په يو کلي کي سړی داسي ملا ؤ
نه عالم نه پرهېزګار او نه دانا ؤ
نه يې ياده فاتحه نه يې اخلاص ؤ
نه په فرضو واجباتو يې سر خلاص ؤ
صرف قابض پر جماعت او پر منبر ؤ
نور له دين او له دنيا ډېر بې خبر ؤ
مسافر يوه ورځ راغلی جماعت ته
هک حيران سو د ملا صاب قرأت ته
مراعت پکښي هيڅ نه ؤ د اصولو
نه يې ياد ول آياتونه سل په سلو
مقتديان پسي ولاړ ول بې تنقيده
نه اصلاح وه نه ږغونه له تمهيده
مسافر پسله سلامه په بيان سو
په ټيټ ږغ يو مقتدي ته دی ګويان سو
کلی نه لري هيڅ ايا کوم امام بل؟
که درېږئ دې سړي پسي مدام تل؟
مقتدي ويل صرف دی بس زموږ امام دی
که زکوات دی که خيرات پر ده تمام دی
دی کوسی د مولانا نورلعلوم دی
چي تير سوی لوی عالم موږ ته معلوم دی
غور نيکه يې چي د سيمي لوی عالم ؤ
په تقوا کي په رشتيا بنده سالم ؤ
بيا نيک نوم په ميراث پاته سو و ده ته
لکه ؤ چي پاته سوی پلار نيکه ته
دا ملا که يې نيکه او که يې پلار دی
دوی جوړ کړی له نيک نومه یو بازار دی
د خپل جهل بنديوان ټول بندګان دي
د دې کلي خلک داسي سادګان دي
لکه څنګه چي ملا او مشران يې
اغاګان، تعويذګران او کشران يې
په ميراث باندي ځان پايي تر ابده
دوی ميراث د جهل ساتي تر لحده
مسافر ويل ژر تښتم له دې کلي
صرف ماضي ته چي ولاړ دي پکښي څلي
کوم ولس چي صرف ماضي باندي يې زور وي
که نن نه وي نو سبا به يې مخ تور وي
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۸م کال د اپريل ۷مه نېټه، بون
د ماشومانو د منظوم او منثور نکلونو وېبپاڼه
www.kochnai.com
د کوچنی ټکی کام د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2ppNEpJ
د احمدولي اڅکزي د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc
د ماشومانو له پاره د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2tfIG1u
د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO
د تکراري سوالونو جوابونه
FAQ http://bit.ly/1IZm3uV
د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v۲۴
وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw
د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U
«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ