Close

کوچنی ټکی کام تر دوه مليون زيات ځل ولوستل سو

د کوچنی ټکی کام پاڼي د لوستنو شمېر تر دوه مليونه واوښت. دغه پاڼه چي ما د ۲۰۱۶ کال په پېل کي آنلاين کړې وه پکښي دمګړی تر ۳۵۰ څخه زيات پښتو منظوم او منثور نکلونه او مطالب په متن، ږغ او ويډيو کي آنلاين دي. پر دغه پاڼه يو شمېر فليپ کتابونه هم انلاين دي. يعني دغه نکلونه د يو مجازي کتاب په څېر د پاڼو د اړولو له لاري لوستل کيدلای سي. 

پر دغه پاڼه آنلاين ټول مطالب تر زياتي اندازې روزنيز او په عين وخت کي د ماشومانو د سويې او ساعت تېري او ادبي تندي سره عيار ټاکل سوي دي. دغه پاڼه داسي ديزاين سوې چي لوست کوونکي ماشومان يې بېله د مشرانو د مرستې په يوازي هم تر زياتي اندازې بې تکليفه کارولای سي. يو شمېر نکلونه په ږغ کي هم سته او په دې توګه يې هغه ماشومان چي لوست يې نه وي زده هم کارولای سي. ماشومان او مور او پلار يې د هغو ټېګونو (https://bit.ly/2Ww6NpZ) په مرسته چي د هر نکل د متن په آخر کي ځای پر ځای سوي ژر ځانګړي موضوعات او د ځانګړو ليکونکو مطالب او نکلونه موندلای سي. پر لاندنيو لينکونو د دغې پاڼي مطالبو ته په آساني لاره موندلای سئ: (د ليسټ د وړاندي پاڼي د پرانستلو له پاره هميشه د سور رنګ پر کلۍ«Load Next Set» کليک وکړئ)

د ټولو مطالبو ليسټ:
https://bit.ly/2J7eif8

د ټولو ږغيزو مطالبو ليسټ:
https://bit.ly/3dl6YKY

د ټولو ويډيويي مطالبو ليسټ:
https://bit.ly/2UwLuCm

د ټولو منظومو نکلونو ليسټ:
https://bit.ly/2UaTABE

د محمود مرهونو د ټولو (فليپ کتابونو) ليسټ:
https://bit.ly/2wuQT4L

د بارکوال مياخيل د ټولو نکلونو ليسټ:
https://bit.ly/3blRrc5

د احمدولي اڅکزي د ټولو نکلونو ليسټ:
https://bit.ly/39aReXq

د اتل ترين د نکلونو ليسټ:
https://bit.ly/2WJeZDJ

که تاسو ماشومان لرئ نو لطفا له کوچنی ټکی کام يا نورو منابعو څخه ورته د دوی د سويې سره برابر پښتو نکلونه ولولئ. دا به ستاسو د ماشومانو ژبه پياوړې کړي او د خپل هويت او ژبي سره اړيکه به يې لا ورټينګه کړي. 

د ماشومانو له پاره دغه پروژه د کومې ټولنې يا سازمان له خوا نه بلکه د يو واحد شخص (خاوري احمدولي اڅکزي) له خوا پر مخ بيوله کيږي او ښايي پکښي نيمګړتياوي هم موجودي وي. که تاسو د ماشومانو له پاره د ادبي موادو په ترڅ کي د دغې پروژې سره مرسته وکولای سئ او په دې توګه دغه پروژه لا بډايه کړئ نو به مو زه ډېر منندوی يم.

خو د دغې پروژې سره به ستاسو تر ټولو لويه مرسته دا وي، چي تاسو له دغې پاڼي څخه مطالب زما ورېرو او ورارهګانو ته ولولئ او خپلو نورو دوستانو ته هم د دې سپارښتنه وکړئ.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۰ کال د مارچ ۲۱مه نېټه، بون


 

د ماشومانو د منظوم او منثور نکلونو وېبپاڼه
www.kochnai.com

د کوچنی ټکی کام د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2ppNEpJ

د احمدولي اڅکزي د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc

د ماشومانو له پاره د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2tfIG1u

د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO

د تکراري سوالونو جوابونه
FAQ http://bit.ly/1IZm3uV

د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v۲۴

وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw

د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U

«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

Loading...
Loading...