Close

دا واري اختر سو ـ نظم

زېری مي درباندي خلکو دا واري اختر سو
شُکر شُکر شُکر چي پخلا زوړ مَرَوَر سو
ماته شيطاني حلقه بدبخته سوه اې خلکو
دا واري د کلي هر وګړی بختور سو
هيڅ د غم لمانځنه نسته خلکو واورئ واورئ
ټول وطن عيدګاه دی غم له کلي مو بهر سو
بيا به د پاوليو او خندا شرنګهار خپور سي
ولاړی غماز ولاړی بيا رويبار رويبار ګودر سو
اوس به زه رامبېل چامبېل ګلونه پر اوډمه
ورک چي د ليلا له سينې تور بدرنګ پرهر سو
اوښکي د خوښۍ مي نه دريږي، زړه مي چَوي
وچاودې سپېدې پر تاريکۍ او سپین صحر سو
لنډ غوندي که خوب دی تر خپسکي ډېر بهتر دی
ښکلی چي تعبير لري ډېر ژر به په خبر سو

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۸ کال د جون ۹مه نېټه، بون

 

د ماشومانو د منظوم او منثور نکلونو وېبپاڼه
www.kochnai.com

د کوچنی ټکی کام د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2ppNEpJ

د احمدولي اڅکزي د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc

د ماشومانو له پاره د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2tfIG1u

د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO

د تکراري سوالونو جوابونه
FAQ http://bit.ly/1IZm3uV

د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v۲۴

وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw

د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U

«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ


Loading...
Loading...