Close

خونړۍ روژه ـ منظوم نکل

source of image: http://bit.ly/2slIx7I

 

يوه سپينـسـرې راداخله په يو ښار سوه
کرار روانه د بازار پر نژدې لار سوه
انجلۍ وړه يې وه نيولې دې تر لاسه
ستړې هلاکه، وچه کلکه له افلاسه
کله چي ولاړه د دفتر و دروازې ته
د يو صـراف تجارتي دفترخانې ته
سړی يو ناست ؤ له څهرې لا مهربان ؤ
ږيره يې ښکلې، ښايسته غوندي انسان ؤ
صـراف چي وليدله ښځه نو ګويان سو
دفتر کي ناست تازه زلمي ته په بيان سو:
پيسې دا واخله حجاڼۍ ته يې بيا ورکړه
که ډوډۍ غواړي نو هغه هم ورته ورکړه
ښځي ويل: خيرات نه غواړم ګرانه وروره
پاکه روزي دي سه لا زیاته او لا نوره
پوره يو کال مخکي چي دلته شور ماشور ؤ
د اختر شپه وه، پر بازار د خلکو زور ؤ


پټاو (۱) چي وسو کله دلته پر بازار کوم
ايا در ورسېد و تاته هم ازار کوم؟
سړي ويل: ازار به څه چي قيامت ؤ
د آدمزادو په دا ورځ لوی هلاکت ؤ
دغه هلک چي وينې زما سـره په کار کي
پلار يې مِرزا ؤ هم نيک نام ؤ په بازار کي
مِرزا مرحوم رشتيا يو ډېر ښه مسلمان ؤ
دی تقوادار ؤ او حافظ هم د قرآن ؤ
دی هغه ورځ مي ؤ لېږلی نژدې بانک ته
پيسې چي ولېږدوي دی هيواد هانګکانګ ته
په فرض روژه کي چي بيا وسوه دا چاودنه
دی هم شهيد سو څنګه ورځ وه دا غمجنه
تر ليري ليري ول بل سوي سـره اورونه
حتی هوا کي د مرغۍ سوځل پرونه
تباهي داسي سوه خپره لکه محـشـر کي
په ژوندانه خلک اخته سول په حـشـر کي
د خدای بخښلي مِرزا پاته شپږ بچيان سول
بې سـرپرست، بې مددګار يې يتيمان سول


مـشـر يتيم چي ؤ هغه مي خپل همکار کړ
په دې دفتر کي مي مامور هغه په کار کړ
ښځي ويل: زوی مي لېږلی ؤ درسو ته
خپل يو يتيم و سبکو ته و کورسو ته
زه څه خبره وم چي جوړ به پر کشمير کړي
د ده په ګوتو به انسان هم بيا زهير کړي
د ځوانيمرګ پر مرګ که وکړم حتی صبر
قيامت به څنګه وي د ده؟ څنګه يې قبر؟
سړي ويل: پوه نه سوم څه وايې ته خوري
ستا د خبرو اشارې دي پر کوم لوري؟
ښځي ويل: کله چي زوی مي ؤ درسو کي
چا ؤ روزلی د ځانمرګو په کورسو کي
وروسته خبره سوم چي ځان يې دی وژلی
ده په پټاو سره نيم ښار هم دی سوځلی
مور يم بدبخته چي مي کړی زوی دا کار دی
د خدای مخلوق چي يې وژلی لوی ازار دی
د زوی يتميه سوه راپاته هم يې کونډه
له زر غمونو څخه ډکه لويه پلَنډه


نن چي راغلې يم بازار ته بخښه غواړم
زوی خپل نادان لره د عفوي نخښه غواړم
ګوندي عذاب د دې هلک د قبر کم سـي
د مور زړګی دی ګوندي لږ يې غم راکم سي
سړي ويل: ورځه ورځه کور ته روانه
بخښنه نه کيږي دا کار نه دی آسانه
د کوم کوم چا څخه به ته بخښنه غواړې؟
زړونه چي پرې دي له هغو خوښنه غواړې
حتی که ټول انسانان وکړي ورته عفوه
بيا به هم ونه کړي ستا زوی ته کومه نفعه
ولي چاودنې يې سوځلي حيوانان ول
کوچنۍ پيشياني، چرګي، سپي او هم مېږيان ول

د خپل جنت حورو غلمانو په سوچو کي
وژني مخلوق چي په بازار او په کوڅو کي
پرېږده انسان، که يې سوځلی يو مَلَخ وي
داسي ظالم ته به عذاب لوی د دوږخ وي

د ۲۰۱۷ کال د می ۳۱مه نېټه
۱ ـ پټاو: چاودنه، انفجار



 

د ماشومانو د منظوم او منثور نکلونو وېبپاڼه
www.kochnai.com

د کوچنی ټکی کام د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2ppNEpJ

د احمدولي اڅکزي د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc

د ماشومانو له پاره د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2tfIG1u

د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO

د تکراري سوالونو جوابونه
FAQ http://bit.ly/1IZm3uV

د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v۲۴

وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw

د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U

«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ


Loading...
Loading...