Close

د سپي قرباني په اختر کي ـ دوه خوبه دوه تعبيره (رشتيا نکل)

 لومړی خوب:
کله چي ماشوم وم نو سهار وختي مي يو خوب وليدی. دا هغه وخت ؤ چي شورويان لا په افغانستان کي ول. دغه خوب مي هغه د انګرېزانو په اصطلاح دومره اينټېنزيف ؤ چي حتی تر دا نن پوري مي لا هغه انځورونه په ذهن کي ثبت دي او دغه خوب مي هيڅ نه دی هير. حال دا چي د ماشومتوب د هغه وخت نور ټول خوبونه او حتی اکثره نوري حقيقي پيښي مي لا هم بالکل هيري دي.
د ماشومتوب په هغه وخت مي خوب مي ليدی چي د کندهار مرويس مېنه نومي سيمه کي د لوی اختر له پاره قربانۍ روانې وي. په کوڅه کي د کورونو د دروازو مخي ته خلک راوتلي او خپل پسونه يې را ايستلي وي. هغه قصاب چي دغه پسونه بايد حلال او ټوټه ټوټه کړي و مخي ته يې يوه لويه د ونو له تنې پرې سوې د غوښو او هډوکو ماتولو ګوټکه/کونده/تخته پرته وي. په داسي حال کي چي موږ د خپل پسه سره په انتظار ؤ چي پر قصاب مو واری يا روڼ ورسيږي زه وينم چي قصاب لګيا وي او پر دغه ګوټکه کله سپي سره پرېکوي او ماتوي يې او کله د قربانۍ پسونه ټوټه ټوټه کوي. زما له دغې منظرې څخه سخته ترهه وسي او د ځان سره فکر وکړم چي دا قصاب که د سپيانو په وينو پر لړلې دغه ګوټکه زموږ پسه هم ټوټې ټوټې کړي نو به زموږ پاکه د قربانۍ غوښه رامرداره کړي. بيا له خوبه راوپاڅېدم.

د لومړي خوب ممکن تعبير:
کله چي له خوب څخه راکښېنستم نو مي خپل پلار ته دغه خوب ووايه. د هغه دقيق الفاظ او جملې مي نه دي په ياد خو زما دا په ياد دي چي د خوب تعبير يې تقريبي داسي راته وکړ: «افغانانو چي کوم پاک جهاد روان کړی، يو وخت ښايي داسي بدکارونه وسي چي دغو پاکو قربانيو ته يې تاوان ورسيږي.»

دويم خوب:
نن سهار وختي (د ۲۰۱۹ کال د سپتمبر شپږمه) د لمونځ څخه مخکي مي بيا د ماشومتوب خوب ته ورته يو خوب وليد.
خوب مي وليد چي زلمي خليلزاد د غوايي د سر په شان يو لوی د خنځير الوۍ سوی کوټی (کله) را اخيستی وي او ټوټې ټوټې کوي يې او په داسي کومه مايع يې د قصاب د ګوټکې څنګ ته پر يو پروت پاک بستر (د بيده کېدو کوربچه) مينځي چي زما ورڅخه ترهه وسي لکه هغه چي کومي مرداري اوبه وي او زه وايم چي پر دغه کوربچه به بيا څنګه بېرته بيدېدل ممکن وي. خليلزاد چي په ياد کار مصروف وي داسي تمثيل کوي لکه ګواکي دغه خنځير چي يې قرباني کړی وي او په مسلمانانو/افغانانو يې غواړي وخوري.

د دويم خوب تعبير:
هر څه فکر چي وکړم هيڅ يې په معنی نه پوهېږم. په دې هم نه پوهېږم چي ايا پر انټرنټ د دغه خوب د بيانولو له کبله به د خوب پر تعبير کوم فرق راسي او که نه. په دې هم نه پوهېږم چي دغه خوب به په رشتيا هم کوم منطقي تعبير او معنی ولري لکه زما په عقيده لومړي خوب چي مي ودرلود او که دغه دويم خوب صرف د يو پرېشان دماغ او ستړو احساساتو يوه بې معنی صنعت دی.

د دغې ليکنې څخه مقصد مي هيڅکله هم د ځان مطرح کول نه دي او نه مي مقصد د يوې ډلې يا اړخ له پاره کامپاين يا تخريب کول دي. د دغې ليکنې څخه مقصد په کنايه يا پټه توګه د کوم ځانګړي خپل فکر، نظريې يا تحليل تېرول هم نه دي. خدای مه کړه دا مقصد مي هم نه دی چي ځان پير، نيک، پاک يا بل ډول ښه ښکاره کړم. خوبونه هم نيک او هم غير نيک کس ويني او هم د نيکو او غير نيکو کسانو خوبونه معنی لرلای سي. دا هم کيدلای سي چي زما دواړه خوبونه تصادف او د دې نتيجه وي چي د ټولو افغانانو په شان مي هميشه په افغانستان فکر بند او خراب وي. خو دا هم ممکنه ده چي زما دواړه خوبونه رشتيا معناوي ولري.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۹ کال د سپتمبر ۶مه نېټه، بون

 

د ماشومانو د منظوم او منثور نکلونو وېبپاڼه
www.kochnai.com

د کوچنی ټکی کام د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2ppNEpJ

د احمدولي اڅکزي د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc

د ماشومانو له پاره د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2tfIG1u

د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO

د تکراري سوالونو جوابونه
FAQ http://bit.ly/1IZm3uV

د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v۲۴

وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw

د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U

«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

Loading...
Loading...