Close

«هزاره انجوني و پښتنو هلکانو ته...»



ډاکټر صاحب حليم تنوير د ۲۰۱۹ کال د دسامبر په ۷مه نېټه په کولون کي د کونړ د ځوانانو د کلتوري ټولنې په زحمت په چمتو سوي سيمينار «د محمدګل خان مومند ژوند- ژواک او اندونه» کي يوه وينا واوروله. دا چي ډاکټر صاحب بېله دې چي له ليکلي متن څخه ولولي په ياد يې خبري کولې، نو کولای سو چي ووايو دا د منتظيمينو سره د ژمني او وظيفې پر اساس اصلي مقاله او موضوع نه وه بلکه د ډاکټر صاحب يوه داسي وينا وه چي تر مخه يې متنظيمينو ته په ليکلې بڼه نه وه سپارلې.

د خپلي وينا په ترڅ کي ښاغلي ډاکټر صاحب تنوير په افغانستان کي د قومونو تر منځ د وحدت رامنځ ته کولو په مقصد د ودونو له لاري د قومونو د ګډولو/ قومي اختلاط وړانديز وکړ. زه هم د سيمينار د يو اورېدونکي په حيث هلته حاضر وم او د بدن د پوست ورېښتان مي هله له هېښتيا جګ ودرېدل کله چي مي واورېدل چي ډاکټر صاحب داسي يو وړانديز کوي چي که دی قدرت ولري نو به «هزاره انجوني و پښتنو هلکانو ته ور واده کړي.»

په ياده جمله کي يوه نه بلکه څو ستونزي موجودي دي، لکه:

د قومونو اختلاط

د قومونو د اختلاط وړانديز په خپل ځان کي يو جنجالي او شخړيز وړانديز دی. زه په قصد سره دلته د «قومونو اختلاط» ليکم او نه خدای مه کړه د «نسلي اختلاط» کلمه کومه چي له بده مرغه ما پر دغه موضوع په بحث کي څو ځايه پر انټرنټ ولوستله. زما په فکر او عقيده ټول انسانان له يو نسل او نژاده دي او له دې کبله بېل نسلونه/نژادونه يې هم وجود نه لري. په دې توګه نو د «نسلي اختلاط» لغتونه راسيستي يا د توکمپالنې سره تړلي او ناوړه لغتونه دي.

که فرض کړو چي د «قومي اختلاط» موضوع شخړيزه نه ده، نو بيا هم د ډاکټر صاحب وړانديز جنجالي ؤ ځکه چي د وړاندي کولو له پاره يې ناوړې جملې وکارولې. ډاکټر صاحب نه وويل چي «زما وړانديز دا دی چي د افغانستان بېل قومونه دي يو د بل سره دوستۍ وکړي» او نه يې ورته کومه بله متوازنه جمله وکاروله. بلکه د هغه له کارول سوو جملو څخه دا معنی را ايستل کيدلای سي چي که د ده وس وسي نو به د يو فاعل په توګه يوه ډله د خپل فعل مفعول وګرځوي تر څو وحدت رامنځ ته سي.

د دولت يا کوم واکمن په امر په زور د «قومونو اختلاط» هغه ناوړه مفکوره ده چي د چنګيزخان يا فرعون په وخت کي يې ښايي يوه معنی درلوده خو په اوسني پېر کي يې پر خوله راوړل لا يو ډول ناسم کار دی.

يو اړخيز وړانديز

ډاکټر صاحب د پښتنو او هزاره ؤ تر منځ په خپله جمله کي صرف يو اړخ ياد کړ چي دی به يې ګواکي انجوني هغه بل اړخ ته ورکړي. خو دا وړانديز يې نه وکړ چي ګواکي د پښتنو انجوني به هم هزاره هلکانو ته ورکړي. دا چي دا کار يې نه وکړ، دا پر دې دلالت کوي چي ډاکټر صاحب ډېر ښه پوهېد چي دا موضوع جنجالي ده او ښايي د حاضرو پښتنو د سخت غبرګون سره مخامخ سي. ښايي له دې کبله هغه په خپل وړانديز کي هم صرف له يو اړخ څخه بل اړخ ته د «انجونو ورکولو» خبره وکړه او نه د دواړو اړخونو څخه يو بل ته د انجونو ورکولو. په دې توګه نو هم ډاکټر صاحب ځان ته حتی د اوړو د پوزي په جوړولو کي هم پاته راغلی.

تر ټولو لويه غلطي

زما په فکر د ډاکټر صاحب تر ټولو لويه غلطي دا وه چي مېرمنو ته يې په خپلو خبرو کي يو ډول د مفعول او آبجېکټ يا څيز رول ورکړ. يعني که د ډاکټر صاحب په خبرو کي مخکي يادي غلطۍ حتی نه وای موجودي، پخپله مېرمنو ته د يو آبجېکټ او څيز په سترګه کتل په خپل ځان کي تر ټولو لويه خطا ده.

 مېرمنې د تجارت، زينت، ملکيت يا د سياسي بازار ګرمولو مالونه نه دي. بلکه هره مېرمنه د يو انسان په توګه په ټولو انساني حقونو او مکلفيتونو کي برخه واله ده او کرامت ته يې درناوی د هر انسان د انساني هويت برخه او يو مکلفيت دی. دا چي يوه مېرمنه يا انجلۍ د چا سره نکاح کوي او د چا سره يې نه کوي، نو دا هم د نړیوالو قوانينو، د انساني اخلاقو او هم د نژدې ټولو اديانو او مذاهبو له مخي د ښځي او د هغې د کورنۍ او دوستانو خپله پرېکړه ده. نه دولت او نه هم کوم بل قدرت يا ډله يا بل شخص د دې اجازه لري چي يا خو «ښځه چا ته واده کړي» يا يې ورڅخه بېله کړي.

تنظيم کوونکي پړه نه دي

د حاضرينو په هکله بايد ووايم چي نه يوازي زه بلکه زما شاوخوا ناست هغه کسان چي په رشتيا يې د ډاکټر صاحب وينا ته غوږ نيولی ؤ او پر موبايل په فيسبوک کي نه ول اخته، هغوی اکثرو ښه او کيڼ اړخ ته د سر په ښورولو خپل اعتراض وښود. بعضو حتی يو د بل سره پسپسی پېل کړ چي«دا سړی څه وايي».

د سيمينار جوړونکي کسان چي زه يې څومره پېژنم ډېر درانه، بااحساسه او ملي وحدت او په زياته اخلاقو او انساني کرامت ته ژمن کسان دي. دا چي د هغوی په جوړ سوي سيمينار کي يو سپينږری عالم له چوکاټ څخه دباندي او جنجالي خبري کوي، پکښي د هغوی ګناه نه وينم. له بده مرغه زموږ اکثره عالمان ځان ته دا حق اخلي چي د مقالې پر ځای احساساتي ويناوي واوروي او مفت ليکچرونه ورکري.

ډاکټر صاحب بايد بخښنه وغواړي

زه ډاکټر صاحب تنوير په شخصي توګه نه پېژنم، که مي پېژندلای نو به مي ورته خامخا دا وړانديز کړی وای چي له ټولو افغانانو او په زياته ټولو مېرمنو څخه د خپلو ناوړو جملو له کبله او په همدې شان له دروند هزاره ټبر څخه بخښنه وغواړي.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۹ کال د دسمبر ۱۱مه نېټه، بون

 

د ماشومانو د منظوم او منثور نکلونو وېبپاڼه
www.kochnai.com

د کوچنی ټکی کام د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2ppNEpJ

د احمدولي اڅکزي د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc

د ماشومانو له پاره د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2tfIG1u

د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO

د تکراري سوالونو جوابونه
FAQ http://bit.ly/1IZm3uV

د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v۲۴

وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw

د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U

«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

Loading...
Loading...