Close

د امريکا ايران کړکېچ به پر افغانستان کوم اغېز ولري؟

ايران د امريکا سره په مستقيمه توګه د جګړې له پاره نه اړين اقتصادي او نه نظامي امکانات لري. د ايران مشرتابه په دې هم ښه پوهيږي چي د امریکا سره په ممکنه مستقيمه جګړه کي به په سيمه کي د اغېز زياتولو په سيالي کي حد اقل د څو لسيزو له پاره له لوبي څخه بهر سي او سيالان به يې ميدان يوسي.

له همدې کبله ايران د زيات وخت راهيسي د پراکسي جګړې يا نيابتي جګړو او لانجو په مرسته په عراق، لبنان، فلسطين، سوريه، يمن او افغانستان کي امريکا او ټلوالو ته سردرد جوړاوه او په غير مستقيمه توګه يې له ځانه دفاع کوله يا يې تعرض کاوه.

قاسم سليماني په سيمه کي د ايران د نيابتي جګړو طراح او پر مخ بيوونکی بلل کېدی. د افغانستان هغه وګړي چي د ايران د فاطميون او زينبيون مليشو سره يوځای سوي ول، هغوی هم د سليماني تر قومندې لاندي فعاليتونه کول.

دا چي اوس د امريکا متحده ايالاتو د ايران د قدس ليوا د قومندان سليماني او په همدې توګه د مهدي په وژلو له شف شف څخه شفتالو کړ، نو ايران به ځان مجبوره احساسوي چي جدي غبرګون وښيي.

د ايران دغه جدي غبرګون به د نورو يادو نيابتي جګړو تر څنګ په افغانستان کي هم پر روان کړکېچ اغېز ولري. يا حد اقل ايران به تر پخوا لا زيات افغانستان ته خپل پام واړوي چي په دغه هيواد کي د امريکا متحده ايالاتو ته سردرد لا زيات کړي.

ايران څنګه په افغانستان کي د متحده ايالاتو له پاره سردرد جوړولای سي؟

له ممکنه جوابونو څخه يې يو دا کيدای سي چي ايران د وسله والو طالبانو او امريکا تر منځ د خبرو اترو لړۍ زابوتاژ کړي. دغه زابوتاژ د طالبانو تر منځ د تقسيم او نوو ډلو د رامنځ ته کولو او يا هم له نورو لارو پر هغوی د فشار راوړلو يا ورته هڅو له لاري او يا هم په افغان حکومت کي د بعضو کړيو له لاري د اوربند او سولې په مخ کي د خنډونو رامنځته کولو له لاري کيدلای سي. ښايي په افغانستان کي په روان کال تاوتريخوالی هم له دې کبله لا زيات سي. دغه نوی ممکنه تاوتریخوالی مذهبي شکل هم لرلای سي. دويمه لاره په افغانستان کي هغه پخوانۍ جنګي ډلې چي نن په سیاسي ډلو بدلې سوي او د افغان حکومت مهم ستون/ستنه ګرځېدلي خو ايران پلوه دي، ښايي د ايران په لمسون په افغانستان کي د واک د وېش په تړاو خپله نظريه او دريځ تغير کړي. له بل اړخه ښايي د امريکا متحده ايالات په افغانستان کي د ايران پلوه ډلو سره د خپل جلن په تړاو نوې پاليسي خپله کړي. دا تغير د دغو ډلو د خپلولو او خوشاله کولو له لاري او يا هم په يوه يا بله توګه د ځپلو له لاري راڅرګندېدلای سي.

د جګړې په صورت کي به په ايران کي د مېشتو زياتو افغان کډوالو تر څنګ ګڼ شمېر بلوڅ او نور ايراني مهاجر هم افغانستان ته مخه وکړي. دا په داسي حال کي چي افغانستان د مخکي لا بېرته ور ستنو سوو مهاجرو د ځای پرځای کولو له پاره اړين امکانات نه لري. له دغې لاري به افغانستان د يو شمېر نورو امنيتي او نورو نوو ستونزو سره هم ښايي مخامخ سي.

په هر صورت به د امریکا د متحده ايالاتو او ايران تر منځ جګړه نه يوازي پر ايران بلکه پر ټولې سيمي ډېري خطرناکي اغېزې ولري. په زياته پر افغانستان چيري چي پسله څو لسيزو جګړې څخه و سولې ته خامې خامې هيلي راټوکېدلي دي.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ ۳مه نېټه، بون

#جنګه_ورک_شې_له_جهانه

 

د ماشومانو د منظوم او منثور نکلونو وېبپاڼه
www.kochnai.com

د کوچنی ټکی کام د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2ppNEpJ

د احمدولي اڅکزي د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc

د ماشومانو له پاره د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2tfIG1u

د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO

د تکراري سوالونو جوابونه
FAQ http://bit.ly/1IZm3uV

د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v۲۴

وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw

د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U

«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

Loading...
Loading...