انا لله و انا اليه راجمعون
د قمرې اڅکزۍ وکيلي کورنۍ د يکشنبې په ورځ رسنيو ته وويل چي مېرمنې وکيلي د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۹ کال د نوامبر ۸مه نېټه) د آلمان د کسل ښار په يو روغتون کي د ورپيښي ناروغۍ له کبله له دې نړۍ سره مخه ښه وکړه.
قمره وکيلي په ۱۹۴۸ ميلادي کال د کندهار ښار د دهخواجې په سیمه کي د غلام دستګير خان اڅکزي په کور کي زيږېدلې، لومړنۍ زده کړي يې د کندهار په زرغونه انا ليسه کي او لوړي زده کړي يې په کابل پوهنتون د ښووني او روزني په پوهنځي کي بشپړه کړي وې. هغه پر خپل وخت په کندهار کي له لومړيو انجونو څخه وه چي د لوړو زدکړو له پاره کابل ته ولاړه.
آغلې وکيلي د کندهار د زرغونې انا په ليسه کي دوه کاله د سرښوونکي په توګه دنده ترسره کړه. وروسته يې د هغه وخت په اطلاعاتو او کلتور مديريت کي د طلوع افغان ورځپاڼي د مسلکي مرستیالي په توګه دنده درلوده. هغې د طلوع افغان ورځپاڼي لپاره د ښځو د حقونو، بيان ازادۍ او ټولنيزو مسايلو اړوند مقالې هم ليکلې. د دغې ليکوالې ليکنې په هم مهاله توګه د طلوع افغان څخه علاوه په انیس او اصلاح ورځپاڼو کي هم چاپېدلې.
قمرې اڅکزۍ وکيلي په کندهار کي د مېرمنو د ټولنې مشري په غاړه درلوده. هغې په ۱۹۷۴ د افغان ليکوال محمد سرور وکيلي سره واده وکړ. په افغانستان کي د حالاتو د خرابېدو سره سم يې کورنۍ په ۱۹۸۱ ميلادي کال کي لومړی پاکستان او وروسته په ۱۹۸۲ کال کي جرمني ته مهاجره سوه.
کله چي په افغانستان کي د طالبانو واکمني پای ته ورسېده او د حامد کرزي په دوره کي نوی حکومت ایجاد سو نو آغلې وکيلي افغانستان ته ستنه سوه او هلته يې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مرستیالي په توګه درې کاله دنده تر سره کړه.
د رسمي دندې تر څنګ او بيا وروسته هم مېرمنې وکيلي د ژوند تر اخرنيو ورځو شپو پوري د افغانستان د مشهورو ورځپانو لپاره علمي مقالې لیکلې. هغې په آلمان کي د ځانګړې کلتوري ټولنې د کار په چوکاټ کي د افغان مېرمنو د ژوند د بهتره کولو په خاطر هڅي کړي او هم يې د کوچنيانو لپاره د الماني ژبي څخه پښتو ته کتابونه ژباړلي دي.
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۹ کال د نوامبر ۱۰مه نېټه، بون
د ماشومانو د منظوم او منثور نکلونو وېبپاڼه
www.kochnai.com
د کوچنی ټکی کام د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2ppNEpJ
د احمدولي اڅکزي د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc
د ماشومانو له پاره د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2tfIG1u
د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO
د تکراري سوالونو جوابونه
FAQ http://bit.ly/1IZm3uV
د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v۲۴
وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw
د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U
«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ