چي ؤ يو نه ؤ يو نجار ؤ په يو ښار کي
تر ده بهتر کارګر بل نه ؤ په بازار کي
جوړول ده به له لرګي څخه کورونه
و بډايانو ته ښه ښکلي لوی قصـرونه
نجار چي زوړ سو نو يې وويل شـرکت ته:
تقاعد غواړم نور کمزو يم مشقت ته
خو د شـرکت مـشـر ويل: يو کور لا جوړ کړه
زما شخصـي هيله ده احسان راباندي نور کړه
هيله يې ومنله پېل د کور بيا کار سو
په وروستي کار بيا د خپل ژوند اخته نجار سو
خو دا چي زړه يې په دې کار نه لګېدلی
په زړه نازړه حالت کي کار بېکار کېدلی
ناقص مواد به يې په کور کي کاروله
د کار پر وخت به توجه يې نه کوله
همدا ؤ جوړ يې له نقصونو ډک يو کور کړ
په ناقص کار يې خپل مسلک ته جوړ پيغور کړ
آمِر نجار ته ښه څرګند کړل خَبَرونه
ويل: تا ټول ژوند راته ډېر وکړل کارونه
دا وروستی کور دا زما له خوا تاته تحفه دی
دا ستا د کار، ستا د اخلاص ګل شګوفه دی
نجار ارمان کاوه هغه موږل لاسونه
کاشکي يې کړي تل په کار کي اخلاصونه
نو واوره وروره پر ما ګرانه دا نکلونه
ورڅخه واخله ته خپل ژوند لره پندونه
خدای چي راکړی موږ ته ژوند پر دې دنيا دی
کښت دا په اصل کي بل ژوند ته د عقبا دی
تر څو چي ژوند کوې لا ساه درپکښي ښوري
د جنت کور ته دي خوارۍ وباسه نوري
د ۲۰۱۷ کال د می ۱۷مه نېټه
يادونه: دغه نکل مي يو چيري په منثوره توګه په انګليسـي ژبه کي لوستلی ؤ. اصلي ليکونکی او منبع يې راته نه ده معلومه.
د ماشومانو د منظوم او منثور نکلونو وېبپاڼه
www.kochnai.com
د کوچنی ټکی کام د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2ppNEpJ
د احمدولي اڅکزي د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc
د ماشومانو له پاره د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2tfIG1u
د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO
د تکراري سوالونو جوابونه
FAQ http://bit.ly/1IZm3uV
د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v۲۴
وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw
د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U
«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ