Close

فيل او ړانده ـ منظوم نکل

source of image: http://bit.ly/2uBwIQ6

 

يو وخت يې ژوند کاوه پاچا چي ډېر فاضل ؤ
دی ډېر دانا، ورته زيات عِلم هم حاصل ؤ
ده خبر واورېد چي يو شی په نوم د فيل سته
بل دا چي ځان بايد په پوه کړي ښه دليل سته
پاچا مېلمه کړل چي پنځه لوی عالِمان ول
دوی نابينا خو د بيناؤ معلمان ول
پاچا ويل و هند ته ولاړ سئ او معلوم کړئ
د فيل معنی راته پيدا زيات مو علوم کړئ
همدا ؤ ولاړل په سفر دوی ژر روان سول
څو مياشتي وروسته بيا حاضـر او په بيان سول
هغوی ويل ختم يې سول ټول سفرونه
بل چي د فيل يې هم راوړي خبرونه
پاچا خوشال سو ويل: وواياست چي څه دی؟
فيل لکه مچ او که حيوان لکه پسه دی؟
لومړي عالِم چي صـرف شونډک يې ؤ نيولی
فيل ويل مار دی ما په دوو لاسو نيولی

دويم عالِم چي صـرف يې پښه د فيل کتلې
فيل ويل ونه ده چي هسکه ده ختلې
دريم عالِم چي غوږ د فيل ؤ ښورولی
فيل ويل پَيک دی ما په خپله بادولی
لکۍ د فيل چي کوم عالِم وله کش کړې
فيل ده رسۍ ويل ما خپله راکش کړې
پنځم عالِم چي تر نس لاندي درېدلی
فيل ويل چتر دی ښه لوی او پړسېدلی
پاچا چي واورېدې خبري نو حيران سو
په جوابونو د ړندو ډېر پرېشان سو
پسله څه وخته پاچا پوه سو چي جزوي دي
په محدود علم عالِمان هم منزوي دي

هر څومره علم که يې کړی او عالم وي
پر جز د کُل قضا که کړي نو لوی ظالم وي

د ۲۰۱۷ کال د جولای ۱۷مه نېټه بون

 

د ماشومانو د منظوم او منثور نکلونو وېبپاڼه
www.kochnai.com

د کوچنی ټکی کام د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2ppNEpJ

د احمدولي اڅکزي د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc

د ماشومانو له پاره د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2tfIG1u

د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO

د تکراري سوالونو جوابونه
FAQ http://bit.ly/1IZm3uV

د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v۲۴

وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw

د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U

«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ


Loading...
Loading...