Close

د افغان قونسلګرۍ «ريکارد عوايد»، عار که وياړ؟

source of image: https://bit.ly/2RvLIYL

 پر خواله رسنيو دا معلومات لاس پر لاس کيږي چي ګواکي «د آلمان په بون کي د افغانستان قونسلګرۍ ۱،۸ مليون يورو ريکارد عوايد» په لاس راوړي دي. دا چي دغه معلومات په کومه اندازه کره دي، په رسمي منابعو کي حد اقل ما تاييد ونه موند. البته د عار يا وياړ د موضوع له پاره يې تائيد ښايي دومره مهم هم نه وي.

له زياتو کسانو څخه مي اورېدلي چي د آلمان په بون ښار کي د افغانستان د قونسلګرۍ همکاران او کاري عمله د مراجعينو سره ښه چلن کوي. دا خبره هم اورېدل کيږي چي نه یوازي دا چي د آلمان دننه زيات افغانان د بون قونسلګرۍ ته مراجعه کوي که څه چي سفارت يا د افغانستان بله قونسلګري ورته نژدې هم وي، بلکه له نورو اروپايي هيوادونو څخه هم ګڼ شمېر افغانان د بون قونسلګرۍ ته راځي ځکه چي «دلته يې کارونه ژر او په کمو لانجو تر سره کيږي». که يادي ادعاوي او شهرت رشتيا وي نو پخپله د قونسلګرۍ د کاري ډلې او مسؤلو کسانو له پاره دا ښايي د وياړ خبره وي چي ورته سپارل سوې خپله دنده په ښه توګه پر مخ بيايي.

خو دلته دا پوښتنه هم رامنځ ته کيږي چي د يوې قونسلګرۍ عوايد ولي جګ سوي دي او ايا هغه وجه چي له کبله يې عوايد جګ سوي دي د عار که د وياړ خبره ده؟

يو حقيقت خو دا دی چي په زياته په تيرو څلورو کالونو کي زيات شمېر افغانان له افغانستان او ايران څخه آلمان ته راغلي او دلته يې د پناه غوښتنه کړې ده. که زما معلومات سم وي نو هر هغه افغان چي په قونسلګري کي پاسپورټ ترلاسه کوي، بايد چي تر ۱۲۰ يورو څخه زياتي پيسې ورکړي. دغه پاسپورټونه تمديدېدلای نه سي او صرف پنځه کال ميعاد لري. د پاسپورټونو تر څنګ نور ټول اسناد چي مهاجر يې بايد د خپلې پناه غوښتني په دوسيه کي تر لاسه کړي، لکه تذکره يا زېږېدنپاڼه، نکاح نامه او داسي نور په پيسو جوړيږي.

نو دا چي د يادي قونسلګرۍ عوايد جګ سوي دي، تر ټولو مهمه وجه به يې پر پاسپورټونو او نورو اسنادو د افغان مهاجرو ازدحام وي. تر څنګ يې بله وجه ښايي د کاري عملې له خوا د مراجعينو سره ادعا سوی بهتره چلن او يا مديريت هم وي. خو په لوی احتمال سره د عوايدو اصلي لامل د آلمان او افغانستان تر منځ د تجارت يا ورته مثبتو فعاليتونو زياتېدل نه دی.

په ټولنيزو رسنيو کي د ريکارد عوايدو د خبر سره په زیاتو ځايونو کي دا جمله هم مل ده چي «دا د افغانستان د بسيا له پاره » ګواکي مهم خبر دی.

دا چي له يو هيواد څخه په سلونو زه تحصيل لرونکي، ممکنه مسلکيان، ځوانان، کوچنيان او ښځي تښتي او مهاجر کيږي او بيا د کوربه هيوادونو په پيسو له افغانستان دباندي ځان ته د خپل هيواد پاسپورټونه رانيسي، ايا دا په رشتيا د وياړ خبره ده؟ هغه پاسپورټ چي زما د نظر له مخي نه بلکه د زياتو څېړنو له مخي د نړۍ تر ټولو پاسپورټونو زيات بې اعتباره سند دی.

په سلهاؤ زره او يا حتی مليونونو هغه ځوانان چي په افغانستان کي يې درسونه پای ته رسېدلي يا يې مسلکونه زده کړي او يا هغه کسان چي د دې وروسته يې ښايي درسونه يا مسلکي زدکړي په بشپړېدو دي په افغانستان کي ځان ته راتلونکی او ليدلوری نه ويني. له دوی څخه ګڼ شمېر يې د تېښتي په فکر دي. نو ايا دا د وياړ خبره ده؟ په افغانستان کي دننه د يوې تذکرې جوړولو له پاره په اونيو اونيو هلو ځلو، مرکو او جرګو، سفارشونو او رشوتونو ته اړتيا وي، خو په بهر کي د افغانستان په قونسلګريو کي حتی پاسپورټ په ډېره لنډه موده کي جوړيږي. نو ايا دا د افغانستان دننه د ادارو له پاره کومه د وياړ خبره ده؟

ايا د افغانستان قونسلګرۍ د ځيرکو موبايلونو، کومو مغلقو تخنيکي آلاتو يا نورو مصنوعاتو د توليد فابريکې دي چي د عوايدو پر زياتېدو يې خلک وياړ کوي؟ ايا پر افغان مهاجرو د هغه سند پر زيات پلور بايد څوک وياړ وکړي چي په زياتو څېړنو کي «د نړۍ تر ټولو زيات بې ارزښته پاسپورټ» ارزول سوی دی؟ هر څوک دي خپل ځان ته پخپله دا سوالونه جواب کړي.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ ۱۸مه نېټه، بون

 

د ماشومانو د منظوم او منثور نکلونو وېبپاڼه
www.kochnai.com

د کوچنی ټکی کام د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2ppNEpJ

د احمدولي اڅکزي د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc

د ماشومانو له پاره د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2tfIG1u

د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO

د تکراري سوالونو جوابونه
FAQ http://bit.ly/1IZm3uV

د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v۲۴

وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw

د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U

«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

Loading...
Loading...