ليري يو پروت کلي کي جوړه ننداره وه
خلک راټول ول زمزمې وې ډمامه وه
يو ځوان ته پړی يې اچولی ؤ په غاړه
چا پر يو لوري کشاوه چا پر بل لاره
چا د ورستو روميانو کړل باندي وارونه
چا په سوټيو ورکول ورته ضربونه
چا تو کولې باندي ناړي له نفرته
چا اورول ورته ښکنځل په لوی کثرته
دلته راپېښ يو مسافر سو ډېر حيران سو
ويل دا څه دي و يو چا لره ګويان سو
هغه ويل نيولی موږ يو جادوګر دی
جادوګر څه چي د ابليس دا برادر دی
داسي تابلو يې جوړه کړې ده له ځانه
بدرنګ ترين شيطانان ښيي له جهانه
د کلي هر چا چي ليدلی دا انځور دی
ډېر بېرېدلی رواني نوی رنځور دی
دغه تابلو هر چا ته ښيي بل شيطان
څوک ږيرور څوک لغړ زنی ابليس ځوان
دغه سړي بيا اشاره وکړه يو لور ته
ويل تابلو هلته ځړيږي نژدې کور ته
مسافر ورغلی چي وګوري تابلو دا
تابلو دا نه وه آئينه وه يوه لو دا
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۷ کال د اپريل ۳۰مه نېټه، بون
د ماشومانو د منظوم او منثور نکلونو وېبپاڼه
www.kochnai.com
د کوچنی ټکی کام د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2ppNEpJ
د احمدولي اڅکزي د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc
د ماشومانو له پاره د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2tfIG1u
د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO
د تکراري سوالونو جوابونه
FAQ http://bit.ly/1IZm3uV
د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v۲۴
وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw
د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U
«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ