Close

اويا زره ملکي ـ منظوم نکل

source of image: http://bit.ly/2stlRGW


زه نن کَوَم درته يو نکل تاريخي ډېر
نکل يو داسـي چي هير سوی دی بيخي ډېر
د خلافت عثمانيه چي يو سلطان ؤ
هغه ثاني ؤ محمد بن مراد خان ؤ
يوه ورځ دی و دربارايانو ته ګويان سو:
نور د روميانو ظلم تېر هم تر بيان سو
هميش يې ساتي څوک چي وي زموږ لوی دښمن تل
جنګ کورنی غواړي چي وي دلته واکمن تل
مصؤن که غواړو سلطنت عثمانيه موږ
بايد چي فتح کړو مرکز قسطنطنيه موږ
ښار دا ډېر لوی چي د رومي امپراتورۍ دی
دا ساتل سوی تل په زياته باتورۍدی
لاره موږ نه لرو ورځو به اوس په جنګ نور
موږ له فتنو څخه راغلي يو په تنګ نور
کله چي ورسـېد خبر چي راروان دي
کښتۍ په ډکي برېتور باتور ترکان دي

مُشاجـره يوه روانه وه مطلقه
د فلسفې يوه پوښتنه لو مُغلقه
پوښتنه دا چي: ايا کار داسـي ممکن دی؟
د ستن په څوکه که دا ايا ناممکن دی؟
چي نڅا وکړي پر يو وخت باندي لايقي
په شمېر اويا زره چي وي دوی ملايکي
په دغه ښار کي چي موجود ټول مسـيحيان ول
که عسکران که راهبان که پادريان ول
منطق وايه ټولو چي کوم لوی جنرالان ول
شمير د مَلَکو باندي څوک چي ښاروالان ول
لومړۍ پوښتنه د مَلَکو به موږ حل کړو
دوی ويل: وروسته به ترکانو ته کوم چل کړو
مشاجـره يې وه توده، روان بحثونه
چيچل چي دوی لا پر پوښتنه خپل غاښونه
باندي راورسېدی پوځ د لوی ترکانو
د برېتورو، بهادرو، لوی عثمانو
دا فلسفيان دا ناطقان دا پادريان ټول
مغلوبه سول بحث کوونکي مسـيحيان ټول


د عثمانيانو د بريا دا لوی سمبول سو
ښار دا مغلوب وروسته مشهور په استانبول سو
نو واوره ته ځان په دې پوه کړه ګرانه وروره
چي هيره نه کړې زما خبره دا تر ګوره:

څوک چي عبث عبث کوي مدام بحثونه
برخليک به يې بل ټاکي موږي به تل لاسونه

د ۲۰۱۷م کال د جون ۱۴مه نېټه، بون

 

د ماشومانو د منظوم او منثور نکلونو وېبپاڼه
www.kochnai.com

د کوچنی ټکی کام د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2ppNEpJ

د احمدولي اڅکزي د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc

د ماشومانو له پاره د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2tfIG1u

د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO

د تکراري سوالونو جوابونه
FAQ http://bit.ly/1IZm3uV

د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v۲۴

وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw

د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U

«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ


Loading...
Loading...