Close

وژاړو که خوښي وکړو؟

 د کابل پوهنتون د ادبياتو د پوهنځي د پښتو څانګې د محصلينو د شپېتمې دورې د فراغت ښکلي انځورونه به مو ليدلي وي. ايا تاسو هم هغسي په خوشال او هغسي په اندېښمن سواست لکه زه؟

خوشالي له دې کبله چي...

ـ په در په دره خاک په سره بې وزلي هيواد افغانستان کي تکړه او له انرژۍ ډک ښکلې پيغلي او ښکلي ځوانان د تعليم په ګيڼه سنبال سول.
ـ دغه پيغلي او ځوانان نه توپکيان سول، نه ډاکوګان او نه نور د ټولنې د مخ تور داغونه.
ـ د دغو ښکلو ځوانانو او پيغلو مېندو او پلرونو د ټولو جنګونو او ستونزو باوجوده خپل مسؤليت په بهترينه توګه پوره کړ او خپلو اولادونو ته يې هغه ممکنه تر ټولو اهم قمر بند وروتاړه.
ـ هغه کابل چي يوه کنډواله وه اوس پکښي د ټولو امنيتي او نورو ستونزو تر څنګ د تمدن زياتي نخښې تر سترګو کيږي.
ـ اوس هم ادبيات او په زياته پښتو ژبه د افغانانو په اذهانو کي يو داسي هسک مقام لري چي پکښي لوړي زدکړي يا تحصيل کوي.
ـ هر کال په دغو نوو فارغېدونکو کي به انشالله خدای ځوان او نوي حبيبي، بېنوا، رښتين، خادم، الفت او رشاد راکړي.
ـ د پښتو د ادب بيرغ هسک ساتونکی بل نوی نسل رالوييږي.
ـ حد اقل د پښتو کتابونو سره اشنايي او مينه لرونکي يو څو نور کسان خو پيدا سول چي په احتمالي توګه به يې له کبله د پښتو کتابونو يو څه طلب او قدر زيات سي.

خو په افغانستان کي د دغو او د نورو فارغينو په ليدلو سره چاته اندېښنه او فکر هم دريږي.

اندېښنه له دې کبله چي...

ـ دغه کسان به چيري او څنګه روزګار پيدا کوي؟ په داسي هيواد کي چيري چي حتی هغه په اصطلاح هغه اکثره «تعليم يافته» پښتانه لا هم نه د کتاب په ارزښت پوه دي او نه ورباندي يوه افغانۍ ورکوي، نو د پښتو د دغو نوو کارپوهانو راتلونکي نوي جوړېدونکي کورنۍ او بچيان به په کومو اقتصادي حالاتو کي ژوند کوي؟
ـ په لوی احتمال به د دغو محصلينو مېندو، پلرونو، استادانو او يا د ټولنې نورو کسانو په دې تړاو پوهاوی او مخکي له مخکي «خبرداری» نه وي ورکړی چي د پوهنتون وروسته به دوی په لوی احتمال د کومو حالاتو سره مخامخ سي.
ـ په زياته د ادبيانو او په ادبياتو کي د پښتو مخکني کارپوهان تر مخه لا په بې روزګاري کي خوړين دي.
ـ په لوی احتمال به نوي فارغ سوي دغه ځوانان او پېغلي د نورو مخکنيو د پښتو د کارپوهانو په څېر «محنت و مزدوري» يا روزګار په بل سيکتور کي کولو ته مجبور وي او تر څنګ به يې په شخصي امکاناتو د اماتورانو په حيث نيمکه او افغانۍ کار د پښتو له پاره کوي او په دې توګه به په پښتو کي هغه کارونه چي کول غواړي لا پر نيمه لاره پاته وي.
ـ هغه يو يا نيم کاري امکانات چي په حکومتي او دولتي چوکاټ کي د ادبياتو او يا پښتو د متخصصينو له پاره شته دي، هغوی ته د نورو ټولو دولتي او حکومتي چوکيو په شان له لياقت او وړتيا څخه تر مخه د خيشخورۍ، رشوت، مافيايي کړيو غړيتوب او نورو غېر سالمو او غير اخلاقي امکاناتو اړتيا وي.

د حل له پاره وړانديزونه

د يادو او نورو دلايلو پر اساس مي يوه سترګه د خوښۍ او بله د اندېښنو اوښکي کوي. خو د يادو ستونزو او اندېښنو حل څه کيدلای سي؟ زه شخصا د کار او روزګار او اقتصادي چارو کارپوه نه يم او له دې کبله هيڅکله هم د دې ادعا نه سم کولای چي د يادو ستونزو له پاره يو بريالی فورمول لرم. البته هغه څه چي ما د شخصي مطالعې، مشاهدې او تجربې له لاري ليدلي راته دا وړانديز کوي چي...

ـ د دولت په توګه افغانستان بايد د غبرګو زدکړو (dual education system) ته توجه وکړي. د زدکړو په غبرګ نظام کي شاګردان او په زياتو مواردو کي محصلين د تيوريتيکي زدکړي تر څنګ د خپلې زدکړي د دورې پر وخت کسب يا عملي کار هم زده کوي. آلمان په دغه نظام کي يو له تر ټولو برياليو هيوادونو څخه دی چيري چي اکثره ځوانان د درس د خلاصېدو سره سم روزګار مومي.
ـ پر شخصي سطحه بايد هره مور او پلار کوښښ وکړي چي خپل اولادونه داسي جوړ نه کړي چي صرف درس په وايي او د ژوند له نورو عملي کارونو څخه ليري پاته وي. په دې کي هيڅ حرج نسته چي د مکتب شاګرد يا د پوهنتون محصل د زدکړو تر څنګ د پلار، اکا يا د کورنۍ د بل کوم کس سره په هغه کسب او روزګار کي کار وکړي او تجربه په لاس راوړي، په کوم کي چي اړونده کس بريالی وي.
ـ هغه افغانې پېغلي او ځوانان چي په زدکړو بوخت دي، بايد کوښښ وکړي چي د انټرنټ او کتابونو له لاري په خپله رشته کي داسي معلومات او علم په لاس راوړي چي د خپل ښوونځي او پوهنتون د نصاب برخه يې نه وي. دا ځکه چي له بده مرغه د ګڼ شمېر پرځای او بېځايه دلايلو او لاملونو له کبله د افغانستان نصاب لا تر اوسه هم تر زياتي اندازې د نړيوال معيار څخه ډېر ليري دی. له دې کبله نو هغه پېغلي او ځوانان چي خپل وخت په زدکړو تېروي، بايد د حد اقل سويې په لاسته راوړلو اکتفا ونه کړي بلکه بايد کوښښ وکړي چي ځان د نړۍ سيال کړي.
ـ هغه پېغلي او ځوانان چي د تعليم د بشپړه کېدو وروسته په خپله رشته کي کار او روزګار نه سي پيدا کولای، بايد هيڅ په دې ونه شرميږي چي په بله رشته کي کار وکړي. حتی که بله لاره نه وي نو بايد په هغه کار کولو هم ونه شرميږي چي ورته له سره د ليک لوست اړتيا نه وي. دا ځکه چي «الکاسب حبيب الله» يعني حلاله روزي ګټونکی د الله دوست وي.
ـ کوم فارغين چي په خپله رشته کي په کار موندلو کي نه بريالی کيږي، نو دي پر تشبث يعني مستقل کوچني شرکت، دکان يا ورته تجارتي واحد پرانستلو غور وکړي.
ـ فارغين نه بايد چي خپله يوه دقيقه لا هم ضايع کړي. که کار او روزګار نه وي نو د انټرنټ او کتابخانو له لاري خپلو زدکړو ته ادامه ورکولای سي، ټولنيز کارونه کولای سي او حتی پر نوښتونو غور و فکر کولای سي.

الله دي زموږ ستاسو او د ټولو انسانانو بچياني او بچيان په خوشاليو او دنياوي او اخروي برياليتوبونو کي رالوی او راوساتي. آمين

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ ۶مه نېټه، بون

 

د ماشومانو د منظوم او منثور نکلونو وېبپاڼه
www.kochnai.com

د کوچنی ټکی کام د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2ppNEpJ

د احمدولي اڅکزي د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc

د ماشومانو له پاره د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2tfIG1u

د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO

د تکراري سوالونو جوابونه
FAQ http://bit.ly/1IZm3uV

د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v۲۴

وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw

د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U

«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

Loading...
Loading...