Close

يو هيواد کله بريالی دی؟ ـ منظوم نکل

 شاګرد وپوښت دا سوال له خپل معلمه
هيواد کله بريالی دی با تعظيمه
معلم وويل هيواد ښه بريالی دی
ښه نظام ښه يې مقام ښه پتيالی دی
جنګ چي نه وي پکښي شر هر يو ناياب وي
هيواد هغه پرمختلی او کامياب وي
بل واحد د ټول ولس چي يو هويت وي
قانون پلي مساوي پکښي رايت وي
د انصاف پکښي دقيق چي ترازو وي
د واک شاته د ولس چي تل بازو وي
د هر فرد چي وي خوندي پکښي حقونه
هم يې ژوند هم کرامت او هم مالونه
بل چي نر او ښځي دواړه باتعليم وي
په مسلک مقام چوکۍ کي ټول سهيم وي
بل تضمين چي وي غذا جامې چتونه
هر وګړي ته صحي ښه خدمتونه
بل چي دا يو بل اصول پکښي عزيز وي
پر شعار د دين ټبر زبان بنديز وي
رشوت نه وي فساد نه وي هيڅ مقام کي
تل پر کار وي اهل کار شفاف نظام کي
که دا نه وي نو ابتر به يې حالت وي
وروست هيواد خوسا نظام مړ به ملت وي

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۹ کال د دسمبر ۱۵مه نېټه، بون

 

د ماشومانو د منظوم او منثور نکلونو وېبپاڼه
www.kochnai.com

د کوچنی ټکی کام د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2ppNEpJ

د احمدولي اڅکزي د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc

د ماشومانو له پاره د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2tfIG1u

د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO

د تکراري سوالونو جوابونه
FAQ http://bit.ly/1IZm3uV

د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v۲۴

وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw

د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U

«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

Loading...
Loading...