يو پلار ويل و خپل فرزند ته: اې زويکه
که غواړم ووينم ښاروال اې زما لايقه
بايد څه وکړم وخت چي ما ته لږ خپل راکړي؟
زما و سوالونو ته جواب چي مثبت راکړي؟
زوی ويل: ته بايد رجوع کړې ښاروالۍ ته
په عريضه د ملاقات ولسوالۍ ته
په عريضه کي به بيان ډېر وجوهات کړې
چي د ښاروال سـره ته ولي ملاقات کړې
که يو وکيل ورته پيدا کړې دا به ښه وي
که پېژندونکی د ښاروال وي لا به ښه وي
ښايي چي وغواړي دفتر بيا تصديقونه
بعضـي اسناد، بعـضـي ټاپې بعضـي ليکونه
که ټولې چاري په ښه توګه ته ادا کړې
ښايي بيا چانس يې د ليدو ته هم پيدا کړې
خو دا چي ډېر مصـروف سړی دغه ښاروال دی
کارونه زيات لري او بوخت لا تر کوټوال دی
اوږد انتظار ته ښايي ته بيا هم مجبور سې
له دغه کاره ستړی ته، حتی رنځور سې
د ملاقات کله چي ورځ بيا ورسـيږي
انتظار ځای کي ښايي وخت ډير ولګيږي
مخکي له مخي تلاښي ده د جيبونو
د توپنچو، د چاقوګانو، خنجرونو
کله چي وسـي بيا پر تا باندي ږغونه
تا به نيولي وي ښه ځير ورته غوږونه
ښاروال چي ناست وي په چوکۍ کي ته يې مخته
خپل د مقصد خبره وکړه لنډه زښته
ته بايد پوه يې چي ډېر وخت به نه لري دی
ستړی به هم وي، حوصله به نه لري دی
که دي غوښتنه وه پر ځای او منطقي وه
د ده د واک په دايره کي حقيقي وه
ښايي بيا امر وکړي دی د پلټنې
ستا د غوښتني بيا له سـره ارزونې
پلار ويل: زويه که زه وغواړم ليدنه
د کوم وزير يا کوم پاچا سـره کتنه
دا معامله خو به وي نوره لا مغلقه
د ځغاستو پاستو دا پروسه حتی مُهکله
نو واوره واوره چل يو زده کړه بل آسان ډېر
بيا نو ارزښت د ځان په زيات کړه د خپل ځان ډېر:
له اول سـره هيله مه کړه ملاقات ته
د کوم چارواکي منصبدار و کوم خيرات ته
په مستقيمه توګه ووايه حالونه
بې انتظاره دي مطرح کړه ټول سوالونه
وه داسي چا ته چي رشتيا لوی زورور دی
هم باجلال هم په رشتيا لوی طاقتور دی
بې سِکرتره، بې وعدې چي ملاقات کړي
بې سفارشه، بې منت پوره حاجات کړي
داسـي يو چا ته چي پرانيستي يې ورونه
هم و عابد هم ګنهګار ته په لکونه
داسـي يو څوک چي خزانې لري بې شمېره
داسـي يو څوک چي نه ستړيا لري نه هېره
داسـي يو څوک چي په عطا يې نه کميږي
نه شتمنۍ يې په مصـرف کله ختميږي
داسـي يو څوک چي مهربان تر مور او پلار دی
ستا ملاقات ته چي حاضـر شپه او سهار دی
داسـي يو څوک چي د ورتګ لار يې آسانه
ستا تر شهرګ چي لا نژدې دی(۱) درته ګرانه
نو واوره واوره اې عاقله ځان ښه پوه کړه
بېله کوم ځنډه همدا اوس رب ته رجوع کړه
د ۲۰۱۷ کال د جون ۲يمه نېټه، بون
۱ـ وَنَحْنُ أَقْرَبُ إِلَيْهِ مِنْ حَبْلِ الْوَرِيدِ
سورة ق ، آيت نمبر ۱۶
د ماشومانو د منظوم او منثور نکلونو وېبپاڼه
www.kochnai.com
د کوچنی ټکی کام د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2ppNEpJ
د احمدولي اڅکزي د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc
د ماشومانو له پاره د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2tfIG1u
د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO
د تکراري سوالونو جوابونه
FAQ http://bit.ly/1IZm3uV
د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v۲۴
وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw
د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U
«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ