Close

«ايا اسلامي ګوندونه اسلام ضد دي؟»

 د يو افغان مسلمان نقل قولونه:

«موږ بايد د دوو څيزونو تر منځ فرق وکړو. يو د اسلام مبين دين دی او يو د «اسلام» شعار دی چي د تجارتي، سياسي او نورو ګټو له پاره په ناوړه توګه استعماليږي.

حد اقل يو درزن داسي «اسلامي» ډلې صرف په يو هيواد افغانستان کي فعاليت کوي چي غواړي واک ته ورسيږي. همدا حال په نژدې نورو ټولو «اسلامي» هيوادونو کي دی. د افغانستان په شمول په يو شمېر نورو هيوادونو کي «اسلامي» ډلو حتی يو د بل پر ضد «جهاد» هم کړی يا يې لا تر اوسه کوي. داسي جهاد چي پکښي ګڼ شمېر انسانان وژل سوي دي او لا وژل کيږي. د دغو جهادونو پر وخت د هرې ډلې «مفتي» د قرآن او حديث څخه په اقتباس د هغې بلې ډلې پر ضد «جهاد» واجب بللی دی يا يې واجب بولي.

که اسلام يو اسلام وي نو له یو څخه زيات «اسلامي» ګوندونه بيا څه معنی لري؟ ايا داسي خو به نه وي چي په نړۍ کي و واک او سيم و زر ته د رسېدلو له پاره د نورو چلونو، تګلارو او شعارونو په څېر له اسلام څخه هم يوه آله جوړه کړل سوې وي؟ که داسي وي نو ايا «اسلامي» ټول ګوندونه د اسلام دښمن نه دي؟ زه دې سوال ته جواب نه لرم او نه غواړم چي جواب يې کړم. البته په زړه کي می دا راګرځي چي که دوی د اسلام دښمنان نه وای نو اسلام به يې نه سره تقسيم کولای بلکه پر يو اسلامي ټغر به راټول سوي وای.

اوس به يو عادي امي مسلمان څنګه پرېکړه کوي چي کوم «اسلامي» ګوند په رشتيا اسلامي دی او کوم يو نه دی؟ د کومې ډلې له خوا د قرآن او حديث اقتباس سم او د چا اقتباس ناسم دی؟ معلومه خبره ده چي که لږ هم په یو امي انسان کي عقل او ايمان پاته وي نو به ټولو «اسلامي» سياستوالو او ګوندونو ته ووايي چي زه ستاسو ټولو څخه بېزاره يم او انشالله زموږ خالق او د هغه نبي آخر زمان ص به هم بېله استثنی ستاسو ټولو څخه بېزاره وي. که زه ستاسو د ګوند غړی، ملاتړی یا ملګری سم نو زه به هم په هغه لويه دنياوي او عاقبت ته زيان رسوونکې پړه او ګناه کي درسره شريک سم چي تاسو پکښي تر پوزي ډوب ياست.

د وحی لړۍ نژدې څوارلس سوه کاله تر مخه تړل سوې او د خپل ايمان له خوا زه هيڅ نه يم مکلف چي پر مطرح اسلامي ګوندونو يا سياستوالو باور يا اعتماد وکړم.

د يو مسلمان په توګه که ما جايز يا ناجايز تجارت کاوه يا مي جايز يا ناجايز سياست کاوه يا مي بل جايز يا نا جايز کار ته زړه سو نو د «اسلام» شعار به هيڅکله هم ورته ونه کاروم. دا ځکه چي بېرېږم چي داسي ونه شرمېږم لکه د اسلام په نوم ناوړه سياست او تجارت کوونکي چي په دنيا کي شرمېدلي او انشالله په آخرت کي شرمېدونکي دي.»


احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ ۵مه نېټه، بون

 

د ماشومانو د منظوم او منثور نکلونو وېبپاڼه
www.kochnai.com

د کوچنی ټکی کام د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2ppNEpJ

د احمدولي اڅکزي د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc

د ماشومانو له پاره د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2tfIG1u

د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO

د تکراري سوالونو جوابونه
FAQ http://bit.ly/1IZm3uV

د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v۲۴

وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw

د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U

«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

Loading...
Loading...