ځان وژني، اولاد وژني خپل ورور وژني په زور
زور د خپل نفس نه لري دی حرص لره کمزور
خوري يې که حلال وي که حرام خو نه سو موړ
غوښي د خپل ورور خوري نن آدم دی آدمخور
خوی يې د حيوان سو، وحشـيتوب ورسـره مل
بوی د آدم بوی دی، آدم نسته بوی يې سته
بل يې کړل اورونه هم پر مځکه هم پر بحر
خاوره يې چټله کړه هوا ته ليږي زهر
ځان ته چي يې جوړ کړل سامانونه د فنا
په لوی لاس سـره غواړي د خدای قهر
خوی يې د شـيطان دی، بربادي ورسـره مل
بوی د آدم بوی دی، آدم نسته بوی يې سته
اَشـرف د المخلوقاتو د شَـرَف تاريخ يې سته
شَـرَف ورڅخه تللی بس د بدو خوی يې سته
ځان ګڼي پر مځکه پر هوا باندي واکمن
تمي يې لا نوري د خدايي دعوه يې سته
خوی يې د طاغوت سو، هم طاغوت ورسـره مل
بوی د آدم بوی دی، آدم نسته بوی يې سته
د جنورۍ 15 مه نېټه 2014م کال، آلمان
د ماشومانو د منظوم او منثور نکلونو وېبپاڼه
www.kochnai.com
د کوچنی ټکی کام د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2ppNEpJ
د احمدولي اڅکزي د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc
د ماشومانو له پاره د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2tfIG1u
د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO
د تکراري سوالونو جوابونه
FAQ http://bit.ly/1IZm3uV
د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v۲۴
وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw
د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U
«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ