عابد ؤ دی د رب رحيم کريم
ابليس يوځای به د ملکو سره تل
په حمد ويونکو کي معلوم ؤ يو اتل
کله پر مځکه باندي زيات چي سو فساد
له حده واوښت د جنانو چي عناد
په جنګ مامورې سوې ملکي او ابليس
پر ضد د جن د واکمنۍ او د تاسيس
ليري هله واکمني سوه د جنانو
مځکه خلاصه له سرکښو ساکنانو

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر ۳يمه نېټه، بون

 

د ماشومانو د منظوم او منثور نکلونو وېبپاڼه
www.kochnai.com

د کوچنی ټکی کام د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2ppNEpJ

د احمدولي اڅکزي د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc

د ماشومانو له پاره د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2tfIG1u

د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO

د تکراري سوالونو جوابونه
FAQ http://bit.ly/1IZm3uV

د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v۲۴

وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw

د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U

«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

Loading...
Loading...