ابليس چي کله اِنکار وکړ له سجدې نو
دی لا سرکښه سو په بدي ارادې نو
لومړۍ ګناه يې ازلي کړله ايجاده
په دې ګناه خپله ارواح يې کړه برباده
تر بل هر چا يې ځان بهتر باله په نسل
آدم يې ټيټ باله، خپل ځان يې باله اصل
د قوم بازۍ ټبر پالنې رسم جوړ سو
په آدمزادو کي بيا هم دا مرض خپور سو
په انسانانو کي چي څوک اوس قومپرست وي
د رنګ ټبر ژبي او سـيمي بت پرست وي
په دې دي پوه سـي: د ابليس پر لار روان دی
په رنګ انسان خو په باطن کي لوی شـيطان دی
څوک چي اخلاق لري حاکم پر نفس د ځان وي
چي تقوادار وي بهتر صـرف هغه انسان وي
د ۲۰۱۷ کال د می لومړۍ نېټه، بون
د ماشومانو د منظوم او منثور نکلونو وېبپاڼه
www.kochnai.com
د کوچنی ټکی کام د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2ppNEpJ
د احمدولي اڅکزي د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc
د ماشومانو له پاره د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2tfIG1u
د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO
د تکراري سوالونو جوابونه
FAQ http://bit.ly/1IZm3uV
د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v۲۴
وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw
د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U
«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ