Close

د امريکا، روسيې، عربو او ګاونډي هيوادونو آسانه اقامې

source of image: http://www.travelstart.com.ng/blog/wp-content/uploads/2017/12/apply-us-visa.jpg

 يو شناخته مي راته وويل چي افغانان بايد د سولې په تړاو د هيلو روزلو پر ځای د امريکا، روسيې، عربو او ګاونډي هيوادونو له پاره د آسانه اقامو غوښتونکي سي. جګړه صرف هغه څوک بندولای سي چي تميولوي يې.
ما ويل نو د اقامو سره د دې څه تړاو؟
ويل ولسي افغانان له پېړيو راهيسي بې وزله دي او هيڅکله په نس نه دي ماړه سوي، نو هغه څوک چي توره، توپک او جنګيالي لري له خپله جېبه دغه سياسي او وسله واله «مبارزه» پر مخ نه سي بېولای بلکه هميشه د امريکې، روسيې، عربي هيوادونو او يا ګاونډي هيوادونو په مرستو لارښوونو او معاشونو دا کار کوي.
ما ويل نو د اقامو سره د دې څه تړاو؟
ويل د اجيرو سياسيونو او جنګسالارانو پر ځای بايد هغه څوک د سولې له پاره خپل تر منځ سره کښيني چي دغو اجيرو ته اُجورې او امکانات برابروي. هغه ويل د قطر، ماسکو، تهران او اسلام آباد په غونډو نه رغيږي چي هر يو غواړي د هغه بل له خولې د «سولې مړۍ» وباسي. بلکه بايد چي جلالت مآبان ترمپ، پوتين، خان، خامنه اي و کذالک په ښکاره په کابل کي سره کښيني او سرنوشت وټاکي.
ما ويل نو د اقامو سره د دې څه تړاو؟
ويل خپله فکر پر وکړه سړيه، په هر څه خو دي نو زه نه سم پوهولای. 

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۹ کال د جون ۲۲مه نېټه

 

د ماشومانو د منظوم او منثور نکلونو وېبپاڼه
www.kochnai.com

د کوچنی ټکی کام د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2ppNEpJ

د احمدولي اڅکزي د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc

د ماشومانو له پاره د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2tfIG1u

د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO

د تکراري سوالونو جوابونه
FAQ http://bit.ly/1IZm3uV

د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v۲۴

وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw

د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U

«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

Loading...
Loading...