Close

د ولسمشريزو ټاکنو اصلي پايلي

طنز:
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسيون د ۲۰۱۹ کال د دسمبر په ۲۲مه نېټه د ولسمشريزو ټاکنو لومړۍ پايلي اعلان کړې. د دغو پايلو له مخي په ټوليزه توګه ۲۷۲۴۹۳۴ رايي په حساب کي راوستول سوي دي. د نړيوال بانک د شمېرو له مخي د افغانستان د ټول نفوس شمېر په ۲۰۱۷ کال کي ۳۵ اعشاريه ۵۳ مليونه ؤ. له دې حساب څخه نو په حساب کي راغلي يادي شمېرې د افغانستان د ټول نفوس تقريبا ۵ سلنه جوړوي. دغه پنځه سلنه کي تقريبا لږ زياتي نيمي رايي يعني ۲،۶ سلنه رايي د محمد اشرف غني په حق کي شميرل سوي او بريالی اعلان سوی دی. يو کس چي له سلو کسانو څخه د درو کسانو ملاتړ لا د رايي په شکل نه لري، هغه به د هيواد برخليک ټاکي. هغه هم په دې شرط چي په سلو کي د دوو کسانو استازيتوب کوونکی کس عبدالله عبدالله يې کار ته پرېږدي. د افغانستان ستايل دموکراسۍ ته ښه راغلاست!

احمدولي اڅکزی، ۲۰۱۹ کال د دسمبر ۲۲مه نېټه، بون

 

د ماشومانو د منظوم او منثور نکلونو وېبپاڼه
www.kochnai.com

د کوچنی ټکی کام د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2ppNEpJ

د احمدولي اڅکزي د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc

د ماشومانو له پاره د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2tfIG1u

د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO

د تکراري سوالونو جوابونه
FAQ http://bit.ly/1IZm3uV

د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v۲۴

وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw

د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U

«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

Loading...
Loading...