Close

لس کلن اعتکاف ـ منظوم نکل


کيسه يو داسي څوک کوي چي عالِم خاص دی
راوي پخپله عبدالله ابن عباسؓ دی
دی مدينه کي په مسجد کي د نبيؐ ؤ
لوېدلی دی و اعتکاف ته ښه سهي ؤ
چي ورته راغلی يو سړی چي ډېر زهير ؤ
په اندېښنو کي، په فکرونو کي راګير ؤ
ويل: راباندي د فلانکي سړي پيسې دي
وس يې زه نه لرم له دې مي اندېښني دي
ابن عباسؓ ويل: کَوَم درسره مرسته
هم د دائن سره خبره يوه درَسته
مقروض سړي ويل: که وکړې ورته چار ته
نو به آسانه کړې و ماته دغه کار ته
ابن عباسؓ همدا ؤ ووت له جماته
موزې يې وکړې اعتکاف ورڅخه پاته
مقروض حيران سو ويل: ايا درنه تېر سو؟
ستا اعتکاف ؤ ايا خلاص او که دي هېر سو؟


ابن عباسؓ ويل چي يا هير سوی نه دی
وخت يې لا پاته اعتکاف تېر سوی نه دی
اوښکی په سترګو کي هغه بيا په بيان سو
ابن عباسؓ د يو حديث هکله ګويان سو:
په غوږو خپلو اورېدلی مي فرمان دی
له محمدهؐ چي نبي آخرزمان دی:
که مسلمان د يو اړ سوي مسلمان ورور
مرسته تکل کړي، قدم واخلي، سي روان نور
په لاس به راوړي دا سړی لوی ثوابونه
تر لسو کالو اعتکاف هم ډېر اجـرونه

نو مسلمان وروره ورځه ته هم روان سه
مرسته د ورور وکړه محسن ته د خپل ځان سه

د ۲۰۱۷ کال د می ۱۹مه نېټه، بون

منبع: دغه نکل د الترغيب په نوم کتاب د دويم جلد په ۲۷۲ نمبر پاڼه کي راغلی دی

 


د ماشومانو د منظوم او منثور نکلونو وېبپاڼه
www.kochnai.com

د کوچنی ټکی کام د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2ppNEpJ

د احمدولي اڅکزي د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc

د ماشومانو له پاره د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2tfIG1u

د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO

د تکراري سوالونو جوابونه
FAQ http://bit.ly/1IZm3uV

د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v۲۴

وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw

د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U

«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ


Loading...
Loading...