Close

دې که به خېر وي ـ منظوم نکل

source of image: https://bi.im-g.pl/im/48/f0/b8/z12120136V,Juliusz-Kossak--Farys-.jpg

 يو پاچا ؤ يو يې ډېر عالم وزير ؤ
دانا ډېر څوک چي هم نېک ډېر بې نظير ؤ
دی به مل ؤ تل پاچا سره دربار کي
هم په ښار کي هم ځنګل او هم په ښکار کي
دا کلام د وزير تل دا يې عادت ؤ
تل دا يو د ده غبرګون به هر مدت ؤ
دا چي «دې که به وي خېر» دا يې ګفتار ؤ
رب ته تل به دا وزير سپاس ګذار ؤ
يو وخت پېښه و پاچا ته حادثه سوه
زخمي لاس ګوته يې خوړينه اړيسه سوه
وزير وليد چي دا حال نو دی ګويان سو
خپل پاچا ته دا مشير په دې بيان سو
ښايي دې کي پټ کوم خېر زموږ د خالق وي
يا به بل کوم يو حکمت زموږ د مالک وي
دا خبره چي يې واورېده حيران سو
پاچا وکړله غوسه زښته ويران سو
څنګه دوست څنګه ملګری زما مشير يې
زما په درد چي دا وايې ډېر شرير يې
پاچا وکړ حکم: ژر وزير بندي کړئ
ژر يې کش کړئ ژر يې زما څخه خوندي کړئ
يو وخت ووت پاچا ليري سو له ښاره
خوند چي واخلي په ځنګل کي دی له ښکاره
پام يې نه ؤ آس يې ځغلاوه ځنګل کي
دی خارج له خپل سرحده سو مزل کي
په لاس ورغلی پاچا يو قوم عجيب ته
بت لمانځونکو څو کسانو ډېر غريب ته
دوی بندي کړ دا پاچا چي يې قربان کړي
بت ناراض هغوی پر ځان چي مهربان کړي
قصاب کله چي پاچا بت ته حاضر کړ
کاهِن مخکي هله ځان باندي ناظر کړ
لاس زخمې د قرباني دی په بيان سو
بت يې نه مني تحفه کاهِن ګويان سو
خپل هيواد ته پاچا ستون سو چي راخلاص سو
دی خلاصون ته د وزير ژر په اخلاص سو
پاچا وغوښته بخښنه له وزيره
پړن يې ځان باله پاچا ښه ډېر کثيره
بيا يې وويل ثابت سو چي حکمت ؤ
د رب هغه څه کي ماته چي زحمت ؤ
خو دا وايه چي څه خير ؤ اسيرتوب کي
ستا په بند کي ستا ناحقه زهيرتوب کي
وزير وويل دا خير ؤ چي اسير وم
بند زندان کي چي زه پروت هلته زهير وم
که نه مل به وای زه ستا سره په ښکار کي
مل به ستا سره بندي وای پردي ښار کي
دا چي روغ وم زه رمټ وم زه به مړ وای
زه قربان به تر يو بت وای بد به پړ وای
څوک چي خير غواړي لټون هميش د خېر کړي
صابر تل به وي کامياب زحمت به زېر کړي


احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۰ کال د جنورې ۳يمه نېټه، بون

 

د ماشومانو د منظوم او منثور نکلونو وېبپاڼه
www.kochnai.com

د کوچنی ټکی کام د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2ppNEpJ

د احمدولي اڅکزي د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc

د ماشومانو له پاره د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2tfIG1u

د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO

د تکراري سوالونو جوابونه
FAQ http://bit.ly/1IZm3uV

د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v۲۴

وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw

د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U

«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

Loading...
Loading...