Close

ټول انسانان له يو نسله دي

 له بده مرغه داسي جاهل او بېلاري توکمپال/نژادپرست انسانان سته چي نه يوازي د ژبي او قوم پر اساس انسانان پر بيلو نسلونو ويشي بلکه په دې باور دي چي د ځانګړي ژبي يا قوم سره تړاو د برترۍ نخښه ده . حال دا چي هر هغه څوک چي پر هوښ او سد وي دا درک کولای، معلومولای او حس کولای سي چي ټول انسانان له يو توکم او له يو نژاده دي او دا چي په انسانانو کي بېل نسلونه او نژادونه نسته.

 
په زياته بيا د انسانانو تر منځ د پوستکي رنګ يا د ځانګړي سيمي/قوم/ژبي سره تړاو هيڅکله هم د برترۍ نخښه نه سي کېدلای. انسان هغه دی چي خوی يې د انسان وي. خو نسل پرستي يا نژادپالنه هيڅکله هم يو انساني خوی نه سي کيدلای.
 
هغه څوک چي د ژبي/قوم/سيمي/پوستکي يا نورو فرقونو له کبله ځان تر نورو بهتره بولي يا پر دې اساس انسانان پر نسلونو ويشي، نو په دې سره نه يوازي خپل ځان له انسانيت، انساني خوی او اخلاقو څخه بيرون کوي بلکه دا هم په اثبات رسوي چي په دې تړاو پر ساينسي او منطقي دلايلو ړوند او کوڼ دی.
 
د يو کس يا ډلې په ګناه بشپړه ژبه، سيمه يا قوم مسؤل نيول او ورڅخه کرکه يا حساسيت کول د توکمپالنې پر لور د لومړي قدمونو څخه يو قدم کيدلای سي.
 
که څوک غواړي چي ځان ته معلوم کړي چي ايا په رشتيا له انساني نسله څخه دی که نه، نو دي په ځان کي د نورو انسانانو په وړاندي عاطفه، مينه او پيروزينه ولټوي، که دا څيزونه موجود ول نو له ښه نسله څخه دی.
 
احمدولي اڅکزی، ۲۰۲۰ کال د مارچ ۲۰مه نېټه
يادونه: دغه کرښې د هغه وروسته ليکم چي د يو دوکتورا لرونکي جاهل افغان توکمپال غير انساني او غير اخلاقي له توکمپالنې ډکي کرښي مي پر فيسبوک ولوستلې.

 

د ماشومانو د منظوم او منثور نکلونو وېبپاڼه
www.kochnai.com

د کوچنی ټکی کام د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2ppNEpJ

د احمدولي اڅکزي د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc

د ماشومانو له پاره د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2tfIG1u

د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO

د تکراري سوالونو جوابونه
FAQ http://bit.ly/1IZm3uV

د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v۲۴

وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw

د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U

«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ


Loading...
Loading...