Close

رايه هو، خو د تنقيد سره مل

وينم چي زما په شان عام انسانان هم اوس يو له بل څخه پوښتنه کوي چي د ولسمشرۍ له پاره د کانديدو کسانو په کومه ډله کي يې؟ په خپل ځان کي دا پوښتنه بې معنی ده. بايد څوک پوښتنه وکړي چي چا ته رايه ورکوې؟ يا بايد څوک پوښتنه وکړي چي چا ته بايد ستا په فکر رايه ورکول سي؟

زما څخه هم بعضو دوستانو دغه پوښتنه کړې ده. زما جواب دا دی چي زه د رايه اچولو حق نه لرم. که مي د رايه اچولو حق درلود، نو به مي داسي کس ته رايه ورکړې وای چي نه پخپله غل و قاتل اوسېدلی وي او نه يې هم د غلو او قاتلينو سره په سياسي يا بله لاره کي شراکت کړی وي.

د ډاکټر صاحب مثبت ټکي

تر کوم ځايه چي زه خبر يم نو ډاکټر صاحب محمد اشرف غني يو عالم، تجربه کار، پر اصولو ولاړ او له ژبنيز، قومي او سيميز تبعيض څخه پاک سپينږری سړی دی. تر کوم ځايه چي زه خبر يم نو ډاکټر صاحب له اختلاسګرو، غاصبينو، قاتلينو يا جنګي جنايتکارانو څخه هم نه دی. خو وينم چي يو شمېر کسان ډاکټر صاحب ته اوس د بابا لقب کاروي. ترمخه بعضو دغو کسانو همدغه لقب د کرزي صاحب له پاره کاراوه. زما په فکر چي هم د ډاکټر صاحب اشرف غني، هم د حامدکرزي صاحب او هم د استاد سياف صاحب او هم د انجينير ګلبدين حکمتيار صاحب او هم نورو «بابا» ته کانديد کسانو اوږده ژوندونونه پاته دي. اوس مخکي له مخي دوی يا نورو ورته کسانو ته د بابا په شان لقب کارول هم د دغو کسانو په تاوان دي او هم د ولس.

د «بابا» د لقب زيانونه

د بابا لقب کارول ځکه تاواني دی چي پر «بابا» څوک نيوکه او انتقاد نه سي کولای. بابا چي هر څه کوي هميشه سم وي او پکښي د غلطۍ او تېروتنې ګنجايش نه وي. د دغه لقب دا تاوان هم وينو چي هغه څوک چي يو بل کس ته بابا وايي د دغه کس په ملاتړ کي دومره افراط ته وځي چي د معصوم او نعوذبالله نبي په شان ورته عقيدت مند کيږي او که واوري چي يو څوک ورباندي پرځای يا بېځاينه انتقاد کوي نو له دين څخه د اوښتي کس په شان ورسره چلند کوي، سپکي سپوري وايي او داسي نور.

دا ازمويل سوې چي هرکله که استاد د شاګردانو سره تر انډيوالۍ تر سرحده نژدې، بې تکلفه يا په اصطلاح فري سي، نو بيا د اړتيا په وخت کي د استاد د اړيني دبدبې هغه امکان نور نه وي موجود، چي بعضي وخت د شاګردانو د پرمختګ له پاره پکار وي. دغه فضا ښايي د شاګردانو د زدکړو څرنګوالي او د هغوی سباوون ته زیان ورسوي.

دا هم ازمويل سوې چي هرکله چي د کار ورکوونکی د مزدور سره دوستي او انډيوالي سي، نو بيا د کار مالک ورته د کار د سمون په هکله هدايات په هغه فضا کي نه سي ورکولای، لکه چي بعضي وخت ورته اړتيا وي. دلته هم کار خرابېدلای سي او هم بدخوندي رامنځ ته کېدلای سي. د دموکراسۍ د اصولو له مخي د ولس استازي هم د ولس مزدوران وي. دا چي په هغوی کي يو کس پيدا سي او تر نورو لږ کمې غلطۍ وکړي نو د هغوی سره د پلار په شان چلن کول و نظام ته تاوان رسوي. دا ځکه چي که حتی بېله تېروتنو خپله دنده پوره هم کړي نو هغه خپله دنده پوره کوي پر چا احسان نه کوي.

په همدې توګه د دموکراسۍ دا هم يو اصول دی او دا ازمويل سوې خبره ده، چي يو چا ته رايه ورکول دا معنی نه لري چي پر هغه کس به انتقاد منع وي او يا دا چي د هغه کس سره به محاسبه نه کيږي. له بل اړخه د ټاکل سوي استازي يا ولسمشر يا بل ورته چوکۍ لرونکي پر ولس دا حق لري چي ولس ورباندي (پرځای او رغنده) انتقاد وکړي او ورته په دې توګه د کارونو په سمون کي مرستندويان سي. که داسي نه وي، نو بيا د دې امکان موجود وي چي دغه ټاکل سوی کس د يوې غوړه مالې حلقې په منځ کي راګير سي او هر څه ته د دغې حلقې په عينکو کي وګوري. حتی تر دې اندازې د خپلو مشاورينو تر اثر لاندي راسي چي پخپله ځان ته د «بابا» او «زرکلن» په شان خطابونه استعمالول شروع کړي (۱).

د ډاکټر صاحب محمد اشرف غني ناکامياني

ډاکټر صاحب محمد اشرف غني د خپلو ټولو ښو اړخونو او برياليتوبونو تر څنګ بعضي ناکامۍ هم لرلي دي، چي ورڅخه سترګه نه سي پټېدلای. د بېلګې په توګه
ـ د سولې نه راتلل
ـ د ولسي او نظامي تلفاتو په کمولو کي پاته راتلل
ـ د امریکا د متحده ايالاتو سره بېله غوره او اړينو شرايطو د ستراتيژيک تړون لاسليک کول
ـ د جان کېري په منځګړيتوب د ولس د ناڅرګندو رايو او فيصدۍ پر سر سودا کول او د ډاکټر صاحب عبدالله عبدالله سره واک شريک کول
ـ د نړۍ تر ټولو غېر اټومي بم کارېدنې ته په افغانستان کي اجازه ورکول يا د اړين غبرګون نه ښودل
ـ د اجرايه رياست په رامنځ ته کولو سره له ولسمشرۍ څخه و پارلماني نظام ته د اوښتلو پر لور يو قدم اخيستل
ـ مهاجر چي هيواد ته د بهرنيو اعسارو په رالېږد سره د هيواد اقتصاد ته مهم دي د هغوی پر ضد بېله د اړينو بيا ادغام کولو د پروګرامونو د اروپايي اتحاديې سره د بېرته لېږد او اخراج د تړونونو له لاري پر افغانستان د دغه عايد درول يا محدودول يا ورته ګواښ پېښول
ـ په وزارتونو ادارو او ولايتونو کي نه يوازي دا چي د خيشخوري په له منځه وړلو کي پاته راتلل بلکه ورته په خپلو تقرريو کي لا پراخوالی ورکول(بېلګه نادري کورنۍ)
ـ په بشپړه توګه په وزارتونو کي د بهرنيو مرستو او بوديجو په مصرفولو کي پاته راتلل
ـ وزارتونه بې وزيرانو مخ ته بيول
ـ په کلتوري ډګر کي د بهرني کلتوري اثراتو او يرغل په مخه نيولو او اړينو اقداماتو کولو کي پاته راتلل
ـ د اختلاس او اداري فساد په له منځه وړلو کي په کافي اندازه بری نه لرل
ـ تر عملي کار په لباسي کارونو او پروپاګنډ زياته تکيه کول (د زرهاؤ پلونو، سلونو بندونو او زرهاؤ مساجدو د جوړېدو او نورو لويو پروژو تکراري ادعاوي...)
ـ له واک څخه د توپکسالارانو او مافيايي کړيو په ليري کولو کي پاته راتلل
ـ د ژبي او سيمي په نوم سياست کونکو ته د اهميت نه ورکولو او پر ضد يې ځانګړي پروګرامونو نه جوړولو له لاري په افغانستان کي د دغه نوي بد دود په مخنيوي کي پاته راتلل
ـ د ښاغلي دوستم په ملاتړ ځان کانديد کول
ـ په زياته د تعليم يافته ځوانانو د هجرت په مخنيوي کي پاته راتلل
ـ د ژمنو سوو يو مليون کارځايونو په رامنځ ته کولو کي پاته راتلل
ـ په زراعت کي د بنسټيزو جوړښتونو د رامنځ ته کولو په لاره کي پاته راتلل
ـ د برېښنا د نشته والي له پاره په اوږدمهال حل موندلو کي پاته راتلل
ـ د عامه خدماتو لکه طبي مراقبت له پاره د اړينو جوړښتنو په رامنځ ته کولو کي پاته راتلل (ولسمشر خپل علاج په آلمان کي کوي، د عامو خلکو تر څنګ وزيران، واليان او لوړپوړي چارواکي هم د خپلې کورنۍ مريضان پاکستان، هند او نورو بهرنيو هيوادونو ځغلوي!!)
ـ د ښارونو او کليو تر منځ د آسانتياؤ د برابرولو په لاره او په دې توګه له کلو څخه و ښارونو ته د خلکو د تېښټي په کمولو کي پاته راتلل (پنځه مليونه انسانان په کابل کي؟!)
ـ د ځنګلونو د وهل کېدلو او تر مځکه لاندي قيمتي خزانو د ناقانونه را ايستنې په مخه نيولو کي پاته راتلل
ـ د افغانستان د اقتصاد په پياوړي کولو او د افغانۍ د ارزښت په ټينګولو او انفلاسيون په ټيټ ساتلو کي پاته راتلل
ـ د ولسي جرګې او ولايتي شوراګانو د شفافو او عادلانه ټاکنو په تر سره کولو کي پاته راتلل
ـ د ولسمشرۍ په ټاکنو کي په هره ډله کي د يوې ځانګړې ټلوالې د يو کس حتمي شرکت او استازيتوب ته ادامه او مشروعيت ورکول
ـ و ولايتونو ته د سفرونو پر وخت تر اندازې زياتي او له اړتيا څخه زياتي له مبالغو ډکي ژمني کول او بيا نه وفا کول
او بعضي نوري ناکامۍ يادولای سو.

ښايي د ډاکټر صاحب پلويان ووايي چي دا ټول کارونه خو ډېر مشکل او زيات کارونه دي او يا ښايي خپل تکراري استدلال چي «ملايکي خو نه لرو او دی خو تر نورو بيا هم ښه دی» بيا تکرار کړي. خو حقيقت دا دی چي څوک چي په رضا ځان دومره له مسؤليتونو ډکي چوکۍ ته کانديدوي نو به د الله او ولس حساب کتاب ته هم ځان نيسي. که يو څوک دا ياد کارونه نه سي کولای، نو بيا يا رکشه والا ولسمشر يا دوکتورا والا يا مفکر يا نه مفکر، نو څه فرق يې دی؟

خو دا هم بايد چي ومنل سي چي په يادو ناکاميو کي بعضي يې داسي دي چي ښايي بل هر څوک هم ورسره مخامخ سوی وای، ځکه چي پکښي کاميابه کېدل سخت مشکل کار دی. زما په فکر چي هر هغه څوک چي د ډاکټر صاحب يا بل کانديد ملاتړي وي، نو صرف قصيدې دي نه ورته وايي، نه دي ورته بې معنی او بدخونده د هغه د ستاينې ډک شعرونه د هغه مخي ته وايي او نه دي د بابا او مسيحا خطابونه کوي. بلکه بايد چي د هر کانديد او ډلې ملاتړې بايد د هغوی نيمګړتياوي هم پخپله ورته په ګوته کړي، تر څو هغوی د دغو انتقادونو پر اساس خپل لومړيتوبونه عيار کړلای سي، دا په هغه شرط که دغه «مشران» په رشتيا هم د ولس استازي او په خپله اراده کي آزاد و خپلواک وي او نه دا چي کيلۍ يې د بل چا په لاس کي وي او بل څوک کوک ورکوي.

مطرح سوالونه

دا چي ایا دغه مشران په رشتيا آزاد او خپلواک دي که نه، په هکله يې شک درلودل کوم کفر نه دی او نه هم ښايي بې منطقه کار وي. په تيرو ټاکنو کي تر آخره دا څرګنده نه سوه چي د کوم ډاکټر صاحب رايي څومره وې، او په دغه ناڅرګند حالت کي د «ملي وحدت» د حکومت طرحه د يو امريکايي جان کېري په مرسته هم جوړه او هم عملي سوه.

د دې واري به ايا ټاکنې وسي؟ ايا ټاکنې به شفافه وي؟ ايا نتايج به يې بيا پټ وساتل سي؟ ايا په کانديدانو کي يو هم داسي کس سته چي په رشتيا د ولس استازی وي او نه د ګاونډي يا بهرني قوتونو؟ ايا د جګړې او سولې، د حکومت جوړونې يا ړنګونې، کورنۍ او بهرنۍ پاليسي جوړونې يا تعديل او خپل سرنوشت ټاکنې واک په رشتيا د ولس يا د ولس د استازو سره دی او که سرنوشت ټاکونکي نور څوک دي؟ دا ټولې هغه پوښتنې دي چي هر څوک حق لري چي ځان ته يې پخپله جواب کړي او پخپله ورڅخه د خپل عمل يا نه عمل له پاره اخذ وکړي.

بله خبره دا چي ښکنځل، سپکي سپوري، سپکاوی او کرکه هيڅکله هم د استدلال او سړې سيني او زغم ځای نه سي نيولای او نه هم غوټي او غوړاشې خلاصولای سي.

نو په دې لحاظ رايه ورکول يا نه ورکول د هر چا خپله آزاده اراده او فيصله ده، خو د نورو د خولو تړلو او پر انتقاد بنديز لګول د هيڅ چا حق نه دی. د اصلاح او پرمختګ منزل مقصود ته د رسېدلو لپاره يوه غوره لاره د تنقيد او د بيان د آزادي او مخالف نظر ته د احترام ښودلو لاره ده.

 

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۹ عيسوي کال د جولای ۲۹مه نېټه


(۱) د ډاکټر صاحب اشرف غني د ۲۸مې د جولای ټويټ

https://twitter.com/ashrafghani/status/1155397112886104065

«آیا له دې نه لوی‌تر عزت شته چې لسهاوو زره وطنوالو سره روغبړ وکړې او زرهاوو ماشومانو ته په ګونډو شي او هغوی واورې، نو ته رښتیا ولسمشر یې ځکه د ولس قدر کوې، بیا ماشومان، ځوانان او میرمنې درته ووایي زرکلن شي بابا!»


 

د ماشومانو د منظوم او منثور نکلونو وېبپاڼه
www.kochnai.com

د کوچنی ټکی کام د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2ppNEpJ

د احمدولي اڅکزي د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc

د ماشومانو له پاره د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2tfIG1u

د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO

د تکراري سوالونو جوابونه
FAQ http://bit.ly/1IZm3uV

د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v۲۴

وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw

د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U

«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

Loading...
Loading...