Close

د افغانانو علمي سيمينارونه که بدخونده ډرنامې؟ (طنز!!)

ښايي دا د افغانانو له لويو وړتياؤ څخه نه وي چي علمي سيمينار په رشتيا داسي منعقد کړي چي په دغه نوم يعني «علمي» وارزي.
هغه کسان چي يو وخت يې يو علمي سيمينار پلان کړی او جوړ کړی وي، ښايي ورته هغه ټولې ستونزي او مشکلات بهتره معلوم وي چي د يو سيمينار د جوړولو په ترڅ کي څوک ورسره مخامخ کيږي. د سيمينار د اصلي موضوع او بيا د مقالو له پاره د موضوعاتو تعين، د انعقاد نېټه او ورته اړين تالار موندل آسانه کارونه نه دي.
تمويلوونکي او پلان کوونکي په ډېر ښه او نيک نيت دغه سيمينارونه پلانوي او له «پوهانو» سره تماس نيسي چي پر ټاکلو موضوعاتو خپلې مقالې چمتو کړي او د وخت په ټاکلي چوکاټ کي يې د سيمينار ګډونوالو ته پر خپل وخت وړاندي کړي. د تنظيم کوونکو له پاره دا يوه ډېره اوږده او ستړې کوونکې پروسه وي.
دا چي د سيمينار له پاره تالار/ځای نيول سوی وي او خلک له ليري ځايونو څخه د مقاله اورولو يا مقاله اورېدلو له پاره رادعوت سوي وي، نو عموما د اکثرو سيمينارونو وروسته ورسره مل د مشاعرې، ټنګ ټکور يا ورته بل کلتوري برخي له پاره هم وخت په نظر کي نيول کيږي. تر دې ځای پوري خو هر څه ښه او د منلو وړ وي. خو د هغه وروسته ولي زموږ نژدې ټول علمي سيمينارونه په «ډرنامو» بدل سي؟

د افغانانو د علمي سيمينارونو د ناکامېدو عمده او تکراري وجوهات

۱ ـ سيمينار ته راغلي اکثره اورېدونکي د علمي مقالو د اورېدلو له پاره نه بلکه د ډوډۍ يا ټنګ ټکور او يا مجلس له پاره راغلي وي. له دې کبله د راغلو کسانو اکثريت له اوله سره د مقالو د اورېدلو حوصله نه لري او دې ته په خورا ناقراري په انتظار وي چي ژر خپل زيات بدخونده يا ګذاره يي بدخونده شعر وړاندي کړي او يا سندره واوري او يا يو زهرمار ګيډي ته واچوي.
۲ ـ هغه «پوهان» او «عالمان» چي ورته د سيمينار تنظيم کوونکو مقالې سپارلي وي، هغوی بېله دې چي ځان ته زحمت ورکړي او پر اصلي موضوع کومه مقاله د وخت د چوکاټ سره په سمون کي وليکي، پر دريځ دريږي او بېله کاغذ څخه په يو وار خپل ټول «علميت» حاضرينو ته د پيچکارۍ کولو کوښښ کوي. هغه هم له موضوع څخه دباندي. خو اکثرو حاضرينو ته دغه پيچکارۍ د ايمالې په شان احساسيږي. بل کوښښ يې دا هم وي چي حاضرينو او ولاړو کېمرو ته وښيي چي دغه «پوه» حتی بېله چمتو والي هم پر مطرح موضوع د ټاکلو لسو يا شلو دقيقو پر ځای يو او حتی دوه ساعته هم خبري کولای سي. دغه کسان چي اکثره وخت د لږ يا ډېر «فرعونيت» نخښې نښانې هم پکښي موجودي وي، کله چي د ټاکلو پنځلسو دقيقو پر ځای يو ساعت او پنځلس دقيقې خبري وکړي او منتظيمين مجبوره سي چي يو کوچنی اخلاقي ليکل سوی پيغام وروليږي چي «استاده که لطفا خپلي خبري راخلاصه کړې!»، نو دوی په غوسه کيږي هم او رد و بد وايي. يو مثال يې په آلمان کي د خوشال بابا د کليزي په وياړ هغه سيمينار ؤ چي پکښي د افغانستان د ولسمشر يو سلاکار او د افغانستان يو ‌ډېر مشهور استاد حتی حاضرينو ته ښکنځل شروع کړل. دا د هغه وروسته چي دغه کس نژدې دوه ساعته بېله کاغذه خپله «علمي وينا» واوروله او کله چي د سيمينار تنظيم کوونکو ورڅخه هيله وکړه چي نورو ته هم وار ورکړي نو دی «له ګيره ووت».
۳ ـ يو يا دوه هغه مقالې لوستونکي چي پر موضوع يې رشتيا زحمت کښلی وي، تحقيق يې کړی وي، له شخصي وخت څخه يې د مقالې د چمتو کولو له پاره وخت راايستلی وي او مقاله يې حتی په چوکاټ کي سمه ليکلې وي، د هغوی د مقالې د اورېدلو له پاره په حاضرينو کي ځکه حوصله لا کمه سوې وي، ځکه چي مخکنيو «پوهانو» بې کاغذه خپل «يس» داسي پر تېز کړی وي چي خلکو ته د «قل هوالله» اورېدلو حوصله لا هم نه وي ورپاته. له دې کبله دغه مقاله لیکونکي له شرمه خپله مقاله نيمګړې ولولې او يا له سره د مقالې له لوستلو تېر سي.
۴ ـ زيات مقاله لوستونکي د سپارل سوي موضوع پر ځای پر نورو موضوعاتو خبري پېل کړي او د سيمينار د اصلي موضوع له مسير څخه دباندي ووځي.
۵ ـ د مقالې په منځ کي بعضي حاضرين د مقاله لوستونکي سره مکالمه پېل کړي. مقصد يې هم دا وي چي خپل علميت حاضرينو ته څرګند کړي چي زه هم يو څوک يم.
۶ ـ يو شمېر هغه افلاتونان چي د سيمينار چمتو کوونکو د مقاله لوستونکو په توګه نه وي رابللي، خو هغوی يا خو د کوم تصادف يا خپلې ارادې له مخي راغلي وي، نو هغوی هم پر دې ټينګار شروع کړي چي خامخا غواړي دريځ ته ور ولاړ سي. هله نو کش ماکش شروع سي تر څو چي د سيمينار تنظيم کوونکي د اغتشاش او بدخوندي رامنځ ته کېدلو له بيري هغوی ته دريځ ورکړي. هله نو په سيمينار کي پاته خوند هم په اوبو لاهو سي ځکه چي اکثره دغه اشغالګر په تشريفاتو کي پنځه دقيقې ضايع کړي او بيا هم پر هغو شیانو ږغېدل پېل کړي چي څوک وای کاشکي پر دريځ باندي آسماني ټکه رابرابره سي او خلک ورڅخه خلاص سي.
۷ ـ د مقالو د برخي د پای ته رسېدلو وروسته چي کله ږغ وسي چي که حاضرين له حاضرو پوهانو يا مقاله لوستونکو څخه کومه پوښتنه لري نو دي يې مطرح کړي، نو دا ږغ د اصلي انډوخر د پېل پيلامه وي. دا ځکه چي اوس هر هغه کس چي مايکروفون په لاس ورسي، پوښتنه نه لري بلکه غواړي پر لسو يا شلو نورو هغو موضوعاتو چي د سيمينار اصلي موضوع نه ده، خپل توضيحات ورکړي.
۸ ـ په سيمينار کي ګډون کوونکی هر کس بيا وروسته د دې پر ځای چي د تنظیم کوونکو سره خپله همدردي ښکاره کړي، يا رغنده تنقيد وکړي، نو ورباندي رد و بد وايي او زر نيوکي پر کوي چي ولي مو داسي نه دي کړي او ولي مو هغسي نه دي کړي...

د اصلاح وړانديزونه

۱ ـ هر چا ته چي مقاله سپارله سوې وي، هغه بايد د سيمينار مخکي پر ټاکل سوې نېټه خپله مقاله تنظيم کوونکو ته وړاندي کړي، تر څو هغوی يې څرنګوالی وګوري چي په چوکاټ کي ده که نه. که داسي نه وي نو د دې ګواښ سته چي د مقالې لوستلو پر ځای اړونده کس پر دريځ د ليکچر پر وخت له احساساتو داسي څه ووايي چي هم هغه ته او هم د سيمينار جوړونکو ته جنجال جوړ کړي. د بېلګي په توګه يو ويناوال په يو سيمينار کي په احساساتو کي وړانديز وکړ چي که قدرت ولري نو به د يو قوم لوڼي د بل قوم ځوانانو ته په نکاح کړي.
۲ ـ هيڅ چا ته بايد اجازه ورنه کړله سي چي د هغه کاغذ دباندي چي مخکي يې تنظيم کوونکو ته سپارلی ؤ خبري وکړي.
۳ ـ هر هغه څوک چي بېله د مقالې د ليکل سوي بڼي څخه دريځ ته راروان سي، بايد چي ورباندي په سمدلاسه توګه مايکروفون بند کړل سي.
۴ ـ هر څوک چي د اصلي موضوع د پېلولو پر ځای تر پنځلسو ثانيو څخه زيات تشريفاتي او مقدماتي خبري وکړي، پر هغه بايد مايکروفون بند کړل سي.
۵ ـ په حاضرينو کي که يو څوک د مقالې په منځ کي د مقاله لوستونکي سره بېله دې چي پلان سوې وي يا اجازه ورکول سوې وي مکالمه پېل کړي، بايډ چي په سمدلاسه توګه تر لاس ونيول سي او د تالار څخه دباندي رهنمايي کړل سي.
۶ ـ هر هغه «عالم» چي له چوکاټ څخه دباندي خبري وکړي، خپلي خبري اوږدې کړي يا بله کومه بې نزاکتي وکړي، هغه دي بيا هيڅکله هم کوم سيمينار ته نه رابلل کيږي.

په آخر کي ټولو هغو دوستانو ته سلام او عقيدت وړاندي کوم چي د يادو ټولو ستونزو باوجوده هميشه بيا هم پر ځان اقتصادي او نور زحمت مني او په ښه نيت علمي سيمينارونه تنظيموي.

وايي چي يو څوک د خپل بدعمله پلار قبر ته ناست ؤ او دعا يې ورته کوله چي «بابا خدای دي وبخښه خو ګمان مي نه کيږي.» نو راځئ چي موږ هم دعا وکړو چي خدای دي موږ ته په رشتيا داسي سيمينارونه را په برخه کړي چي «علمي» وي او موږ يو څه ورڅخه زدکړلای سو، خو ګمان مي نه کيږي.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۹ کال د دسمبر ۹مه نېټه، بون

 

د ماشومانو د منظوم او منثور نکلونو وېبپاڼه
www.kochnai.com

د کوچنی ټکی کام د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2ppNEpJ

د احمدولي اڅکزي د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc

د ماشومانو له پاره د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2tfIG1u

د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO

د تکراري سوالونو جوابونه
FAQ http://bit.ly/1IZm3uV

د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v۲۴

وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw

د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U

«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

Loading...
Loading...