Close

زمه زم زيم زيم ترالالا ـ طنز

 لا ډېر ماشوم وم چي د ګاونډيانو په کور کي مي د کابل د حاجي کامران يوه سټېج ډارمه وليدله. نور مي هير دي چي موضوع څه وه، خو يو شی مي پر ذهن چاپ پاته سو او هغه هم داسي چي اوس يې راپياد کړم نو راته بيا بيا خندا راځي. د هغه باوجوده چي زما عمر دومره کم ؤ چي په طنز او د دغې ډرامې په عمق مي سر خلاص نه ؤ، خو بيا هم په دغه ډرامه کي په يوه خبره مي سرخلاص سو، او د ماشوم په توګه مي کټ کټ پر وخندل.

د ډرامې هغه برخه چي زما سر په خلاص سو دا وه چي حاجي کامران د خپلو ملګرو سره د موسيقۍ کومه ډله جوړه کړې وي. هر ملګری يې جلا جلا د موسيقۍ آله د ځان سره لري. خو د تمرين پر وخت څرګنده سي چي هغوی دغه موسيقي آلې په عمل کي نه سي ږغولای بلکه په خوله ورسره «زمه زيم زيم زيم ترالالا» وايي او په اصطلاح په خوله د موسيقې د آلې پيښې کوي. يعني د دې پر ځای چي په آله پخپله سور ونيسي، په خوله يې د سور وربرابرولو کوښښ کوي.

دا کيسه مي نن بيا هغه وخت راپياد سوه او راته کټ کټ خندا او بيا نژدې ژړا راغلې وای، کله چي مي د سولي پر موضوع په دري ژبه د «اژي ساب/حاجي صاحب ناکامران» ليکچر وليد. خدای دي وکړي چي حاجي صاحب ناکامران په عمل کي هم د سولې رامنځ ته کولو چل زده وي او بالاخره په عمل کي هم د سولي سور ونيسي، او داسي نه چي د جنګ ډولزنانو ته مراعات او رطبې ورکول جاري وساتي.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ ۱۴مه نېټه

 

د ماشومانو د منظوم او منثور نکلونو وېبپاڼه
www.kochnai.com

د کوچنی ټکی کام د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2ppNEpJ

د احمدولي اڅکزي د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc

د ماشومانو له پاره د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2tfIG1u

د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO

د تکراري سوالونو جوابونه
FAQ http://bit.ly/1IZm3uV

د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v۲۴

وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw

د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U

«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ


Loading...
Loading...