Close

يو بام دوې هواوي

بېله استثنی که مسلمان يا غير مسلمان، دموکراتيک يا ديکتاتوري يا بل نظام لرونکي هيوادونه دي، پکښي د قانون او محکمې په شتون کي خپل ځان ته موازي حکومت اعلانول سخته غداري ارزول کيږي. د دغې غدارۍ اقل سزا څو کاله بند او د هميشه له پاره په ټاکنو کي د برخه اخيستلو او پر دولتي چوکيو د کار حق له لاسه ورکول دي. حد اکثر سزا يې په بعضو هيوادونو کي اعدام دی.
په افغانستان کي نن دوه ولسمشران لوړي کوي او دواړه ځان پر حق بولي او و برحال اساسي قانون او «نظام» ته ځان وفادار بولي. دواړه سياستوال د موازي لوړه کولو يا د موازي لوړه کولو په اجازه ورکولو سره په داسي يوه حساسه دوره کي يو نوښت کوي چي د مليونونو انسانانو د مرګژوبلي وروسته د سولي او يا نه سولي موضوع مطرح ده.

دا چي د افغانستان «نظام»، «قانون» او «محکمې» څومره رشتيا، حقيقي، موجودي او فعالي دي، د ننۍ قضيې د بررسۍ طرز به يې روښانه کړي.

کوم نظام او کوم قانون چي د موازي حکومت د اعلان مخه نسي نيولای، د دغه جرم مرتکب کسان نه سي محکمه کولای، نو بيا دغه نظام د هيواد د ويشل کېدو او نوو هيوادونو د رامنځ ته کېدو د اعلانونو مخه هم ښايي ونه نيولای سي. که دا په رشتيا همداسي وي، نو د دې اساسي قانون، نظام ارزښت او حيثيت په څه کي دی؟

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۰ کال د مارچ ۹مه نېټه

 

د ماشومانو د منظوم او منثور نکلونو وېبپاڼه
www.kochnai.com

د کوچنی ټکی کام د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2ppNEpJ

د احمدولي اڅکزي د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc

د ماشومانو له پاره د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2tfIG1u

د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO

د تکراري سوالونو جوابونه
FAQ http://bit.ly/1IZm3uV

د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v۲۴

وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw

د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U

«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

Loading...
Loading...