Close

بده ښځه ـ منظوم نکل

کيسه کوم چي لا تازه ده
رشتيا به وي که اوازه ده
ليکل پر ما قضا پر تا ده
دا افسانه که دا رشتيا ده
وايي يو کلي کي خپره سوه
داسي افواه دا نغاره سوه
ښځه پيدا چي سوه يو بده
وکړ تېری چي چا تر حده
ملک ويل تلله بازار ته
يوازي دا ولي کوم چار ته؟
ملا ويل زړه به يې غل ؤ
صرف به شيطان ورسره مل ؤ
قاضي ويل ژر يې سنګسار کړئ
غار ورته جوړ ژر دا ايسار کړئ
بنده يو نيک هم هلته ناست ؤ
تل چي به رب ته په درخواست ؤ
هغه ويل رب دي يې مات کړي
بدکار دي ټول خراب خراب کړي
مړه دي سي ټول چي بدکاران دي
پټ چي شيطان رياکاران دي
خو رب دي پرېږدي څوک چي پاک دي
مردار دي سي څوک چي ناپاک دي
همدا ؤ درب سو مرګی خپور سو
کلي کي جوړ لوی شورماشور سو
څوک چي بالغ او نارينه ؤ
ساه يې ختل د مرګ مېلمه ؤ
خالي سو کلی له سړيو
هم له سپرو او هم له پليو
له مرګي پاته ماشومان سول
بل صرف زنان ټول په امان سول


احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۹ کال د دسمبر ۱۲مه، بون

 

د ماشومانو د منظوم او منثور نکلونو وېبپاڼه
www.kochnai.com

د کوچنی ټکی کام د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2ppNEpJ

د احمدولي اڅکزي د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc

د ماشومانو له پاره د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2tfIG1u

د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO

د تکراري سوالونو جوابونه
FAQ http://bit.ly/1IZm3uV

د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v۲۴

وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw

د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U

«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ


Loading...
Loading...