Close

پروډیوسري ډېره تجربه، لوړه پوهه اودروند مسؤلیت لري

 له طلوع افغان او محمد ابراهیم سپېڅلي څخه په مننه!

احمدولي اڅکزی په ( ۱۹۸۱) عیسوي کال په کندهارکي زیږېدلی دی. نوموړی د حاجي شاولي خان اڅکزي زوی د پښتو او پاړسي ژبو د شاعر مرزا محمد ايوب خان لمسی او د غازي مېداد خان اڅکزي کړوسی دی.
ده، لومړی لس کاله په دیني زده کړو کي تیر کړي او بیايې تر لسم ټولګي پوري د سویلي پښتونخوا په کوټه ښارکي درس ویلی دی، وروسته يې پلار د لوړو زده کړو لپاره المان ته واستوی او هلته يې له دولسم ټولګي وروسته د ساختماني انجنیرۍ په څانګه کي د لیسانس سند هم اخیست.

احمد ولي اڅکزي په ( ۲۰۰۲) عیسوی کال کي له المان ږغ راډیو(دویچه ویله) سره د پښتو او وروسته په دري،انګریزي، الماني او اردو څانګو کي د خبریال په توګه کار شروع کړ. اڅکزی د خپلې مورنۍ ژبې پښتو تر څنگ په انگريزي، الماني، اردو، روسي او پاړسي ژبوهم خبري کولاي او څه ناڅه په هسپانياوي، سانسکرېټ او پنجابي ژبو هم پوهيږي. دوې شعري ټولګي پښتو مثنوي او پښتو قصص الانبیاء يې خپرې سوي دي. دامهال له نورو همکارانو سره د ( پارچې ) په نامه د ساختمانۍ یوه اداره هم چلوي.

خبريالۍ له پیل سره سم يې په انټرنیټ کي د ( قاموسونو ټکی کام ) بنسټ کښېښود. په دې پاڼه کي د ( ۴۲) قاموسونو ترڅنګ په زرهاو پښتو لنډۍ هم خوندی سوي دي. خپله يې هم ځیني قاموسونه لیکلي، چي ځینی په کتابي او انلاین بڼه خپاره سوي دي. ښاغلی اڅکزی د ( کوچني ډاټ کام ) په نامه د کوچنیانو لپاره د ادبیاتو او لنډو کیسو یوه پاڼه هم چلوي. تر ډېره د خپرونو پروډیوسر پاته سوی او ځیني وخت د خپل پرودکشن په ویندويی هم تیرسوی دی.

له نن څخه نولس کاله ترمخه ( ۲۰۰۰) عیسوي کال کي، چي په اول وار په پښتو ژبه د انټرنیټ پاڼي جوړي سوې، نو زموږ ددې اوونۍ مطبوعاتي څیرې لیکني ورته کولې او دده په خبره غوښتل يې، چي له دې لاري د حق ږغ پورته کړي، خو وروسته يې ژورناليزم د تحصيل او عامه ګټي د خپلو پروژو د مصارفو د پوره کولو له پاره د معاش ذريعه هم وګرځېده. « د ژورنالیزم په برخه کي ځانګړی ایډیال نه لرم، خواغلې ډاکټره مریم وکیلي، چي په ژرونالیزم کي يې تردوکتورا پوري زده کړي دي زما سره ډېره مرسته کړې او هغه د چا خبره د ژورنالیزم پرلاريې بلد کړی یم.» نوموړی زیاتوي، ددې ترڅنګ د ژورنالیزم په اړه هم مطالعه کوي او هم يې په دې وروستیو کي د «چټک، ارزانه، خو بې کفايته ژورناليزم» تر عنوان لاندي یوه اوږدهانتقادي لړۍ روانه کړې، چي لا تراوسه هم په انټرنیټ کي خپریږي او زیات لوستونکي لري.

د طلوع افغان جریدې ددې اوونۍ مطبوعاتي څېره د خپلو ډیرو مطبوعاتي او ادبي خدمتونو له امله د اروپا په بیلا بيلو هيوادونو کي څو ځله د افغانانو د کلتوري ټولنو له خوا، په کوټه کي د پښتو اکاډمۍ له خوا، د خيبر پښتونخوا د پاچا خان پوهنتون له خوا او په همدې شان د څو نورو مرجعو له خوا ستاينليکونه ورکول سوي دي. د مطبوعاتي خاطرو په لړکي احمد ولي اڅکزي د یوې پوښتني پرمهال داسي راته وویل: « له افغانستان څخه يوه ماشومه چي په جګړه کي يې پښه سخته ژوبل سوې وه، آلمان ته بېله مور او پلاره راوستل سوې وه. په آلمان کي د څو کاله وخت تېرولو او درملنې وروسته هغې نه غوښتل بېرته خپل مور او پلار ته ولاړه سي او غوښتل يې د آلماني مراقبت کوونکي کورنۍ سره پاته سي. هغه وخت مي پر دغه موضوع يو راپور جوړ کړ چي تر زيات وخت پوري مي په دغه موضوع ذهن مصروف ؤ او نه مي هیریږي.»

د(وياند) د تعریف په اړه ښاغلي احمدولي اڅکزی وايي، عموما هغه کس ویاند بلل کیږي، چي د يو يا زياتو نورو کسانو له خوا چمتو کړل سوي مواد په ښه توګه د وړاندي کولو دنده په غاړه لري، البته زيات وخت يو وياند پخپله د خپلو موادو وړاندي کوونکی هم وي، خو پروديوسري که د يو ځانګړي مطلب يا راپور پروديوسري وي او که د بشپړه خپرونې او يا حتی د خپرونو د مجموعې، دده په فکر لا زياتي تجربې او پوهي ته اړتيا لري او مسؤليت يې هم زيات وي. اڅکزی د مطبوعاتو اوسني حالت ته په کتو سره وايي: « اکثره مطبوعات هغسي لکه په تيوري کي چي يې لولو، بې طرفه او ناپېيلي نه دي. هغه مطبوعات چي موږ تاسو يې عموما پېژنو، د اقتصادي او سياسي تړاوونو، ليوالتياؤ او وابستګيو تر سيوري لاندي خپل کار ته ادامه ورکوي. هغه سپېڅلی تعريف لکه په کتابونو او تيوري کي چي يې لولو، زما په فکر په حقيقت کي يا خو نسته او يا کمزوره دی. خو د دې معنی دا نه چي څوک و ايډيال ژورناليزم او د مطبوعاتو د کار ايډيال بڼې ته د رسېدو هڅه ونه کړي.»

دی زیاتوي لویه مطبوعاتي هیله يې داده، چي داسي مطبوعات زيات سي چي د حکومتونو، دولتي ارګانونو او په همدې شان د سياسي و اقتصادي ډلو له وابستګيو څخه خلاص وي.
۲۰ – ۰۷ – ۲۰۱۹

 

د ماشومانو د منظوم او منثور نکلونو وېبپاڼه
www.kochnai.com

د کوچنی ټکی کام د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2ppNEpJ

د احمدولي اڅکزي د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc

د ماشومانو له پاره د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2tfIG1u

د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO

د تکراري سوالونو جوابونه
FAQ http://bit.ly/1IZm3uV

د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v۲۴

وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw

د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U

«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

Loading...
Loading...