Close

د افغانستان د ۲۰۱۹ کال ولسمشريزه ټاکنې به څوک وګټي؟

 د ۲۰۱۹ کال د سپتمبر په ۲۸مه نېټه په افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې پلان سوي دي. په دغو ټاکنو کي د ملي وحدت د اوسني حکومت دوه مشران ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني او د هغه اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله مخکښ کانديدان اروزول کيږي. دواړه ياد کانديدان د ولسمشرۍ په تيرو ټاکنو کي هم مخکښ کانديدان او د ټاکنو ګټونکي ول. ښايي د سپتمبر په ۲۸مه په ترسره کېدونکو ټاکنو کي يو ځل بيا د دغو دواړو کانديدانو تر منځ سر په سر سيالي رامنځ ته سي.

زيات کتونکي د ډاکټر عبدالله عبدالله د ګټلو چانسونه په لومړي پړاو کي زيات اټکل کوي. دا ځکه چي د رايه ورکوونکو هغه ډلې چي د عبدالله عبدالله مخالفين ګڼل کيږي، ټول د محمد اشرف غني رايه ورکوونکي نه دي. بلکه د عبدالله عبدالله د دغو مخالف رايه اچوونکو رايي ښايي د اشرف غني او نورو کانديدانو تر منځ تقسيم سي چي دغه موضوع به حد اقل په لومړي پړاو کي د ډاکټر عبدالله عبدالله په ګټه وي. په دې توګه نو که عبدالله عبدالله په لومړي پړاو کي لا تر نيمايي څخه زياتي اچول سوي رايي خپلي کړي، نو دا به يې تر ټولو ښه چانس وي. خو که هغه په لومړي پړاو کي ونه توانېد چي اړيني اکثريت رايي په لاس راوړي او ټاکنې دويم پړاو ته وغځيږي نو بيا په دويم پړاو کي د عبدالله مخالف رايه اچوونکي ښايي اکثريت رايي ډاکټر غني ته ورکړي او په دې توګه په دويم پړاو کي اشرف غني ګټونکی وګرځوي.

خو که د ټاکنو څخه تر مخه ډاکټر محمد اشرف غني په دې وتوانيږي چي هغه مخالف کانديدان د ځان سره يوځای کړي چي پلويان يې د عبدالله عبدالله مخالفين دي، نو بيا يې د ټاکنو په لومړي پړاو کي د اړينو اکثريت رايو تر لاسه کول ښايي بهتر امکان ولري. خو که نور مهم کانديدان د اشرف غني په پلوي له خپلي کانديداتورۍ تېر نه سي نو په لوی احتمال به د غني له پاره په لومړي پړاو کي ټاکنې ګټل مشکلي وي. په داسي يو صورت کي د غني له پاره ګټوري پايلي به دا وي چي په لومړي پړاو کي هيڅ کوم کانديد اړين اکثريت په لاس نه راوړلای سي. د تير ځلي ولسمشرۍ ټاکنو پايلي هم پر دغه منطق دلالت کوي.

په لومړي پړاو کي د اشرف غني د اړين اکثريت ترلاسه کولو په لار کي يو بل خنډ دا هم دی چي د هغه زيات پلويان په داسو سيمو کي اوسيږي چيري چي امنيت سم نه دی. د نه امنيت، اړينو اسنادو نه لرلو او نورو لاملونو له کبله ښايي د اشرف غني يو شمېر پلويان په دې ونه توانيږي چي په ټاکنو کي خپله رايه استعمال کړي. په دې توګه به هم د ډاکټر عبدالله عبدالله د ګټلو چانسونه زيات وي، ځکه چي د هغه پلويان ښايي په پراختره توګه په ټاکنو کي برخه واخلي.

ياد منطق په هغه صورت کي ښايي زيات وزن لرونکی واوسي که ټاکنې تر يوې اندازې شفافي وي او پکښي درغلۍ تر حد زياتي نه وي.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۹ کال د سپتمابر ۲۱مه نېټه، بون

 

د ماشومانو د منظوم او منثور نکلونو وېبپاڼه
www.kochnai.com

د کوچنی ټکی کام د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2ppNEpJ

د احمدولي اڅکزي د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc

د ماشومانو له پاره د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2tfIG1u

د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO

د تکراري سوالونو جوابونه
FAQ http://bit.ly/1IZm3uV

د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v۲۴

وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw

د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U

«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

Loading...
Loading...