Close

زوړ لېوه او توبه ـ منظوم نکل

source of image: http://bit.ly/2pjoqbH

 زوړ لېوه راغلی و پسونو ته ګويان سو
ويل زما ورونو وينا واورئ په بيان سو
ما چي په تاسو کي وژلي په سلهاؤ
يا مي څيرلي دي له تاسو په زرهاؤ
ځواني مي ولاړه ملا مي کړوپه زه زهير يم
ستاسو بخښنې ته راغلی نن فقير يم
راغلی زما سره زما زوی دی مهربان دی
ستاسو ساتنې ته راوستی مي دا ځوان دی
بخښنه ماته وکړئ، دی به مو خادم سي
ستاسو دښمن به درته زېر او هم نادم سي
ميږو ويل دا ستا له مخي چي راغلي قاتلين ول
په لومړي سر کي دوی همداسي عاجزين ول
خو وروسته وخوړل يې زموږ څخه بچيان بيا
هم کور يې زموږ راته بدل کړ په زندان بيا
بخښلي نه ياست موږ هيڅکله خاينانو
ستاسو په اوښکو نه تېروځو اې لېوانو
دويم بخښنه معنا نه چي څښتنان سئ
موږ مو خوراک، تاسو په موږ باندي پنډان سئ
په سپينه ږيره چي ته نن بخښنه غواړې
ځکه چي پلاز ته د خپل زوی يو ستنه غواړې
داسي يو زوی چي وي په وينو را ستر سوی
هيڅکله نه دی تر خپل پلار بهتره سوی
ورک سه خونخواره ورک سه ورک سه
تر زر نسلونو زموږ له کلي څخه ورک سه

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۷ کال د اپريل ۳۰مه نېټه، بون

 

د ماشومانو د منظوم او منثور نکلونو وېبپاڼه
www.kochnai.com

د کوچنی ټکی کام د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2ppNEpJ

د احمدولي اڅکزي د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc

د ماشومانو له پاره د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2tfIG1u

د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO

د تکراري سوالونو جوابونه
FAQ http://bit.ly/1IZm3uV

د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v۲۴

وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw

د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U

«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ


Loading...
Loading...