Close

د دشت ليلي د ډليزي وژنې د مستند فلم پښتو ژباړه

Source of image: https://bit.ly/2w79kYQ

 پښتو ژباړونکی:
احمد شاهزاده
د پښتو ژباړونکي يادونه:
دغه فلم د « Massaker in Afghanistan» تر عنوان لاندي په ۲۰۰۳ عيسوي کال د آلمان په ARD تلويزيون کي په آلماني ژبه خپور سو. دغه ژباړه جمله په جمله له آلماني څخه و پښتو ته سوې ده.
ژباړونکي د امکان تر حده کوښښ کړی چي د ترجمې پر وخت له امانتدارۍ څخه کار واخلي. ژباړونکي صرف ژباړه کړې او په دغه فلم کي د ادعا سوو پيښو د ريښتونوالي په هکله هيڅ معلومات نه لري. هيله کيږي چي دغه ژباړه و کرکې، تاوتریخوالي يا جګړې ته د هڅولو له پاره ونه کارول سي. تاوتريخوالی نور تاوتريخوالی زېږوي او اکثره وختونه په جګړه کي بشري حقونه تر پښو لاندي کيږي. سوله او ثبات د انسانانو د حقونو د حفاظت تضمين کوي.

د پښتو ژباړي نېټه: د ۲۰۰۳ کال د فبرورۍ ۷مه نېټه

ــ د ژباړې پېل ـــ

افغانستان په 2001 عيسوي كال كي:
د طالبانو د ريژم پای نژدې دی. د جګړې تر ټولو خونړۍ نښتي پای ته رسېدلي دي. د دې ژمني پر اساس چي د دوی ژوند به بخښل كيږي د طالبانو 8000 جنګيالي خپل ځان و امريكايانو او د هغوی و متحدې شمالي ټلوالې ته تسليموي. له دغو تسليم سوي جنګياليو څخه څه نا څه 3000 كسه ورک سوي دي او ويل كيږي چي مړي يې په دښت کي تر ځمكي لا ندي پاشلي پراته دي. ايا دغه يو جنګي جِنايت دی؟ په خپلو سترګو حال ليدونكي شاهِدان پر امريكايانو تور لګوي چي په دغه ډليزو وژنو كي يې لاس درلود.


ټاكسيوان:
«د كانتنرانو څخه ويني رابهېدلې. دغه بېروونكې منظره ما په خپلو سترګو ليدلې ده.»

جنرال عبدل رحمت الله (شمالي ټلواله):
«كانټنر؟ نه نه په هغه باره کي خبري كول ښه نه دي.»


په افغانستان كي ډليزه وژنه
ايا امريكايانو يې سېل كاوه؟


قومندان امير جان:
«ما پخپله ټوله وشمېرل او تر 8000 نه زيات تسمليم سوي طالِبان مي و دوی ته وسپارل. له هغو څخه اوس يوازي 3015 كسه پاته دي. هغه نور څه سول؟»

د شمالي ټلوالي يو جنګيالی:
«د دې لپاره چي بنديان ساه واخستلای سي ما پر كانټنر باندي چي له بنديانو ډک ؤ، ډزې وكړې او ډېر بنديان مړه او ژوبل سول.»


موږ د ډليزې وژني د عيني شاهِدانو څهرو او اوازونو ته تغير وركړی دی. په دغه فلم كي پوښتل سوي هيڅ شاهد ته د هغه د شاهدۍ په بدل كي پيسې نه دي وركړل سوي.


د شمالي ټلوالې يو جنګيالی:
«په هر كانټنر کي د مړو شمير د 140 نه تر 150 پوري رسيدی. امريكايانو حكم وركړ چي له دې ترمخه چي د سپوږمکۍ (ستلايت) لخوا عكسونه واخيستل سي بايد چي ټوله مړي د شبرغان نه ليري كړل سي.»

ژورنالست:
«كه په رشتيا د امريكايانو پر ضِد د باور وړ تورونه موجود وي نو ايا ستا په نظر نه بايد چي د هغه جدي تحقيقات او پلټنې وسي؟»

ريچرډ ډېرل(د متحده ايالاتو د دفاع پخوانی دویم وزير):
«بلې هو! دغسي يو كار به د امريكا د سياسي لور او هم د متعلقه پوځي ادارو د تګلاري روښاندوی وي.»

د دغه فلم د جوړولو په جريان کي د فلم كارګرانو او هم دا رنګه شاهدانو ته ګواښونه او ازارونه وركول سول. خو بيا هم ټوله شاهدان و دې ته چمتو دي چي په يوه نړيواله محكمه کي شاهدي ادا كړي.


دلاري موټروان:
«موږ له شبرغان څخه ټول بنديان دلته و دشتِ ليلي ته راوړه. ژوبل سوي او ناروغه بنديان زما و موټر ته واچول سول. موږ هغه دلته راوړل. دوی د موټرو نه بوتلل او په ډزو وويشتل سول.»

اناريو مكانتې:
«موږ دلته د هغو زرونو مړو په هکله ږغيږو چي د هغوی په تړاو د حقيقت د پټولو هڅې كيږي. د دغو مړو شمېر د نيويارک (د سپتامبر د يولسمي) د مړو و شمير ته رسيږي. نو له دې کبله موږ بايد پر دغو پيښو سترګې پټي نه کړو.»


دغه قيصه د 2001 عيسوي كال د نوامبر په مياشت کي پېل كيږي. د طالبانو جنګيالي د افغانستان و شمالي ښار قندوز ته نژدې د يوه غره په لمن کي تسليميږي. د دوی سره د ښه چال چلن او د دوی و ژوند ته د زيان نه رسولو ژمنې كيږي. دغه د دوی د اسير نيولو لومړي تصويرونه دي. يو څو ورځي وروسته به د دغو اسيرانو څخه تر 3 زره څخ زيات ورک او مړه وي. دوی د امريكايانو د تر ټولو نژدې افغاني متحدينو لخوا ووژل سول. خو پوښتنه منځ ته راځي چي په دغو ډليزه وژنو کي د امريكا د متحده ايالاتو سرتيرو څه ډول رول لوبولی دی؟


د افغانستان په شمال لوېديځ کي د تر ټولو خونړۍ جګړې ننداره: مزار شريف
ويل كيږي چي كابل د هغه چا دی چي لومړی مزار شريف ونيسي. دغه ښار د ولايت لپاره يو ستر ستراتيژيكي اراښت لري. د دغه منطقې مشهور توپک سالار او په اوسنۍ عبوري اداره کي د دفاع د وزارت دوهم وزير دغه سړی دی: جنرال عبدالرشيد دوستم.
دوستم د يوه ډېر بې رحمه او ظالم په حيث مشهور دی. دی يو دكتاتور دی چي د جګړې په جريان کي د امريكايانو يو ټينګ ملګری او متحد ؤ.


رابرت فوكس (د ستراتيژيكو څېړنو انستيتيوت،لندن):
«امريكايانو فكر كاوه چي د سپتامبر د يولسمې د پيښو وروسته دوستم يوازنی كس ؤ چي و دوی ته يې د پوځي پرمختګ لاري پرانستلاي سواي او دوستم په رښتيا سره هم يوازنی كس ؤ چي مزار شريف يې نيولای سوای. د دوستم پرځای و بل توپک سالار ته لاس وركولو به د امريكا و كمزورو ځواكونه ته ګواښ رامنځ ته كړی وای.»

ريچرډ ډېرل(د متحده ايالاتو د دفاع پخوانی دویم وزير):
« د يو بل سره اړيكي لرونكو ګټو ته سړی بايد په دغسي يو حالت کي توازن وركړي. طبعا به موږ د ملايكو سره وتړاو ته ترجيح وركړې وای خو چي ملايكي نه وې نو مجبوره ؤ چي د شمالي ټلوالې سره مو لاس يو كړی وای. خو بيا هم دغه زموږ وظيفه ده چي د افغانستان سره د بيا رغونې په چارو او د دموكراسۍ په راوستلو کي مرسته وکړو.»


دوستم چي به د خپلو جګړو پلان جوړاوه نو امريكايي سرتيري به يې د مرستي لپاره هميشه تر څنګ ولاړ ول.


رابرت فوكس (د ستراتيژيكو څېړنو انستيتيوت،لندن):
«دوستم يو ډېر ظالم انسان دی چي د تاوتریخوالي له لاري د انصاف او رښتيا پيدا كولو ته معتقد دي.»

جنرال عبدالرشيددوستم:
«هغه څوک چي ملګري ولري نو خامخا دښمنان هم لري او كه څوک ډېرمشهور او نوموتلی وي نو څوک ښه او څوک بد پوري وايي. كه تاسو باور لرئ چي زه يو بد سړئ يم نو ستاسي دغه باور زما د خلکو د باور سره توپير لري.»


دوستم د شمالي ټلوالي سره د قندوز په نيولو کي يو لوی رول ولوبوی.


جنرال عبدلرشيددوستم:
«دوی ته موټر چمتو كړئ او قومندانان درسره بوزي.»


د طالبانو د تسمليمېدو د شرايطو په هکله په خبرو اترو کي د طالبانو وکالت قومندان اميرجان كاوه.


قومندان اميرجان:
«موږ په قلعه جنګي کي په يوه ليدنه كتنه کي چي دوستم، استاد عطا، محقق او نورځايي جنرالان هم پکي حاضر ول برخه واخيستله. امريكايان او برتانويان هم په دغه ملاقات کي حاضر ول. په دغه ملا قات کي موږ پريكړه وكړه چي هر هغه افغان چي وسله کښيږدي هغه كولای سي چي آزادانه و خپل كور ته ستون سي. طبعا د ملا محمد عمر په استثنی. القاعده او نور بهرنيان بايد چي د ملګرو ملتونو په ساتنه کي خپل ځانونه تسليم كړي.»


خو له دې ترمخه چي د پريكړې آخرنۍ بڼه لاسليک سوې وای، ناڅاپه د طالبانو 470 جنګياليو چي زياتره يي بهرنيان ول خپل ځان د هغو ځواكونو څخه بيل كړ چي و تسليمۍ ته چمتو ول. دوی په دې ژمنه چي خپل ځان به هلته تسليم كړي د مزارشريف پر لور حركت وكړ. خو د شمالي ټلوالې مشرانو او د هغوی متحدينو امريكايانو چي له بريد نه ډارېدل و دې حركت ته د شک په سترګه كتل.


د شمالي ټلوالي قومندان:
«دغه ټول بنديان و قلعه جنګي ته ورسوئ. هغه د دوی له پاره تر ټولو خوندي ځای دی.»


د مزار شريف پر څنډه پرته له پخو خښتو څخه جوړه سوې ستره کلا، قلعه جنګي:
د دوستم له خوا د ښار د نيولو څخه وروسته دغه د دوستم قرارګاه سوه. د دې له يوې برخې څخه د امريكايي سرتيرو او سي آی اې د غړو لخوا كار اخيستل كيدی. دلته دوی له بنديانو څخه تفتيش كاوه.


هغه 470 بهرني طالبان چي تسليم سوي ول هغوی د کلا په دغه برخه کي بنديان ول چي وروسته يو يو دباندي راوايستل سول. دوی چي لاسونه يې تر شا ټړلي ول د کلا په منځ کي په اوږدو قطارونو کي و کښېنستلو ته وهڅول سول. په دوی کي چچنيايان، عرب، پاكستانيان او ډير كم افغانان ول.


په دغو بنديانو کي جان واكر ليند امريكايي طالب هم شامل ؤ. هغه د سي آی اې د اجنټانو لخوا په پوښتنو او تحقيق کي د خپل اصلي هويت د پټولو هڅه كوله.


سي آی آې اجنټ:
«ستا ژوند او يا ستا مرګ ستا په خپل لاس کي دی. كه غواړې چي مړ سې نو ته به مړ سې او يا به خپل پاته ټول ژوند په بنديخانه کي تېر كړې. دا ستا خپله خوښه ده! موږ صرف د هغه چا سره مرسته كولای سو چي هغه زموږ سره خبري او همكاري وكړي. يوازي موږ كولای سو چي د سره صليب څخه ستا له پاره د مرستې غوښتنه وكړو. هغه څوک چي زموږ سره د خبرو كولو نه ډډه كوي د هغه سره موږ د هيڅ ډول مرسته نه سو كولای.»


د دغه عكاسۍ نه څه نا څه يو ساعت وروسته د سي آی اې يو اجنټ مړ ؤ. بنديان په پاڅون كولو بريالي سول.


د دوستم جنګيالی:
«له دوی څخه دوه د ځان په خلاصولو کي او د پيره كونكي څخه په وسله اخيستلو کي بريالي سول او زموږ يو ملګري يې وواژه. وروسته دوی پر موږ د لاسي بمونو بريد وكړ او په موږ کي يې ډېر ووژل.»

د دوستم جنګيالی:
«موږ اوس دوی محاصره كړي دي اوس اوس دوی يوازي دوې لاري لري: يا به جنګ كوي او يا به مري. موږ به د دوی څخه هيڅوک ژوندي نه پرېږدو.»


تر دغه وخت پوري برطانيي دغه خبره نه منله چي د دوی پوځي ټولۍ هم په افغانستان کي په عملياتو بوخت دي. خو په دغه عكاسي کي د برتانيې سرتيري ښه پيژندل كيدلای سي چي د ځوابي بريد مشرتابه كوي او امريكايان د دوی په مرسته د هوا له لاري د ځوابي بريد تګلاره ټاكي.


د دغې وسله والې نښتې په دريمه ورځ ټول طالبان مړه ول. له دوی څخه زياتره په داسي حال کي مړه سول چي لاسونه يې تر شا تړلي ول. په دغه وخت کي هيڅوك لا نه ؤ خبر چي د کلا په لاندنيو لارو کي 86 طالبان ژوندي پاته سوي دي. په دوی کي جان والكر ليند هم شامل ؤ. د اسلحه تسليم کولو وروسته د شمالي ټلوالې جنګياليو له دوی څخه پوښتنې ګروېږني وکړې او او بیا يې دوی امریکايانو ته وسپارل.


د شمالي ټلوالي جنګيالی:
«ته د كوم وطن يي؟»

جان واكرليند:
«امريكا!»

د شمالي ټلوالي جنګيالی:
«امريكا؟»

د شمالي ټلوالي جنګيالی:
«په امريكا کي د كوم ځای يې؟»

جان واكر ليند:
«د واشنګټن ډي سي.»


دوستم د بنديانو سره د ښه چال چلن د ژمني كولو لپاره بيا و بنديانو ته راغلی او د كيمرو په مخ کي يې بنديانو ته داسي وويل: «تاسو مه بېرېږئ، هيڅوک به تاسي ونه وژني كړي. موږ تاسو و من المتحد ته وركوو او بيا تاسو پوه سواست او هغه. څوك زخمي دی؟ ښه! بويزه و روغتون ته يې يوسه.»


جان واكرليند د نورو طالبانو په څير د امريكايانو لخوا د تحقيق وروسته و كيوبا ته ولېږل سو.


د يو امريكايي طالب نيونه د ژورنالستانو لپاره يوه ډېره دلچسپه موضوع وه او هغه 7500 طالبان چي په قندوز کي تسليم سوي ول د ډيرو لپاره دغه خبر نور د سر ټکي کېدو ارزښت نه درلود.


يوه بله ډېره ستره کلا چي له قلعه جنګي څخه ډېره ليري نه ده پرته، هغه قلعه زيني ده. هغه پاته بنديان د دې څه تر مخه چي د لويديځ پر لور د شبرغان و بنديخانې ته ولېږل سي و قلعه زيني ته راوړل سول.


د رسمي شميرو پر اساس له 7500 بنديانو څخه صرف 3000 بنديان د شبرغان وبنديخانې ته راورسېدل. دغه خبره قومندان اميرجان كوي، چا چي د طالبانو د تسليمېدو په وخت د طالبانو وكالت كاوه. امير جان حتی دعوای كوي چي په دغه بنديانو کي چي اوس په شبرغان کي بنديان دي، يو لا هم د هغه بنديانو څخه نه دی چي په پيل کي په قندوز کي تسليم سوي ول.


قومندان امير جان:
«اوس يوازي 3015 كسه پاته دي. له دوی څخه زياتره بنديان د دغې سيمي دي. دوی يوازي په دغه ګناه نيول سوي دي چي د دوی ژبه سيميزه ژبه نه بلكه پښتو ده. په فارياب، ميمنه او د سيمي په نورو ولسواليو کي هم زيات پښتانه د القاعده سره د اړيكو درلودلو په تور نيول سوي دي.»


دوستم په شبرغان کي د بنديانو شمير غواړي چي په دې دليل سره تشريح كړي چي د ده په وينا په قندوز کي يوازي 3 او يا 4 زره كسه تسليم سوي ول. خو دی په دې نه دی خبر چي د ده يوه خپل جنرال هم د دغې موضوع په باب يوه مرکه وركړې ده او دغه جنرال پخپله په قلعه زيني کي موجود ؤ.


جنرال عبدل رحمت الله (شمالي ټلواله):
د افغانستان د شمال قندوز څخه بنديان و قلعه زيني ته راوړل سول. شاوخوا 7000 بنديان و قلعه زيني ته راورسېدل چي موږ ورباندي پيره كوله.»

خو هغه په زرګونو بنديان څه سول چي اوس ورک دي؟ د افغاني عاداتو سره سم په سلګونه بهرني طالبان واقعتا خرڅ كړل سول. د مثال په توګه چيچنيايان پر كي جي بي خرڅ كړل سول. هغه اول بنديان چي و قلعه زيني ته راورسيدل لا خوشقسمته ول. دوی د تلاښي وروسته په سر خلاصي لوي موټرو کي و شبرغان ته ولېږل سول. خو ليكن دغه بنديخانه صرف د 600 بنديانو لپاره ځای لري او هلته له اول سره لا د بنديانو د زياتوالي په سبب د پښو ايښودلو ځای نه ؤ.


ژورنالست:
«له دغه ځای څخه بيا تر شبرغانه پوري د بنديانو ترانسپورت په څه ډول ترتيب سوی ؤ؟»

جنرال عبدل رحمت الله (شمالي ټلواله):
«موږ دوی د لويو موټرانو په مرسته انتقال كړل. طبعا د پيرې سره. موږ دوی په سرخلاصو لوی موټرانو کي په دې ترانسپورت كړل ځكه چي موږ سرويس موټر نه درلودل.»


په دغه ټكي کي د تلوېزوني ډلې يو افغان كاركونکی د هغه خبره قطعه کوي او پوښتنه كوي:


ژورنالست:
«د كانټنرانو څه کيسه وه؟»

جنرال عبدل رحمت الله (شمالي ټلواله):
«كانټنر؟ نه نه په هغه باره کي خبري كول ښه نه دي.»

ژورنالست:
«دا خبره خو زموږ تر منځ پاته كيږي.»

جنرال عبدل رحمت الله (شمالي ټلواله):
«بعضي کسان موږ په كانټنرانو کي واچول. په دغه كانټنرانو کي موږ تر مخه لا سوريان جوړكړي ول چي بنديان په اسانۍ سره پکښي ساه واخستلای سي. موږ بنديان په دې په كانټنرانو کي ولېږل ځكه چي موږ ډارېدلو چي دوی ونه تښتيږي.»


خو حقيقت دا دی چي د بنديانو د ترانسپورت له پاره د دوی سره اسانتياوي موجودي وې. د بنديانو يوه برخه په سرخلا صي لوی موټرونو کي و شبرغان ته وليږل سول او په نورو باندي كانټنرونه ډک كړل سول. په قلعه زيني کي په زرګونو بنديانو خپل د انتقال او ترانسپورت انتظار کاوه چي ناڅاپه د پيره دارانو تر منځ د قلعه جنګي د پاڅون خبرونه خپاره سول او دا چي طالبانو په دغه پاڅون کي د دوی ډېر ملګري وژلي ول. د دغو خبرونو د رارسيدلو سره په پيره دارانو کي د بدل اوانتقام اخيستلو اورونه بل سول. دوستم د دغه پيښي تحليل دغسي كوي:


جنرال دوستم:
«د قندوز د طالبانو يو ګروپ او د قلعه جنګي بنديانو پلان درلود چي مزار ونيسي. خو د دوی پلانونه درهم برهم سول او بايد چي ووايم چي دغه پاڅون ډير ګران تمام سو. زموږ له جنګياليو څخه 205 جنګيالي ژوبل سول او 45 مو په شهادت ورسيدل.»


د دغې پيښې وروسته نور د هغو 3000 طالبانو سره چي د شبرغان و بنديخانې ته د انتقال لپاره منتظر ول چا هيڅ زړسوی او رحم نه درلود.


په دغو انځورونو سره كوښښ كيږي چي د اصلي پيښې منظر ترسيم سي.


په ټوله سيمه کي ټول هغه لوی موټران چي كانټنران يي درلودل ضبط كړل سول او موټروانان د وسله والو لخوا مجبوره كړل سول چي د قلعه زيني پر لور حركت وکړي.


موټروان:
«موږ له مزار څخه راغلي ؤ او دلته زموږ موټر ضبط كړل سول او موږ په زور سره و قلعه زيني ته وليږل سوؤ. هلته نور زيات شمېر لوی موټر هم ولاړ ول. د سهار په 2 بجو موږ په قلعه زيني کي په بنديانو كانټنران بارول پيل كړل.»


د قلعه زيني بنديان چي په سرخلاصي لوی موټرو کي له قندوز څخه راوړل سوي ول، اوس د 200 څخه تر 300 کسانو پوري په يو كانټنر کي تخته او و شبرغان ته د لېږلو له پاره چمتو كړل سول. د كانټنرانو د د روازو بندولو څخه 20 دقيقې وروسته بنديانو د ساه بندۍ په حالت کي نعرې وهل پيل كړې.


موټروان:
«ډېره سخته ګرمي وه او بل موږ په هر كانټنر کي له حد څخه زيات کسان تخته كړي ول. له دوی څخه زياتره د هوا د نشته والي له کبله مړه سول.»

ژورنالست:
«په قلعه زيني کي څو كانټنران ول؟»

موټروان:
«د 25 په شاوخوا کي. د بنديانو وضعيت ډېر خراب ؤ ځكه چي دوی ساه نه سوای اخيستلای. وروسته په بنديانو ډک كانټنرانو باندي ډزې وكړل سوې چي په نتيجه کي يې ډير بنديان په دغو ډزو کي ووژل سول.»

موټروان:
«د دوی په امر سره موږ موټران ودرول او ورڅخه کښته سوو. د هغه وروسته جنګياليو پر كانټنرانو ډزې كول پېل كړې. له كانټنرانو څخه وينې رابهيدلې او د ننه څخه د چغارو او نعرو اوازونه راتلل.»


د شمالي ټلوالي يو جنګيالی دغه مني چي په دغه ډول يي بنديان وژلي دي.


د شمالي ټلوالي يو جنګيالي:
«د دې له پاره چي بنديان ساه واخستلای سي ما پر كانټنر باندي چي له بنديانو ډک ؤ ډزي وكړې او ډېر بنديان مړه او ژوبل سول.»

ژونالست:
نو تا ولي پر كانټنر ډزې وكړې؟ تا د چا په امر دغه كار وکړ؟

د شمالي ټلوالي يو جنګيالي:
«زما قومندان پر ما امر وکړ چي د كانټنر په مينځ کي ډزي وكړم. او دغه ؤ چي ډير بنديان مړه سول.»


خو د دغه عمل مقصد انسانيت او زړسوی نه ؤ. د دې پر ځای چي سرتيري د كانټنرانو پر لوړو برخو او سر باندي ډزي وكړي دوی د كانټنرانو په لا ندنيو او منځنيو برخو ډزي وكړې او ډير بنديان چي په كانټنرانو کي په باندنۍ څنډو ولاړ ول ووژل.

دغه خبره هيڅ د باور وړ نه ده چي د بنديانو و شبرغان ته سلامت رسولو اراده دي موجوده اوسېدلې وي. د شبرغان بندي خانه له ترمخه لا تر څنډي ډكه وه او هغه بنديان چي په دغه بندي خانه کي تر مخه لا موجود ول د هغو سره د امريكايانو برخورد ښه نه ؤ. بنديانو و دې ته زړه نه ښه كاوه چي د دوی سره د امريكايانو د وضعيت په هکله خبري وكړي او په زياته چي به پيره داران نژدې ولاړ ول. خو برسېره د دې يو بندي طالب چي هم د تسليمۍ په وخت کي عكاسي سوي ؤ، و دې ته چمتو سو چه خبري وكړي. په دغه وخت کي پيره داران څه ليري ول.

پاكستاني طالب:
«امريكايان په بن لادن پسي ګرځېد او موږ يې مجبوره كولو چي د القاعدې په هکله معلومات ورکړو. خو موږ نه په القاعده او نه په بن لادن خبر ډ.زموږ ډېر ملګري يې و كيوبا ته ولېږل. امريكايانو موږ وهلو او ټكولو، موږ يې ډارولو او ګواښونه يي کول. دوی غوښتل چي په موږ اقرارونه وكړي.»


دشمالي ټلوالي يو چارواكۍ چي هلته پخپله موجود ؤ، دغه خبره تائيدوي.


د شمالي ټلوالي يو چارواكی:
«د دوی ږيري او د سر وريښتان و خريل سول. په دوی کي زياتره عرب ول. كله به يی دوی د خپل ساعت تيري لپاره راوايستل او د وهلو ټكولو نه وروسته به يې بيرته راولېږل. بعضي هيڅ بيرته نه راغلل او له تلو سره به ورک سول. زه يې شاهد يم.»

د شمالي ټلوالي يو جنګيالي:
«د بعضو بنديانو مغزي يې ورمات كړل او نور يې ډېر بېرحمه وهل ټكول. بنديانو به چغاري نعرې وهلې او هيڅ چا به سر نه پسي ګرځاوه.»


ژورنالست:
«او دا تا په خپلو سترګو ليدلي دي؟»

د شمالي ټلوالي يو جنګيالي:
«بلې هو!»


ژر مړه كيدل به د هغو بنديانو لپاره چي په كانټنرانو كي ول يو غنيمت وای. خو ډېر هغه كانټنران چي له بنديانو ډک ول په څو څو ورځي په دښت کي ولاړ ول او پسله ډيره وخته و شبرغان ته راوړل سول. هغه بنديان چي له كانټنرانو څخه ژوندي پاته سوي دي راپورونه وركوي چي دوی په داسي حالت کي چي تږي او نا امېده ول يو د بل د جلد نه به يې خولې څټلې او حتي چي دوی د تندي او د مائعاتو په نا اميده تلاښ کي يو په بل غاښونه لګول.

پنتاګون تر اوسه د دغه منلو نه ډه ډه كوي چي دوی د كانټنرانو په ترانسپورت خبر ول.


موټروان:
«امريكايانو پيره كوله.»

ژورنالست:
«ايا دوی د بنديخانې په ديوالونو او كه په دروازو ولاړ ول؟»

موټروان:
«دوی په دروازو چيري چي بنديان ول پيره كوله. كوم وخت چي موږ و شبرغان ته ورسيدلو نو هلته هغه امريكايان او د شمالي ټلوالې سرتيرو چي پيره يې كوله، بنديان له كانټنرانو څخه راوايستل.»

ژورنالست:
«دامريكايانو شمير څو ؤ؟»

موټروان:
«د 150 او 160 په شاوخوا كي به ول. موږ دوی نه دي شمېرلي.»

ژورنالست:
«امريكايانو په بنديخانه کي څه كول؟»
موټروان:
«دوی به طبعا د بنديخانې د امنيت وظيفه پرمخ بېوله. هلته ډير امريكايان ول او دوی يونيفارم اغوستی ؤ.»


هغه وخت چي كانټنران خلاص كړل سول نو د خونړيتوب وضعه يې څرګنده سوه. يو جنګيالی چي د افغانستان څخه و پاكستان ته په تښتېدلو کي بريالی سوی ؤ، دغه حالت د يوې پاكستاني ورځپاڼې سره په يوه انټرويو کي داسي بيانوي:

«هغه بوی به زما د ژوند تر اخره پوري نه سي هېر. هغه بوی دېر منحوسه بوی ؤ. هلته د ګندګي، بولو يا متياجو، خولو،استفراق، وينو او بدتره د ورستو غوښو بد بوی ؤ. د هغه بد بوی دانسان نه هر هغه نور بويونه چي چا په ژوند کي تر دي تر مخه پيژندل هېرول.»

لس ورځي پرله پسې سره صليب ناكامه هڅې وكړې چي و بنديخانې ته ورپرېښول سي. سور صليب په دې دليل دننه نه پرېښودل سو چي امريكايي سرتيري هلته په كار بوخت دي.

په شبرغان کي د امريكايانو شتون دغه انځورنه ثابتوي. دغه انځور د 2001 عيسوي كال د دسامبر په اوله نېټه اخيستل سوی دی. دغه هغه وخت دی چي و شبرغان ته كانټنرونه راورسېدل.

شاهدان وايي چي امريكايانو د مړو پيژندنه كوله او وروسته امريكايانو په افغان سرتيرو امر وكړ چي مړي له بنديخانې څخه ليري كړي. پنتاګون د دغه تورونو په باب هيڅ ځواب نه وايي.


رابرت فوكس (د ستراتيژيكو څېړنو انستيتيوت،لندن):
«د مړو پېژندنه يو ډېر مهم كار ؤ ځكه چي امريكايان ناقراره د القاعده په باب په معلوماتو پسي ګرځېدل. دوی په لومړي سر کي د دغه كار و مغلقوالي او پراخوالې ته سم فکر نه ووكړي او نو ځكه په داسي يو حالت کي انساني زړسوی ځای نه درلود.»


هغه څوک چي لا ژوندي ول په بنديخانه کي واچول سول او څوک چي مړه ول هغه بيرته و كانټنر ته وغورځول سول. خو ټوله نه ول مړه. بعضي سخت ژوبل سوي ول او بعضي د غير انساني ترانسپورت په نتيجه کي بېهوښه سوي ول. خو بيا هم دغه زخميان و مړو ته وروغوځول سول.

د دشت ليلي دښت:
دغه دښت د شبرغان څخه د لسو دقيقو په مزل ليري دی. دلته دوه موټروانان موږ ته هغه ځايونه راښيي چي دوی له كانټنرانو څخه مړي پکښي کښته كړي ول.


موټروان:
«بعضي طالبان ټپي ول او نور ډيركمزوره او يا بېهوښه ول. موږ دوی دلته و دشت ليلي ته راوستل او دلته دوی په ډزو ووژل سول. هلته هلته او هلته هم دوی وويشتل سول.»

موټروان2:
«دوی زما په لوی موټر باندي يو كانټنر كښېښود او بيا ما بنديان له قلعه زيني څخه و شبرغان ته راوړل او د هغه څخه وروسته موږ دوی و دشت ليلي ته راوړل چيري چي دوی د سرتيرو لخوا په ډزو ووژل سول. ما په خپل موټر څلور پيرې وكړې.»

هغه ځايونه چيري چي ډېر مړي ښخ دي په دې نخښه څرګنديږي چي هلته د مځكي سطحه د يوې كوچني غونډۍ په څېر ډېره راپورته ده. د انسانانو هډوكي، ټكران او ګودړي چي پر بعضو د پاكستانۍ كارخانو ټاپې باندي وهل سوي دي هغه يوازني پاته نخښې دي چي له ښخ سوو بنديانو څخه پاته دي.


ژورنالست:
«د هغو كسانو شمير څو وو چي تاسو ترانسپورت كړل؟»

موټروان:
«په يوه پيره کي د 140 څخه تر 150 كسانو پوري.»

ژورنالست:
«ايا تاسو بنديان دلته راوړل؟»

موټروان:
«بلې هو!»

ژورنالست:
«د هغو سره څه وسول؟»

موټروان:
«هغوی دلته په ډزو وويشتل سول.»

ژورنالست:
«ايا په دوی کي ژوندي هم ول؟»

موټروان:
«بعضي هو! بعضي ټپي ول او نور بې سده ول.»

ژورنالست:
«هغه وخت چي تاسو بنديان دلته راوړل نو ايا امريكايان هم حاضر ول؟»

موټروان:
«بلې هو! امريكايان هم ول.»

ژورنالست:
«دلته په دشت ليلي کي؟»

موټروان:
«بلې هو دلته.»

ژورنالست:
«د دوی شمېر څو ؤ؟»

موټروان:
«ډېر، د 30 او 40 په شاوخوا كي. په اولو دو پيرو کي دوی هم ول خو په وروستنۍ دوو پيرو کي ما دوی نه دي ليدلي.»


كه امريكايي سرتېري په شبرغان کي د دوی په كړو باندي د پرده اچولو كوښښ وكړي نو دا به د جنګ و جنايت ته ورته كار وي. كه دوی د ډليزو وژنو په وخت حاضر اوسيدلي وي او د دغه د مخنوي كوښښ يې نه وي كړی نو دغه يقينا يو جنايت دی. دغه د امريكا په قانون هم يو جنايت دی. ايا امريكايان كولای سي چي په دغه دليل چي دوی له مسؤلينو څخه نه ول، خپل ځان بېګناه ثابت كړي؟ اناريو مېكانتي چي د بشري حقوقو يو قانون پوه دی په نړۍ کي يې د ډيرو دغسي قضيو په حل کي چي د بشر حقوق پکښي تر پښو لاندي سوي ول ونډه اخيستې ده. دی هم اوس دافغانستان د دغه پېښې د نخښو كتني كوي.

اناريو مكانتې :
«د امريكا متحده ايالات بايد چي په افغانستان کي د خپلو ځانګړو سرتيرو وظيفه دقيقه څرګنده او د كار كولو او اختيار پولي يې وښيي.امريكا همدارنګه بايد د دې ځواب ووايي چي ايا افغاني سرتيري د امريكايي ځواكونو تر امر لا ندي ول.»

رابرت فوكس (د ستراتيژيكو څېړنو انستيتيوت،لندن):
«امريكايي ځواكونو به هيڅكله د افغانانو څخه امرونه نه وای اخيستي. او په دې دليل دوی د امنيت مسؤله ول او همدارنګه د هر هغه څه لپاره امريكايي سرتيري مسؤله دي چي د دوی په حضور کي پيښ سوي وي.»

اناريو مكانتي:
«دا يوه څرګنده خبره ده. د ډليزقبرونو عكاسي او همدارنګه د شاهدانو شاهدي وجود لري او بايد چي د مسؤلو چارواكو د كتونواو تحقيق سبب وګرځي او دا كه امريكايي، افغاني اونوري نړيوالې ادارې وي. بايد چي د ښخ سوو جسدونو كتنه د ډاكټرانو لخوا وسي چي د مړو پېژندنه او د مرګ وجوهات يي تثبيت سي. دغه د وژل سوو د كورنيو حق دی ولي چي د وژلو وروسته د مقتولينو جسدونه ورک سوي دي.»


پنټاګون و سوالونو ته د جواب وركولو او زموږ سره د دې موضوع په هکله څو څو ځله د مركې كولو نه انكار كړی دی. خو د امريكا د باندني وزارت يو وياند وويل چي كه كتنې هم منځ ته راځي نو هغه به په دغو تحقيقاتو کي د افغانانو چال چلن څاري او نه د امريكايي ځواكونو.


فيليف رېكر( د امريكا دباندني وزارت وياند):
«موږ په افغانستان کي د خپل سفارت نه هم هغه معلومات تر لاسه كړي چي اوس په رسنيو کي هم ورباندي بحث كيږي او په زياته بيا د بشري حقوقو تر پښې لاندي كولو او د جنګي جناياتو په هکله. موږ د افغاني چارواكو پام د دغو سرغړونو د تفتيش و اهميت ته وراړولی دی.»

د افغانستان څخه خبرداری راغي چي كوښښونه روان دي چي مړي او دارنګه ثبوتونه له منځه يووړل سي او دغه ؤ چي دغه فلم د اروپا په پارلمان كي وښودل سو. د هغه وروسته د بروکسل د فشار راوړلو له کبله د ملګري ملتونو سازمان دې ته چمتو سو چي د دشت ليلي د قبرونو تحفظ وكړي. د 2002 عيسوي كال په دوبي کي د بشري حقونو يوې ټولني د درو مړو كتنه كړي وه او نتيجه يې دا وه: د مرګ وجه سا بندي. ژمنه سوې ده چي د 2003 عيسوي كال په سر کي به د ملګرو ملتونو لخوا د دغه پېښي رسمي كتنه كيږي.

اندريو مېكانتي:
« نړيواله ادارې د شاهدانو دغه خبره تائيدوي چي ګواکي دلته د 2000 څخه تر 2500 پوري مړي ښخ دي.»

ژورنالست:
«ايا دغه خبره د رسمي مقاماتو لخوا تائيديږي؟»

اندريو مېكانتي:
«بلې هو. دغه منبعي ډيري د باور وړ دي خو نوم يه اوس لا بايد چي نه واخيستل سي.»


دغه ډلييز قبر څه ناڅه 1000 مربع متر لوی دی.


اندريو مېكانتي:
«دلته چي ما مشاهدات وكړل نو زه و دې نتيجې ته ورسېدم چي هغه څه چي ما تر اوسه د دغه قبرونو په هکله اوريدلي ول، هغه ټول رشتيا ول. دلته په ډبونو کي مړي او د كالو ټوټې پرتې دي. د قبرونه اړخ ته د مردكو واړه واړه ډبونه دي چي كيدلاي سى چي د بنديانو د په ډزو ويشتلو د وخت نه دلته پاته وي او دلته هر چيري د كارتوسو خالي تُلۍ پرتې دي. دلته د ثبوتونو د په له مينځه وړلو کي سُستي سوې ده. امريكايانو بايد چي ليدلي وای چي دلته لوی ډلييز قبرونه كيندل کيدل، او كانټنران راتلل، او دا چي دغه سيمه څو ورځي د تګ راتګ لپاره بنده كړل سوې وه. دغه به خامخا دوی ليدلي وي. د دوی هر څه تر كنترول لا ندي ول او دوی د امر په لړۍ کي تر ټولو هسک مقام درلود. دوی په خبر ول چي دلته څه پېښږي او يا بايد دوی په دې ځان خبر كړی وای. دوی كولای سوای چي د دغه جنايت مخه ونيسي.»

 

دوستم وويل چي دی د يو كتونكي او ددغه پيښې څارونكي كميسون او د هغه د كار كولو سره څه مخالفت نه لري خو يو تكليف موجود دی او هغه دا چي دی د دوی د امنيت نيولو ژمنه نه سي كولاي.

 

مانوېل ګيګانتې (ملګري ملتونه،كابل):
«موږ لا موده مخكي د ځايي مشرانو سره د تحقيقاتو كولو په هکله خبري وكړې. دوی د تحقيقاتو په كار کي زموږ سره د همكارۍ له پاره چمتووالی وښود او كوم وخت چي موږ د دوی څخه د تحقيقاتو او شاهدانو د امنيت په هکله پوښتنه وكړه نو دوی په جواب کي وويل چي دوی د هغو 100 فيصدي امنيت نه سي تضمينولای.»

د افغانستان په شمال کي هيڅ امنيت نسته او په زیاته بيا د هغه چا لپاره چي د واكمنو چال چلن څاري. د تلوېزوني ډلې يو افغان كاركونكي نجيب الله قريشي د قلعه زيني، شبرغان او دشت ليلي د پېښو په هکله اثباتونكي فلمي مواد ليدلي دې. و هغه ته يو يو نيم ساعته فلم وښودل سو. په دغه فلم کي ښودل كيږي چي د دوستم سرتيري د بنديانو په كانټنرانو باندي ډزي كوي او دغه فلم هم ښيي چي په شبرغان کي له كانټنرانو څخه په داسي حال کي چي امريكايان هم ولاړ دي د بنديانو مړي راايستل كيږي او په دشت ليلي کي د ډليزو وژونو عكاسي هم په دغه فلم کي ښودل كيږي او دلته هم امريكايي سرتيري ولاړ دي او د ژغورني هيڅ هلي ځلي نه كوي. نجيب الله قريشي او د دغه فلم درلودونكي د دغه فلم په قيمت سره موافق سوي ول. نجيب الله قريشي د فلم د په لاس راوړلو له پاره د مزار شريف د ښار څخه دباندي ستون سو او د يوي ورځي تيرولو برسېره بيرته نه راغلی.

نجيب الله قريشي :
«زما سره يوه تشه ويديويي فيته وه او ما د فلم كاپي كول پيل كړه. د يوې نيمي دقيقې وروسته په فلم کي وښودل سول چي څرنګه په كانټنرانو کي طالبان اچول كيدل او بيا څرنګه په دغو كانټنرانو ډزي وكړل سوې. ناڅاپه و كوټې ته يو چاغ او دوه نور سړيان راننوتل. يو يې مسلح وو. هغه چا چي پر ما فلم خرڅاوه هغه ما ته هغه چاغ سړی په خپل ورور معرفي كړ. خو هغه و ده ته په ښكنځلو كولو پېل وكړ چي ولي دی پر ما دغه فلم خرڅوي. د هغه وروسته درو سرو زما په وهلو او ټكولو پېل وكړ. زه يې په څو څو ځله پر سر باندي ووهلم او زه بېسده سوم.»


نجيب الله قريشي ته ورپياد دي چي دی په يو موټر کي چيري وړل كيدی او دا چي دی پر لاري ژر ژربېسده كيدي. لكه چي د ده اختطاف كوونكو غوښتل چي دی ل منځه يوسي.


نجيب الله قريشي:
«يوه ويل چي دلته يو چيري يو زوړ څاه دی. بيا زه د موټر نه باهر كړل شوم او هلته يو بل موټر هم راغلی. دوی بيا په ما ګزارونه كول پېل كړل. زه بيا بېسده سوم او نور نه يم پوهېدلي چي څه پېښه سوه. چي زه تر سد راغلم نو زه په خپل كور کي وم.»

دغه معلومه نه ده خو كيدلاي سي چي په هغه بل موټر کي داسي څوک ؤ چي نجيب الله قريشي يې پېژندی او وروسته يې هغه ته نجات وركړی وي.

نجيب الله قريشي:
«په فلم کي ډيري حيرانوونكي منظرې وې.»


ايا دغه فلم د دوستم له پاره د ژوند يو تضمين دی؟ ايا دغه امكان لري چي دوستم د دغه فلم په مرسته امريكايان ‌ډاروي چي كه زه د جنګي جناياتو په تور محكمه كېږم نو امريكايان به هم راسره محكمه كيږي؟


ژزرنالست:
«ايا په دغه فلم کي امريكايي سرتېري هم ښكاره كيدل؟»

نجيب الله قريشي:
«ما د شبرغان په بنديخانه کي ډېر امريكايان وليدل. دوی په دغه فلم کي ښه پېژندل كېدل. دوی د كانټنرانو د خلاصولو په وخت کي هلته ولاړ دي. دوی په نورو ډيرو دغسي صحنو کي هم ښكاره كيږي. يو څو امريكايان په دشت ليلي کي هم ښكاره كيږي.»


نجيب الله قريشي وروسته د خپل فاميل سره و خارج ته راوستل سو. كه بېطرفه كتنې او څارنې ونه سي نو د هغه هڅي او زيار به بېځايه تللی وي.


که څه چي پنټاګون تر اوسه پوري د دغې پېښي په باره کي د هر ډول مركو وركولو څخه انكار كړی دی خو بيا هم څه معلو مات شته دي. د افغانستان لپاره د سنترل كمانډ يو كرنل ريک تامس د 2002 كال د جولای په مياشت کي داسي وويل: چي ګواکي يوه داخلي پلټنه منځ ته راغلي ده او د هغه په رڼا كي معلومه سوې ده چي د شبرغان او دشت ليلي په پيښو کي امريكايي سرتېرو نه هېڅ ونډه درلودلې او نه يې كوم دغسي شي تر سترګو سوی د. خو نوموړي لنډ وخت ترمخه دا خبره ومنله چي دغه پلټنه و امريكا ته د بيرته ستانه سوو څو سرتېرو څخه د څو لنډو پوښتنو په مرسته تر سره سوې ده.

خو په كابل کي اميد سته. داسي ښكاري چي په كابل کي چارواكي غواړي چي داسي يوه لاره خپله كړي له کومي څخه چي امريکا ډاريږي.


ژورنالست:
«ايا حكومت به د جناياتو د اثباتېدلو وروسته جنرال دوستم محكمه كوي؟

تاج محمد وردك ( د افغانستان دكورنۍ چارو وزير):
«كه پلټونکي ودي نتيجې ته ورسيږي چي جنايات سوي دي نو د افغانستان حكومت به دغه جنايات و محكمې ته وړاندي كړي.»

ژورنالست:
«يوه محكمه؟»

تاج محمد وردك ( د افغانستان دكورنۍ چارو وزير):
«بلې هو!»

ژورنالست:
«ايا ته به دوستم هم محكمه كړې؟»

تاج محمد وردك ( د افغانستان دكورنۍ چارو وزير):
«هو!»

که څه چي د افغانستان حكومت ښه نيت ښيي خو د افغانستان د يو زورور قومندان چي هم د دفاع د وزارت دوهم وزير دی هيڅكله و نسي كړاي چي محكمه يې كړي. حكومت له كابل څخه دباندي هېڅ واک نه لري. د پلټنو لپاره حكومت د امريكايانو و مرستې ته اړ دی او امريكايان د دوستم ټينګ متحدين دي. داسي ښكاري چي د امريكا حكومت په هر امكان كوښښ كوي چي د دغه پېښي په پلټنه کي د هر ډول خنډونه واچوي. د پنتا ګون څخه بعضي انتقاد كونكي كسان وايي چي يو څو ډير واکمن کسان په مخفي کي كوښښونه كوي چي دغه پېښي نوري ونه پلټل سي. خو د کېمرې مخي ته د دغې خبري کولو ته څوک چمتو نه ؤ. خو په واشنګټن کي اخلاقي او سياسي فشارونه مخ پر زياپېدو دي.

ژورنالست:
«دغو بنديانو ځان تسليم كړي ؤ؟»

ريچرډ ډېرل(د متحده ايالاتو د دفاع پخوانی دویم وزير):
«هو!»

ژورنالست:
«دوي بې وسلې ول؟»

ريچرډ ډېرل(د متحده ايالاتو د دفاع پخوانی دویم وزير):
«هو»

ژورنالست:
«او بيا دوی و دښت ته يووړل سول او هلته ووژل سول.»

ريچرډ ډېرل(د متحده ايالاتو د دفاع پخوانی دویم وزير):
«دا به يو ډېر جدي تور وي. موږ به هيڅكله دغسي يو جنايت ښه و نه بولو.»

ژورنالست:
«ايا دغه د هغو سرتېرو لخوا هم يو جنايت دی چي د بنديانو د وژولو په وخت کي هلته ولاړ ول؟»

ريچرډ ډېرل(د متحده ايالاتو د دفاع پخوانی دویم وزير):
«هو!»

ژورنالست:
«ايا دغه به د يوې پلټنې كولو لپاره كفايت وکړي؟»

ريچرډ ډېرل(د متحده ايالاتو د دفاع پخوانی دویم وزير):
«بالکل!»

ژورنالست:
«ايا ته خپله د دغسي يوې پلټنې طرفدار يې؟»

ريچرډ ډېرل(د متحده ايالاتو د دفاع پخوانی دویم وزير):
«بلې هو! كه د رښتيا ثبوت وجود ولري چي امريكايان د بنديانو د وژنې پر وخت موجود ول نو بيا بايد چي خامخا پلټنې او تحقيق وسي.»

اندريو مكانتې:
«د 11 سپتامبر وروسته و هري خوا ته نعرې خپرې سوي چي جنايتكاران بايد چي وموندل سي او سزا ورته وركول سي. خو څوک بايد دوه مخيتوب ونه کړي. كه موږ په پرديو هيوادونو کي جنايت كاران پيدا كوو او و خپل هيواد ته د راوستلو سره سم يې محكمه كوو، نو ښه دی او كه زموږ خپل سرتېري په جناياتو کي لاس ولري او موږ يې پرده وكړو نو دا خو امكان نه لري او ډېر بد كار به وي.»

د دغه فلم دوه په سترګو حال ليدونكي شاهدان يو څو ورځي تر مخه ووژل سول او نور شاهدان چي په هغوی کي داسي كسان هم شامل ول چي د دغه فلم په جوړولو کي يي ګرسره برخه نه وه اخيسته هم بنديان او وهل ټكول سوي دي. دغه يو ډير ضروري او عاجل كار دی چي په افغانستان کي د ډليزو وژنو د شاهدانو تحفظ وسي.

نجيب الله قريشي ته د 2001 عيسوي كال په اكتوبر کي د دغه فلم د جوړوني په هلو ځلو کي د پراخې برخې اخيستلو په بدل کي د برتانيي د ورځپاڼو يو ډير نامتو او مشهوره جايزه وركړل سوه.

ـــ د ژباړي پای ـــ

د فلم اصلي نوم په انګريزي ژبه:
Afghan Massacre The Convoy of Death
د فلم جوړونکی:
Jamie Doran
د دغه فلم د انګرېزي بڼي د کتلو له پاره لاندني لينک ته مراجعه وکړئ:
https://archive.org/details/afghan-massacre-the-convoy-of-death

پر دغه موضوع په ويکيپيديا کي هم په انګرېزي ژبه مطلب لوستلای سئ:
https://en.wikipedia.org/wiki/Afghan_Massacre:_The_Convoy_of_Death

 

د ماشومانو د منظوم او منثور نکلونو وېبپاڼه
www.kochnai.com

د کوچنی ټکی کام د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2ppNEpJ

د احمدولي اڅکزي د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc

د ماشومانو له پاره د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2tfIG1u

د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO

د تکراري سوالونو جوابونه
FAQ http://bit.ly/1IZm3uV

د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v۲۴

وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw

د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U

«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

Loading...
Loading...