Close

د قهرمان محکمه ـ منظوم نکل

 لو قضيه کي نړيواله لو جرګه وه
د لوېديځ په محکمه کي مرکه وه
قاضي وپوښت تورن کس چي دی بيان کړي
سرګذشت د خپل ژوندون ورته عيان کړي
اسکېرلی تورن کس ورته ګويان سو
ګويان څه چي په سرو اوښکو په ګريان سو
ما چي ستړګي رڼې کړي دي جنابه
په نړۍ کي بل څه نسته بې عذابه
لا په نس کي چي د ګرانې خوږې مور وم
شاهد زه د لوی ستم شاهد د زور وم
د جايداد پر سر مي ترونو راته مړ کړ
زما د پلار په قتل ټولو دوی ځان پړ کړ
سترګي روڼي چي مي کله پر دنيا کړې
زما وژلو ته سياسرو هڅې بيا کړې
تور سوټي په تورو زهرو بل لړل دوی
زما په سترګو سلايي به رامنډل دوی
په اونګا اونګا چي کله په فرياد سوم
نس خوږی لري ويل دوی، لا برباد سوم
خاورو ډک که يې بارتنګ که يې سپېرکۍ وه
لوی قاچوغي د دوی زور او زما خولګۍ وه
سوم چي قبض ښه ټمبه له دغو شيانو
په خاشه د جارو شاپ به کړم دایانو
را زخمي يې هغه وخت راته کولمې کړې
زما پر ژوند دې جاهلانو څو حملې کړې
سېزني به يې په ما باندي راتاو کړه
په ډېر زور به يې راکش لکه تناو کړه
په کپه باندي به خوله يې کړه راډکه
د حکيم درمل تارياک ول بېله شکه
داسي روږدی سوم شيرخوار چي لا کوچنی وم
سربدال وم سربدال چي لا نانی وم
سر دي څه ګرځوم لوی چي لږ سوم کله
زه مشهور د کونډي زوی په نوم سوم هله
پر استاد چي يې شاګرد کړم لا کوچنی وم
پوه هيڅ نه وم زه مومن لا مونانی وم
د استاد صاحب په درس کي بېرېدلم
له وهلو ډبولو کړېدلم
څه درنې درنې د ده وې چپلاخي
سختي بدي لګېدې به يې چلاخي
خو عادت د ده تر ټولو دا خراب ؤ
له جنسي تږي چي تل به په عذاب ؤ
که کوچني ول که مېنځوي يې شاګردان ول
له جنسي ازار د ده به سرګردان ول
لږ چي لوی سوم قومندان بوتلم په زوره
د جګړې و لومړۍ کرښې ته له کوره
يا به چرس يا به زنا يا به وژل ول
زما په شان د زياتو نورو دا روزل ول
جنګ چي خلاص سو زه مشهور په قهرمان سوم
چا ته رئيس چا ته حاجي زه قومندان سوم
وړي له منځه مي ول ټوله چي ول ترونه
ټول تربرونه زيات قوميان او نور سرونه
خو وروستی د ژوند قلت مي هم تمام سو
پر وطن چي د پردو کله نظام سو
زه شاکر وم کله راغلل چي ښاغلي
زموږ خپل خلک چي پردو ول راروزلي
غوړ پاک کله چي دوی راغلل سرداران سول
د پردي نظام چي دوی هواداران سول
دوی هم غوښتل زما په شان چي قهرمان ول
څوک دښمن چي د ملت په هر زمان ول
زه هم درغلم و دغه يو نظام ته
ما چي غوښتی بالکل هغه يو مقام ته
زما سلام ته به راتلل چي مشران ول
که ملکيان که نظاميان که سرداران ول
که جاهل ؤ که عالم ؤ که شاعر ؤ
زما صفت کي به ګويان هر يو ماهر ؤ
نور خو پرېږده چي قاتل يې زه د پلار وم
يا به لور يا به يې زوی ته ناست پر لار وم
هغوی هم کړم انتخاب په خپله رايه
زه يې بوتلم په کومک تر لوړه ځايه
ستاسو خوښ وم هم تر څو چي مو په کار وم
زه هر څومره که ظالم او لوی مکار وم
خو نن بل تر ما بدتره مو په کار دی
ځکه ماته نژدې کړی مو نن دار دی
صرف دا يو حقيقت هم بايد بيان سي
حالت دا بايد لا ډېر ښه نور عيان سي
بدکارۍ باندي به زېږوي بدکاره
وي ټولنه او که وي ښځه مرداره
حتی ميوه که وي تازه ښکلې ښايسته
خوسا مېوو منځ کي به وي مدام ورسته

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۰ کال د جولای شپږمه نېټه، بون

 

د ماشومانو د منظوم او منثور نکلونو وېبپاڼه
www.kochnai.com

د کوچنی ټکی کام د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2ppNEpJ

د احمدولي اڅکزي د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc

د ماشومانو له پاره د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2tfIG1u

د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO

د تکراري سوالونو جوابونه
FAQ http://bit.ly/1IZm3uV

د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v۲۴

وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw

د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U

«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ


Loading...
Loading...