يو سړی راغلی قصابۍ ته په سلام سو
پسله سلام څخه قصاب ته په کلام سو:
ته قدرمن او ته مشهور په ټول بازار يې
تجـربه کار او لوی ماهر ته د خپل کار يې
نن مي راوړي دي و تاته څو سوالونه
غواړم زه ستا څخه دقيق څو جوابونه
ما اورېدلي داسي څو چي قصابان سته
پلوري د خرو غوښي چي داسـي ظالمان سته
رانيسم کله چي زه غوښي په بازار کي
زه په خپل کلي کي يا ليري په کوم ښار کي
څنګه به پېژنم چي غوښي دا د څه دي؟
دا د وزګړي دي د خره که د پسه دي؟
قصاب چي وارېدې خبري نو ګويان سو
هغه سړي ته ډېر جدي او په بيان سو:
ايا حلالي که حرامي دي زما وروره؟
جيب ته دي لاس که او پيسو ته دي وګوره
که په حلالو پيسو رانيسـې ته غوښي
هغه حلالي ښايستې دي ستا د خوښي
خو که حرامي دي پيسې وې بيا د خره دي
ښکاره هر څومره که د چرګ يا د بل څه دي
څوک په حرامو چي ګټي ځان ته رِزقونه
هر څه چي خوري ورته حرام دي لکه خرونه
د ۲۰۱۷ کال د می ۲۲مه نېټه، بون
د ماشومانو د منظوم او منثور نکلونو وېبپاڼه
www.kochnai.com
د کوچنی ټکی کام د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2ppNEpJ
د احمدولي اڅکزي د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc
د ماشومانو له پاره د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2tfIG1u
د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO
د تکراري سوالونو جوابونه
FAQ http://bit.ly/1IZm3uV
د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v۲۴
وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw
د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U
«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ