Close

نيمګړی قضاوت ـ منظوم نکل

source of image: http://spaziotex.blogspot.de/2013_03_01_archive.html


د يو سړي څلور زامن ول
څلور دوی واړه غيرتمن ول
پلار يې ورکړې ښه روزنه
ښه يې اخلاق ښه يې پالنه
يو کال سړي ويل: زامنو
زما دلاورو زما پتمنو
له کلي ليري ده يو ونه
د ناک دا ونه ده ښه پلنه
په پسـرلي دي ورسـي مـشـر
په ژمي لېږم ستاسو کشـر
په دوبي ولاړ دي سـي مېنځوی بيا
په مني بل ستاسو ورورکی بيا
پر دې خبره چي تېر کال سو
پلار له زامنو په سوال سو:
اوس راته واياست حال د ونې
څه يې حالت ؤ څه يې بڼې؟


مـشـر ويل: ښکلې ښايسته وه
په ښکلو ګلو آراسته وه
کشـر ويل: نه داسـي نه وه
دا وچه کلکه او کږه وه
مېنځوي ويل: يا داسـي نه وه
دا صـرف په پاڼو زرغونه وه
بل يو ويل: هيڅ داسـي نه وه
په ميوو دا ونه درنه وه
پلار بيا وياند سو ويل: واورئ
بېل بېل نظر د يو بل واورئ
موسم څلور، څلور نظرونه
ډېر يې تر منځ دي توپيرونه
که څه چي ټول دغه رشتيا دي
خو قضاوت ته نا بسـيا دي

ناقصه تل به فيصله وي
پر قضاوت چي عجله وي

د ۲۰۱۷ کال د می ۱۱مه نېټه، بون

 

د ماشومانو د منظوم او منثور نکلونو وېبپاڼه
www.kochnai.com

د کوچنی ټکی کام د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2ppNEpJ

د احمدولي اڅکزي د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc

د ماشومانو له پاره د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2tfIG1u

د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO

د تکراري سوالونو جوابونه
FAQ http://bit.ly/1IZm3uV

د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v۲۴

وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw

د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U

«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ


Loading...
Loading...