Close

عجله مي کړله ـ منظوم نکل

يوه معلمه د قرآن وه محله کي
د اذان وروسته به تل دا وه عجله کي
جوړ چي خپل لمونځ لره کړي ښکلی اهتمام ښه
روح په خوشاله کړي هم زړه کړي په آرام ښه
و شاګردانو ته د درس پر وخت چي کله
آيت (۱) به راغلی له طه سورې نه هله
دې به ويل: بوخته چي کله يم زه زياته
يا د سهار لمانځه پر وخت خوب وړې زياته
هر څه د لمونځ له پاره پرېږدم وايم دا
چي: وَعَجِلْتُ إِلَيْكَ رَبِّ لِتَرْضَىٰ
»او عجله مي کړله ستا پر لور زما ربه
د دې له پاره چي راضـي به سې» ته ربه
تر دې مهم بل هيڅ کار نسته شاګردانو
فرض چي ادا کړي څوک هميش پر وخت زما ګرانو
يوه ورځ حال وکړ د ښځي مېړه کور ته:
وږی يم ډېر او در روان يم د کور لور ته


که نن پاخه راته اشک کړې ډېر به ښه وي
تر دې بهتره به جواب د لوږي څه وي
ښځي پخلي ته ځان چمتو کړ ښه چټک بيا
هر څه تيار سول پاته ول صرف درې اشک بيا
چي د ماښام اذان شـروع سو جماعت کي
ښځي هم پرېښود ټول پخلی په دې ساعت کي
سړی چي راغلی لومړی ولاړی پخلنځي ته
ګوري صـرف لږ کار دی لا پاته و پخلي ته
سړی په فکر کي د ځان سره ګويان سو
په پخلنځي کي له خپل ځانه په پُرسان سو:
که لږ لا کار ته درېدلې وای نيکبخته
کار به د ښځي وای خلاص سوی ژر خوشبخته
وروسته پيدا سوه دا مېرمنه برنډه کي
چي وفات سوې وه هغه په سجده کي
پر وخت د لمونځ خپل زوړ عادت دا ګټه ورکړه
چي پخلنځي پر ځای په لمونځ کي يې ساه ورکړه
ګوره چي ژوند کوو هميش موږ پر کوم لوره
مرګ به راځي راته پر هغه لار زما وروره


د ۲۰۱۷ کال د می مياشتي ۲يمه نېټه، بون


(۱) ـ د قرآن پاک د شلم سورت يعني سورة «طه» څلور اتيايم نمبر آيت

 

 

د ماشومانو د منظوم او منثور نکلونو وېبپاڼه
www.kochnai.com

د کوچنی ټکی کام د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2ppNEpJ

د احمدولي اڅکزي د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc

د ماشومانو له پاره د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2tfIG1u

د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO

د تکراري سوالونو جوابونه
FAQ http://bit.ly/1IZm3uV

د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v۲۴

وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw

د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U

«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ


Loading...
Loading...