Close

ايا سوله به ښه وي او که دا چي...

 ايا سوله به ښه وي او که دا چي

... زموږ په مسجدونو کي مخ په وړاندي هم پرنگيان خپل سپي وگرځوي او زموږ پر مقدس کتاب بويونه وکاږي؟

 

ايا سوله به ښه وي او که دا چي

... مخ په وړاندي هم پردي عسکر په نيمو شپو زموږ په ناموسونو کي تلاښيو ته دوام ورکړي؟

 

ايا سوله به ښه وي او که دا چي

... غليمانو ته زموږ په کور کي د هرې نوي وسلې د ازمويلو د بهانو ورکولو ته دوام ورکړو؟

 

ايا سوله به ښه وي او که دا چي

... په لوی لاس خپل کور د ستراتيژيکو تړونونو په پلمه و يهود او نصارا ته په گروي ورکړو؟

 

ايا سوله به ښه وي او که دا چي

... کفار زموږ په کور کي د خپلو دينونو و تبليغ ته دوام ورکړي؟

 

ايا سوله به ښه وي او که دا چي

... د دجال زامن نور هم زموږ په کور کي و شک، بې اعتمادۍ، بې دينۍ، بې اعتبارۍ او قوم پرستۍ ته هوا ورکړي؟

 

ايا سوله به ښه وي او که دا چي

... تر فرض لمونځونو مو د جنازې د لمونځونو شمېر زيات پاته سي؟

 

ايا سوله به ښه وي او که دا چي

... د خپلو مېندو بوره کولو ته دوام ورکړو؟

 

ايا سوله به ښه وي او که دا چي

... خپلې نوري خوېندي وراري، نوري ورېندارگاني کونډي او خپلې نورې ورېرې يتيماني او لاچاري کړو؟

 

ايا سوله به ښه وي او که دا چي

... زموږ بچي د ديني او دنياوي زدکړو پر ځای د بارودو د استعمال زدکړو ته دوام ورکړي؟

 

ايا سوله به ښه وي او که دا چي

... زموږ يتيمان زموږ د غليمانو لاسپوڅي وگرځي؟

 

ايا سوله به ښه وي او که دا چي

... جگړه زموږ نور نسلونه هم وخوري؟

 

ايا سوله به ښه وي او که دا چي

... زموږ راتلونکی نسل پداسي حال کي جگړې ته دوام ورکړي چي نور يې هغه څه هېر سوي وي چي دغه جگړه موږ ولي او د چا پر ضد پېل کړې وه؟

 

ايا سوله به ښه وي او که دا چي

... مخ په وړاندي زموږ نيم مسلمان، تش په نامه مسلمان، هيڅ مسلمان، هندو، تورمخي، ژړ مخي، د پرنگي غلامان او يا هم منافق گاونډيان خپلو رسه کشيو ته زموږ په کور کي دننه دوام ورکړي؟

 

ايا سوله به ښه وي او که دا چي

... جنگي مجريمين په ولايتونو او مرکز کي خپلو پاچهيو ته دوام ورکړي؟

 

ايا سوله به ښه وي او که دا چي

...  د مخدره توکو مافيا لا زياتي پيسې، وسلې او لا زياتي مځکي تر لاسه کړي؟

 

ايا سوله به ښه وي او که دا چي

...  پخواني توپکسالار مشران چي نن د مسلمان افغان ملت ټوله وياړونه يوازي ځان ته منصوبوي او نن صبا ځان ډيموکراټ بولي په کابل کي د بې حيايۍ لا زيات مرکزونه جوړ کړي؟

 

ايا سوله به ښه وي او که دا چي

... د جنگي مجريمينو د لومړي نسل وروسته د هغوی دويم او درېيم نسل هم زموږ پر لمسيانو او کړوسيانو حکومت وکړي؟

 

ايا سوله به ښه وي او که دا چي

... د يوه شاه شجاع وروسته د بل شاه شجاع د راتگ لړۍ دوام ومومي؟

 

ايا سوله به ښه وي او که دا چي

... د دين او وطن د پرمختگ لپاره دکار پر ځای موږ په جگړه کي بوخت و اوسو؟

 

ايا سوله به ښه وي او که دا چي

... مزاره، هرات، بدخشان، کندهار، ننگرهار، خوست ، کوټه او خيبرونه د اسلام و علم و هنر د زانگو پر ځای د نه ختمېدونکي جگړې له امله د اېجنټانو، بې سوادو، بې علمو، بې دينو، بداخلاقو، منافقينو، توکمپالو، لوطيانو او فاسيقينو په اوسېدنځايونو بدل سي؟

 

ايا سوله به ښه وي او که دا چي

... د ډيورنډ په څېر لس نور دېوالونه ووهل سي؟

 

ايا جگړه به ښه وي او که دا چي

... موږ ځان ته د ساه اخيستلو وقفه تر لاسه کړو او د جگړې پرځای په نورو لارو د غليم سره د سيالۍ کولو په فکر سو؟

 

ايا جگړه به ښه وي او که دا چي

... په لومړي سر کي خپل يو، دوه او درې نسلونه د سولي په فضا کي هغه ديني، علمي او مسلکي سطحي ته ورسوؤ چي بيا د نړۍ هر زورواکی زموږ و کور ته د راننوتلو جرأت ونه کړي او موږ د مخدره توکو، مهاجرو، ناروغانو،  ارزان قيمته کونډو ښځو او نورو منفي او شرموؤنکو شيانو پر ځای و نړۍ ته د ديندارۍ او علم و هنر وړانگې ولېږدوؤ.

د ماشومانو د منظوم او منثور نکلونو وېبپاڼه
www.kochnai.com

د کوچنی ټکی کام د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2ppNEpJ

د احمدولي اڅکزي د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc

د ماشومانو له پاره د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2tfIG1u

د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO

د تکراري سوالونو جوابونه
FAQ http://bit.ly/1IZm3uV

د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v۲۴

وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw

د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U

«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

Loading...
Loading...